شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 30

حضرت موسیٰ د اسراییلو د قبیلو مشرانو ته د څښتن دغه حکمونه ورکړل:
2 <کله چې یو سړی څښتن ته یو شی نذر ورکوي، یا داسې قسم وخوري چې د ځینو شیانو څخه به ځان لېرې ساتي، نو هغه باید خپله وعده ماته نه کړي، بلکه څه چې یې ویلي دي هغه دې سرته ورسوي.
3 که چېرې یوه پېغله چې د خپل پلار په کور کې اوسیږي څښتن ته کوم شی نذر ورکوي یا داسې وعده کوي چې د ځینو شیانو څخه به ځان لېرې ساتي،
4 که چېرې د هغې پلار له هغې څخه خبر شي او څه ونه وایي، نو هغه باید خپل نذر ورکړي یا خپله وعده پوره کړي.
5 مګر که چېرې د هغې پلار له هغې څخه خبر شي او هغه د نذر ورکولو څخه منع کړي، هغه د خپلې وعدې په پوره کولو باندې مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي ځکه چې پلار یې منع کړې ده.
6 ‏-
7 فرض کړئ یوې پېغلې څښتن ته نذر منلی وي او یا یې کومه وعده کړې وي او بیا واده شي. که چېرې د هغې مېړه د نذر په هکله وروسته خبر شي او څه ونه وایي نو څه چې هغې ویلي دي هغه دې سرته ورسوي، که هغې یې نیت درلود یا نه.
8 مګر که چېرې د هغې مېړه ورڅخه خبر شي او هغه د نذر د پوره کولو څخه منع کړي، نو هغه ښځه د خپلې وعدې په پوره کولو باندې مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي.
9 کونډې او طلاق شوې ښځې باید هر هغه نذر او یا خپله وعده سرته ورسوي چې څښتن سره یې کړې ده.
10 فرض کړئ یوه واده شوې ښځه څښتن ته یو نذر ومني او یا کومه وعده وکړي.
11 که چېرې د هغې مېړه ورڅخه خبر شي او څه ونه وایي، نو هغې ښځې چې کومه وعده کړې یا هر نذر چې هغې منلی وي باید هغه سرته ورسوي.
12 مګر که چېرې د هغې مېړه خبر شي او هغه د نذر د پوره کولو څخه منع کړي، نو هغه یې په سرته رسولو مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي، ځکه چې مېړه یې د نذر پوره کولو څخه منع کړې ده.
13 د هغې مېړه دا حق لري چې کوم نذر هغې منلی دی او یا یې کومه وعده کړې ده، هغه تائید او یا باطل کړي.
14 که چېرې د هغې مېړه په هماغه ورځ د نذر څخه خبر شي او څه ونه وایي، نو د هر شي نذر چې هغې منلی وي او یا یې وعده کړې وي هغه باید سرته ورسوي.
15 مګر که چېرې د هغې مېړه دا نذر وروسته باطل کړي، نو د هغې ګناه به د هغه په غاړه وي.>
16 دا هغه قوانین دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته د هغو نذرونو په باره کې ورکړل چې د پېغلو له خوا چې د پلار په کور کې اوسیږي ورکول کیږي او د هغو ښځو له خوا چې واده شوې وي.