قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 9

تیوه ورځ د جدعون زوی ابیملک خپلو ماما ګانو ته چې په شکیم کې وو ورغی، هغوی او د خپلې مور ټولې طایفې ته یې وویل:
2 <د شکیم د ټولو سړیو څخه پوښتنه وکړئ چې تاسو ته کومه یوه لاره ښه ده؟ چې اویا تنه یعنې د جدعون ټول زامن په تاسو باندې پادشاهي وکړي او که یوازې یو نفر؟ په یاد ساتئ، ابیملک ستاسو خپل هډوکی او خپله وینه ده.>
3 کله چې د هغه ماماګانو دا ټولې خبرې د شکیم خلکو ته وکړې، نو هغوی پرېکړه وکړه چې د ابیملک څخه پیروي وکړي، ځکه چې هغه یې خپلوان ؤ.
4 هغوی هغه ته د بعل بریت له بتخانې څخه اویا مثقاله سپین زر ورکړل او په هغو باندې یې لنډغران اجیر ونیول چې د هغه سره یوځای شي.
5 هغه د خپل پلار کور ته چې په عفره کې ؤ لاړ او د یوې تیږې په سر باندې یې خپل اویا ناسکه ورونه ووژل. خو یوتام چې د جدعون کشر زوی ؤ ځان ورڅخه پټ کړ او ژوندی پاتې شو.
6 بیا د شکیم او بیت ملو ټول سړي سره راغونډ شول او د څېړۍ مقدسې ونې ته چې په شکیم کې وه ورغلل او د ابیملک په سر یې د پادشاهۍ تاج کېښود.
7 کله چې یوتام له دې څخه خبر شو، هغه د جرزیم د غره سرته وخوت او هغوی ته یې چیغې کړې: <د شکیم خلکو ماته غوږ ونیسئ نو خدای به تاسو ته غوږ ونیسي.
8 یو وخت ونې سره راټولې شولې چې د ځانونو دپاره یو پادشاه وټاکي. هغوی د زیتون ونې ته وویل: ته زمونږ پادشاه شه.
9 خو د زیتون ونې په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلو تېلو د تولیدولو څخه چې د خدایانو او انسانانو د احترام دپاره استعمالیږي، لاس واخلم؟
10 بیا ونو د اینځر ونې ته وویل: ته زمونږ پادشاه شه.
11 مګر د اینځر ونې په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلې ښې او خوږې مېوې له تولیدولو څخه لاس واخلم؟
12 بیا ونو د انګورو تاک ته وویل: راځه زمونږ پادشاه شه.
13 خو تاک هم په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلو شرابو د تولیدولو څخه چې خدایان او انسانان خوشالوي، لاس واخلم؟
14 په پای کې ټولو ونو د اغزیو بوټي ته وویل: راځه ته زمونږ پادشاه شه.
15 د اغزیو بوټي په ځواب کې وویل: که چېرې تاسو په رښتیا غواړئ چې زه ستاسو پادشاه شم، بیا راشئ او زما د سیوري لاندې پناه واخلئ. که نه، نو زما د اغزینو څانګو څخه به د اور لمبه پورته شي او حتیٰ د لبنان د صبر ونې به هم وسوزوي.
16 ‏-
18 زما پلار جدعون ستاسو په خاطر خپل ژوند په خطر کې واچاوه، ستاسو دپاره یې جنګ وکړ او تاسو یې د مدیانیانو څخه وژغورلئ. آیا تاسو هغه ته په بدل کې د هغه د کورنۍ سره مهرباني وښودله؟ نه، تاسو داسې ونه کړل. تاسو د هغه د کورنۍ په مقابل کې راپورته شوئ او په هغې تیږې باندې مو د هغه اویا زامن ټول ووژل.آیا دا صحیح کار ؤ چې تاسو ابیملک خپل پادشاه کړ؟ هغه فقط زما د پلار د وینځې زوی دی. خو یوازې په دې خاطر چې هغه ستاسو خپلوان دی، هغه مو د شکیم پادشاه کړ.
19 نو که چېرې هغه کار چې تاسو نن د جدعون او د هغه د کورنۍ سره وکړ، د اخلاص او صداقت له مخې وي، نو بیا تاسو دې د ابیملک څخه خوشاله اوسئ او هغه دې ستاسو څخه خوشاله اوسي.
