شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 21

د عراد کنعانی پادشاه د کنعان په جنوب کې اوسېده او کله چې هغه واورېدل چې اسراییلیان د اتاریم کلي ته راروان دي، هغه ورباندې حمله وکړه او د هغو څخه یې ځینې ونیول.
2 نو اسراییلیانو څښتن ته نذر ومانه: <که چېرې ته مونږ په دې خلکو باندې بریالي کړې، مونږ به هغوی او د هغوی ښارونه بې له کوم شرط څخه تاته وقف کړو او هغوی به له منځه یوسو.>
3 څښتن د دوی دعا قبوله کړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په کنعانیانو باندې بریالي شي. نو اسراییلیانو هغوی او د هغوی ښارونه بېخي له منځه یوړل او هغه ځای یې د حرمه په نوم یاد کړ.
4 اسراییلیان د هور د غره څخه لاړل او په هغې لارې باندې روان شول چې سرې بحیرې ته تللې ده، د دې دپاره چې د ادوم د سیمې په شاوخوا باندې راوګرځي. مګر خلکو په لاره کې خپله حوصله له لاسه ورکړه
5 او د خدای پاک او حضرت موسیٰ په ضد یې خبرې وکړې. هغوی شکایت وکړ: <مونږه مو ولې د مصر څخه راوویستلو چې په دې دښته کې مړه شو، چېرته چې نه ډوډۍ شته او نه اوبه؟ مونږ نور د دې خراب خوراک څخه تنګ شوي یو!>
6 بیا څښتن په هغوی باندې زهر لرونکي ماران نازل کړل او ډېر اسراییلیان یې وچیچل او مړه شول.
7 خلک حضرت موسیٰ ته ورغلل او ویې ویل: <مونږ ګناه کړې ده چې د څښتن او ستا په ضد مو خبرې کړې دي. اوس څښتن ته دعا وکړه چې دا ماران لېرې کړي.> نو حضرت موسیٰ د خلکو دپاره دعا وکړه.
8 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <یو فلزي مار جوړ کړه او د یوې پایې په سر باندې یې ځوړند کړه. هرڅوک چې چیچل کیږي نو کله چې هغه فلزي مار ته وګوري ژوندی به پاتې کیږي.>
9 نو حضرت موسیٰ یو برنجي مار جوړ کړ او هغه یې د یوې پایې په سر باندې ځوړند کړ. هرڅوک به چې مار چیچه هغه به برنجي مار ته کتل نو ژوندی به پاتې کېده.
10 اسراییلیان روان شول او د اوبوت سره یې خېمې ودرولې.
11 کله چې هغوی له هغه ځای څخه لاړل، د عیی عباریم په دښته کې د موآب د سیمې ختیځ خواته یې خېمې ودرولې،
12 بیا یې د زارد د خوړ په څنګ کې خېمې ودرولې.
13 بیا له هغه ځای څخه روان شول او د ارنون د سیند په شمال کې په هغې دښتې کې یې چې د اموریانو د سیمې پورې غزېدلې ده خېمې ودرولې. (ارنون د موآبیانو او اموریانو ترمنځ سرحد ؤ.)
14 له همدې کبله د څښتن د جنګونو په کتاب کې ویل شوي دي چې د واهیب ښار او د هغه ویالې د سوفه په سیمه کې دي، د ارنون سیند او
15 د هغه درې د موآبیانو د سرحد تر څنګ پرتې دي او د عار تر ښاره پورې رسېدلې دي.
16 له هغه ځای څخه دوی یو بل ځای ته چې د کوهي په نوم یادېده لاړل، یعنې هغه ځای ته چېرته چې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خلک سره راغونډ کړه چې د څښلو دپاره اوبه ورکړم.>
17 په هغه وخت کې د اسراییلو خلکو دا روحاني سندره وویله:<ای کوهیه! راوباسه اوبه خپلېهرکلی به ورته وایو په سندرې
18 هغه کوهی چې کیندل شوی شهزادګانو له خوااو د قوم د مشرانو له خوادی کیندل شوی په شاهي امسااو د هغوی په امساګانو باندې>هغوی له دښتې څخه متانې ته لاړل
19 او له هغه ځایه نحلیئیل ته لاړل او د نحلیئیل څخه باموت ته
20 او له باموت څخه هغې درې ته لاړل چې د موآبیانو په سیمه کې ده او د پیسګاه د غره لاندې ده او له هغه ځای څخه ښکته دښته لیدل کیږي.
