شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 26

له وبا څخه وروسته څښتن حضرت موسیٰ او د حضرت هارون کاهن زوی العازار ته وفرمایل:
2 <د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه د کورنیو په اساس وکړئ، یعنې د هغو ټولو خلکو چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.>
3 په هغه وخت کې د اسراییلو ټول قوم د موآب په ډاګونو کې اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په غاړه خېمې ودرولې وې.نو حضرت موسیٰ او العازار کاهن د اسراییلو مشرانو ته د دې سرشمېرنې په باره کې داسې لارښوونه وکړه:
4 <لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی دی هغه ټول اسراییلیان چې عمر یې شل کاله یا زیات وي وشمارئ.>دا هغه اسراییلیان دي چې د مصر څخه راوتلي وو:
5 د روبین د قبیلې څخه (روبین د حضرت یعقوب مشر زوی ؤ): د حنوک، فلو،
6 حصرون او کرمي طایفې،
7 د دې طایفو شمېر ۴۳۷۳۰ تنه نارینه وو.
8 د فلو اولاده: الیاب
9 او د هغه زامن نموئیل، داتان او ابیرام. (دا هماغه داتان او ابیرام دي چې د قوم له خوا انتخاب شوي وو، مګر هغوی د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره مخالفت وکړ او د قورح د پیروانو سره یوځای شول او د څښتن په مقابل کې یې سرکشي وکړه.
10 ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د قورح سره ژوندي تېر کړل. په هماغه وخت کې اور20 ۰ تنه له منځه یوړل. هغوی نورو اسراییلیانو ته د خبرداري په توګه وو.
11 مګر د قورح زامن ونه وژل شول.)
12 - 14 د شمعون د قبیلې څخه ۲۲۲۰۰ تنه وو، هغوی د نموئیل، یامین، یاکین، زارح او شائول د طایفو څخه وو.
15 - 18 د جاد د قبیلې څخه ۴۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د صفون، حجي، شوني، ازني، عیري، ارود او ارئیلي د طایفو څخه وو.
19 - 22 د یهودا د قبیلې څخه ۷۶۵۰۰ تنه وو، هغوی د شیله، فارص، زارح، حصرون او حامول د طایفو څخه وو. د یهودا زامن عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو.
23 - 25 -۲۵د یساکار د قبیلې څخه ۶۴۳۰۰ تنه وو، هغوی د تولع، فوه، یاشوب او شمرون د طایفو څخه وو.
26 - 27 د زبولون د قبیلې څخه ۶۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د سارد، ایلون او یحلیئیل د طایفو څخه وو.
28 د حضرت یوسف قبیلې چې هغه د دوو زامنو یعنې منسي او افرایم پلار ؤ.
29 - 34 د منسي د قبیلې څخه ۵۲۷۰۰ تنه وو، هغوی د دغو طایفو څخه وو: د منسي د زوی ماخیر طایفه، د هغه د زوی جلعاد طایفه او د ماخیر د شپږو لمسیو طایفې: ایعزر، حالق، اسریئیل، شکیم، شمیداع او حافر. د حافر زوی صلفحاد هیڅ زامن نه درلودل، مګر پنځه لورګانې یې درلودلې چې نومونه یې دا وو: محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه.
35 - 37 د افرایم د قبیلې څخه ۳۲۵۰۰ تنه وو، هغوی د شوتالح، باکر، تاحن او د شوتالح د زوی عیران د طایفو څخه وو.
38 - 41 د بنیامین د قبیلې څخه ۴۵۶۰۰ تنه وو، هغوی د بالع، اشبیل، احیرام، شفوفام، حوفام او د بالع د دوو زامنو ارد او نعمان د طایفو څخه وو.
42 - 43 د دان د قبیلې څخه ۶۴۴۰۰ تنه وو، هغوی ټول د شوحام د طایفې څخه وو.
44 - 47 د اشیر د قبیلې څخه ۵۳۴۰۰ تنه وو، هغوی د یمنه، یشوي، بریعه او حابر او ملکیئیل یعنې د بریعه د زامنو د دوو طایفو څخه وو. سارح د اشیر لور وه.
48 - 50 د نفتالي د قبیلې څخه ۴۵۴۰۰ تنه وو، هغوی د یاحصئیل، جوني، یصر او شلیم د طایفو څخه وو.
51 په لست کې د اسراییلو د ټولو نفرو شمېر ۶۰۱۷۳۰ تنه ؤ.
52 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
53 <د کنعان ځمکه په دغو قبیلو باندې د هغو نفرو د شمېر په مطابق چې په هرې قبیلې کې دي ووېشه.
54-56 -ځمکه د پچو په اساس ووېشه. لویې قبیلې ته زیاته برخه او کوچنۍ قبیلې ته کمه برخه ورکړه.>
57 د لاوي په قبیلې کې دا طایفې شاملې وې: جرشون، قهات، مراري،
58 او همدارنګه د لبني، حبرون، محلي، موشي او قورح طایفې. قهات د عمرام نیکه ؤ.
59 د عمرام د ښځې نوم یوکابد ؤ چې د لاوي د اولادې څخه وه او په مصر کې زېږېدلې وه. د عمرام او یوکابد درې اولادونه وو، یعنې حضرت هارون، حضرت موسیٰ او مریم.
60 حضرت هارون د ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پلار ؤ.
61 مګر ناداب او ابیهو په هغه وخت کې مړه شول کله چې هغوی څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه.
62 د لاوي په قبیله کې ۲۳۰۰۰ تنه نارینه وو او په هغو کې داسې هلکان هم وو چې عمر یې لږ تر لږه یوه میاشت ؤ. د نورو قبیلو سره د هغوی نومونه په لست کې نه وو ځکه چې هغوی ته په کنعان کې ځمکه نه ورکول کېدله.
63 په هغه وخت کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، حضرت موسیٰ او العازار هغوی وشمېرل.
64 د هغو خلکو څخه چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون د سینا په دښته کې شمېرلي وو، یو هم ژوندی پاتې نه ؤ.
65 څښتن فرمایلي وو چې پرته د یفنه د زوی کالیب او د نون زوی یوشع څخه نور ټول به په دښته کې مړه شي.