20 که نه، نو له ابیملک څخه دې د اور لمبه راووزي او د شکیم او بیت ملو سړي دې وسوزوي. او د شکیم او بیت ملو له سړیو څخه دې د اور لمبه راووزي او ابیملک دې وسوزوي.>
21 بیا یوتام وتښتېده او لاړ چې په بئیر کې واوسیږي، ځکه چې هغه د خپل ورور ابیملک څخه وېرېده.
22 ابیملک په اسراییلو باندې درې کاله حکومت وکړ.
23 بیا خدای د ابیملک او د شکیم د خلکو ترمنځ دښمني پیدا کړه او هغوی د ابیملک په مقابل کې خیانت وکړ.
24 دا کار د دې دپاره وشو ترڅو ابیملک او د شکیم خلک چې د هغه سره یې د جدعون د اویا زامنو په قتلولو کې مرسته کړې وه، د خپلو عملونو سزا وویني.
25 د ابیملک په خلاف د شکیم خلکو په غونډیو باندې نفر په کمین کې کېنول او هرڅوک چې به له هغه ځایه تېرېده هغه به یې لوټاوه او ابیملک له دې کار څخه خبر شو.
26 په دې وخت کې جعل د عابد زوی د خپلو ورونو سره شکیم ته کډه وکړه او د هغه ځای اوسېدونکو په هغه باندې اعتبار وکړ.
27 د انګورو د حاصلاتو وخت راورسېده او د شکیم خلک خپلو باغونو ته ورننوتل او انګور یې راټول کړل. د هغو څخه یې شراب جوړ کړل او جشن یې ونیوه. بیا هغوی د خپل خدای عبادتخانې ته لاړل، هلته یې خوراک وکړ او شراب یې وڅښل او په ابیملک باندې یې ملنډې ووهلې.
28 جعل وویل: <مونږ د شکیم خلک څه ډول خلک یو؟ ولې مونږ د ابیملک خدمت کوو؟ هغه څوک دی؟ آیا هغه د جدعون زوی او زبول د هغه مرستیال نه دی؟ مګر مونږ ولې د هغه خدمت وکړو؟ خپل نیکه حمور ته چې ستاسو د طایفې بنسټ یې کېښود، وفادار اوسئ.
29 کاشکې زه ستاسو مشر وای، نو تاسو به مې د ابیملک له شر څخه خلاص کړي وای. ما به هغه ته ویلي وای چې خپل ټول لښکر دې راوغواړه او جنګ ته راووزه!>
30 کله چې د ښار والي زبول د جعل دا خبره واورېده، هغه ډېر په قهر شو.
31 هغه په پټه ابیملک ته استازي ولېږل او استازو ورته وویل: <د عابد زوی جعل د خپلو ورونو سره شکیم ته راغلی دی او هغوی ستا په ضد د ښار اوسېدونکي راپاروي.
32 ته باید د خپلو نفرو سره د شپې راشې او په پټیو کې پټ شې.
33 سبا سهار د لمر خاته په وخت کې پاڅه او په ښار باندې یوه ناڅاپه حمله وکړه. کله چې جعل د خپلو نفرو سره ستا په مقابل کې جګړې ته راووزي، نو ته د هغوی سره په خپل ټول قوت مقابله وکړه.>
34 نو د شپې له خوا ابیملک او د هغه لښکرې روانې شوې، هغوی په څلورو ډلو کې سره تقسیم شول او د شکیم څخه دباندې پټ شول.
35 کله چې ابیملک او د هغه نفرو ولیدل چې جعل راوتلی او د ښار د دروازې په خولې کې ولاړ دی، نو هغوی د خپلو پټو ځایونو څخه راووتل.
36 جعل هغوی ولیدل او زبول ته یې وویل: <ګوره، د غرونو له څوکو څخه خلک راښکته کیږي.>زبول په ځواب کې وویل: <هغه سړي نه دي، هغه یوازې د غرونو سیوري دي.>
37 جعل بیا وویل: <ګوره! خلک د غره څخه راښکته کیږي او بله ډله یې د څېړۍ د ونې په لاره چېرته چې خلک فال ګوري راروانه ده!>
38 بیا زبول هغه ته وویل: <اوس ستا لافې چېرته دي؟ تا به پوښتنه کوله چې ولې باید د ابیملک خدمت وکړو. دا هغه نفر دي چې تا ورباندې ملنډې وهلې. اوس لاړ شه او جګړه ورسره وکړه.>
39 جعل د شکیم نفر راوویستل او له ابیملک سره یې جګړه وکړه.