21 د اسراییلو خلکو د اموریانو پادشاه سیحون ته استازي ورولېږل چې هغه ته داسې ووایي:
22 <مهرباني وکړئ مونږ پرېږدئ چې ستاسو په سیمه باندې تېر شو. مونږ به خپله لاره نه خوشې کوو او ستاسو پټیو او د انګورو باغونو ته به نه ورننوزو او ستاسو د کوهیانو څخه به هیڅ اوبه ونه څښو. مونږ به په عمومي لاره باندې ځو، ترڅو ستاسو د سیمې څخه ووزو.>
23 مګر سیحون اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه د وطن له لارې سفر وکړي. د دې په ځای، هغه خپل ټول لښکر سره راغونډ کړ او دښتې ته ووت چې د یاهص ښار ته نژدې په اسراییلیانو باندې حمله وکړي.
24 مګر اسراییلیانو خپل ډېر دښمنان په دې جګړه کې ووژل او د هغوی سیمه یې په جنوب کې د ارنون د سیند څخه نیولې په شمال کې د یبوق تر سیند پورې ونیوله. د یبوق بلې خواته د عمونیانو سیمه وه او د هغوی سرحد ډېر قوي ؤ.
25 نو اسراییلیانو د اموریانو ټول ښارونه چې په هغو کې حشبون او د هغه شاوخوا کلي هم شامل وو ونیول او هلته اوسېدل.
26 حشبون د اموریانو د پادشاه سیحون پایتخت ؤ. سیحون د موآب د پخواني پادشاه سره جګړه کړې وه او د ارنون د سیند پورې یې د هغه ټوله خاوره نیولې وه.
27 په دې سبب شاعران وایي:<راشئ حشبون ته یعنې ښار ته د سیحون پادشاه!غواړو هغه بېرته آباد ووینو!
28 په یو وخت کې د حشبون له دغه ښارهد سیحون لښکرې لاړې مخکې لکه اورپه موآب کې یې برباد کړ د عار ښارکړې بربادې یې غونډۍ ارنون دپاسه
29 افسوس په تاسو موآبیانو باندې!ای د کموش عبادت کوونکو برباد شوئ تاسې!ستاسو خدای پرېښودل خلک چې مهاجر شيښځې شولې اسیرانې د اموریایي پادشاه په لاس
30 مګر اوس ده برباد شوې اولاده د هغویپه ټوله لاره د حشبون نه تر دیبونه پورېتر نوفح چې ده میدبا ته نژدې>
31 نو اسراییلیان د اموریانو په سیمه کې اوسېدل.
32 نو حضرت موسیٰ یو څو نفره ولېږل چې د یعزیر په ښار باندې د حملې دپاره یوه ښه لاره راپیدا کړي. اسراییلیانو هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول او هغه اموریان چې هلته اوسېدل هغوی یې وشړل.
33 بیا اسراییلیان راوګرځېدل او د باشان په لاره باندې روان شول. د باشان پادشاه عوج د خپلو ټولو لښکرو سره روان شو چې په ادرعي کې په هغوی باندې حمله وکړي.
34 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د عوج څخه مه وېرېږه. زه به تاته په هغه، د هغه په ټولو خلکو او خاوره باندې بری درکړم. د هغه سره هغه کار وکړه چې د اموریانو د پادشاه سره دې چې حشبون یې پایتخت ؤ کړی ؤ.>
35 نو اسراییلیانو عوج، د هغه زامن او د هغه ټول خلک ووژل، یو هم ژوندی پاتې نه شو او بیا یې د هغه خاوره ونیوله.