40 جعل وتښتېد او ابیملک ورپسې شو. د ښار د دروازې تر خولې پورې ډېر نفر ټپیان پراته وو.
41 ابیملک په ارومه کې سکونت اختیار کړ. زبول، جعل او د هغه ورونه له شکیم څخه وویستل، نو هغوی ونه شو کولی چې نور هلته واوسیږي.
42 بله ورځ ابیملک خبر شو چې د شکیم خلک غواړي چې پټیو ته ووزي.
43 نو هغه خپل نفر په دریو ډلو ووېشل او هغوی په پټیو کې پټ شول او انتظار یې کاوه. کله چې هغه ولیدل چې خلک له ښار څخه راوزي، نو هغوی د پټېدلو د ځای څخه راووتل او د شکیم په خلکو باندې یې حمله وکړه.
44 ابیملک د خپلو نفرو سره په بیړه مخکې لاړ چې د ښار دروازه ونیسي، په دې وخت کې نورو دوو ډلو په هغو خلکو باندې چې په پټیو کې وو حمله وکړه او ټول یې ووژل.
45 جنګ ټوله ورځ دوام وموند. هغوی ښار ونیوه او د هغه ځای خلک یې ووژل. ښار یې وران کړ او په ځمکه باندې یې مالګه وشیندله.
46 د دې خبرې په اورېدلو سره کوم ښاریان چې د شکیم په برج کې وو د بعل بریت د بتخانې کلا ته ننوتل.
47 کله چې ابیملک خبر شو چې هغوی هلته راټول شوي دي،
48 نو د خپلو ټولو نفرو سره د صلمون غره ته وخوت. هغه تبر واخیست او یو څو څانګې یې پرې کړې او په خپلو اوږو یې کېښودلې. هغه په خپلو نفرو باندې حکم وکړ: <ژر شئ! کوم کار چې زه یې کوم تاسو یې هم وکړئ!>
49 نو هر سړي له ونې څخه یوه یوه څانګه پرې کړه، بیا هغوی ابیملک پسې روان شول او هغه لرګي یې د کلا په دېوالونو باندې کېښودل او هغه کلا یې وسوزوله. نو د شکیم د کلا ټول خلک چې تقریباً زر تنه نارینه او ښځې وې، مړه شول.
50 بیا ابیملک د تاباز په ښار باندې حمله وکړه. ښار یې محاصره کړ او هغه یې ونیوه.
51 دننه په ښار کې یو قوي برج ؤ چې د ښار ټول سړي او ښځې د مشرانو سره هغه ته وروتښتېدل. د خپلو ځانونو پسې یې دروازې وتړلې او بام ته وختل.
52 کله چې ابیملک راغی چې په برج باندې حمله وکړي، نو دروازو ته ورغی چې برج ته اور واچوي.
53 مګر یوې ښځې د بام له سر څخه د هغه په سر باندې د مېچنې پل راوغورزاوه او د هغه کوپړۍ یې ماته کړه.
54 ابیملک په چالاکۍ سره خپل عسکر ته چې وسلې یې ورسره انتقالولې غږ وکړ: <خپله توره راوباسه او ما ووژنه. زه نه غواړم چې خلک ووایي چې ابیملک د یوې ښځې له لاسه ووژل شو.> نو هغه ځوان د هغه په ګېډه کې توره ورومنډله او هغه مړ شو.
55 کله چې اسراییلیانو ولیدل چې ابیملک مړ دی، نو ټول خپلو کورونو ته لاړل.
56 په دې ډول خدای د ابیملک څخه د هغه جرم بدله واخیسته کوم چې هغه د خپل پلار په مقابل کې کړی ؤ او خپل اویا ورونه یې وژلي وو.
57 همدارنګه خدای د شکیم د خلکو څخه د هغوی د ټولو بدو کارونو بدله واخیسته او د جدعون د زوی یوتام لعنت په هغوی باندې راغی.