قاضيان
څپرکی 7
یوه ورځ سهار وختي جدعون د خپلو ټولو نفرو سره پاڅېده، هغوی لاړل او د حرود د چینې په خوا کې یې خېمې ودرولې. د مدیانیانو کمپ د هغوی شمال خواته د موره غره ته نژدې په یوه دره کې ؤ.
2 څښتن جدعون ته وویل: <ستا نفر ډېر زیات دي. که چېرې تاسو ټول پرېږدم چې د مدیانیانو سره وجنګېږئ او هغوی ته ماتې ورکړئ، نو بیا به اسراییلیان لافې وهي او وایي به چې مونږ په خپل زور خپل ځانونه ژغورلي دي.
3 نو خلکو ته اعلان وکړه او ووایه چې هرڅوک چې ډارن وي او له جنګ څخه وېریږي هغه دې بېرته کور ته لاړ شي او مونږ به دلته د جلعاد په غره کې پاتې شو.> نو دوه ویشت زره نفره بېرته لاړل او یوازې لس زره نفر پاتې شول.
4 څښتن جدعون ته وویل: <ستا نفر اوس هم زیات دي. هغوی ښکته چینې ته بوځه او هلته به هغوی ستا دپاره بېل کړم. زه به تاته ووایم چې څوک درسره لاړ شي او څوک بېرته کور ته لاړ شي.>
5 کله چې جدعون خپل سړي لاندې اوبو ته بوتلل، څښتن هغه ته وویل: <سړي په دوو ډلو ووېشه. په یوه ډله کې هغه ټول واچوه چې اوبه د لاسونو په لپو کې را اخلي او په خپلو ژبو یې لکه د سپیو څټي. په بله ډله کې هغه ټول واچوه چې زنګنونه لاندې لګوي او د ویالې څخه اوبه په خپلو خلو څښي.>
6 یوازې د سړیو درې سوو یې په لاسونو اوبه وڅښلې. نورو ټولو خپل زنګنونه لاندې ولګول او اوبه یې د ویالې نه په خلو وڅښلې.
7 څښتن جدعون ته وویل: <زه به په دغو درې سوه نفرو چې اوبه یې وڅټلې تاسو وژغورم او مدیانیان به درته تسلیم کړم. نور ټول نفر پرېږده چې خپلو کورونو ته لاړ شي.>
8 نو جدعون یوازې درې سوه نفر د ځان سره وساتل او د پاتې نفرو څخه یې خواړه او سرني راټول کړل او هغوی یې خپلو کورونو ته رخصت کړل. د مدیانیانو کمپ د هغوی څخه لاندې په دره کې ؤ.
9 هغه شپه څښتن په جدعون باندې امر وکړ: <پاڅه او د مدیانیانو په کمپ باندې حمله وکړه، زه تاته په هغوی باندې بری درکوم.
10 خو که چېرې ته د حملې کولو څخه وېرېږې، نو د خپل نوکر فوره سره کمپ ته کوز شه.
11 نو ته به د مدیانیانو خبرې واورې چې څه وایي. وروسته به جرأت پیدا کړې چې په کمپ باندې حمله وکړې.> نو هغه د خپل نوکر سره د کمپ پوستې ته کوز شو.
12 مدیانیان، عمالیقیان او د دښتې د قبیلو خلک لکه د ملخانو په شان په دره کې خپاره شوي وو او هغوی د دریاب د شګو په شان بې شمېره اوښان درلودل.
13 کله چې جدعون هلته ورسېده، هغه واورېدل چې یو نفر خپل ملګري ته خپل خوب بیانوي. هغه ویل: <ما خوب ولید چې د اوربشو یوه ډوډۍ راغله او زمونږ په کمپ باندې راورغړېده. خېمه یې ووهله او هغه راچپه شوه او په ځمکه باندې هواره شوه.>
14 د هغه ملګري په ځواب کې وویل: <ستا خوب یوازې یوه معنیٰ لري او هغه دا چې د اسراییلي یوآش زوی جدعون د تورې سره راځي. خدای هغه ته په مدیانیانو او زمونږ په ټولو لښکرو باندې بری ورکړی دی.>
15 کله چې جدعون دا خوب او د هغه تعبیر واورېده، هغه په سجده پرېوت او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا هغه بېرته د اسراییلو کمپ ته ستون شو او غږ یې وکړ: <پاڅئ! څښتن تاسو ته د مدیانیانو په لښکرو باندې بری درکړی دی.>
16 هغه دا درې سوه نفره په دریو ډلو ووېشل او هر یو ته یې یو سرنی او یو خالي منګی چې څراغ په کې ؤ ورکړ.
17 او هغوی ته یې وویل: <کله چې زه کمپ ته ورنژدې شوم، نو ماته ګورئ، هرڅه چې زه کوم تاسو هم همداسې وکړئ.
18 کله چې ما او زما ډلې سرني ووهل، تاسو هم د کمپ په شاوخوا کې سرني ووهئ او چیغې ووهئ: مونږ د څښتن او جدعون دپاره جنګېږو.>
19 جدعون د خپلو سلو نفرو سره د نیمې شپې څخه مخکې د مدیانیانو د کمپ څنډې ته ورسېد، په هماغه وخت کې پهره بدله شوې وه. دوی سرني ووهل او هغه منګي چې په لاسونو کې یې وو هغه یې مات کړل
20 او نورو دوو ډلو هم همداسې وکړل. هغوی ټولو په خپلو چپو لاسونو کې څراغونه نیولي وو او په ښي لاسونو کې یې سرني نیولي وو او چیغې یې وهلې: <د څښتن او د جدعون دپاره توره!>
21 هر نفر په خپل ځای د کمپ شاوخوا کې ولاړ ؤ او د دښمن ټولو لښکرو چیغې وهلې او وتښتېدل.
22 په داسې حال کې چې د جدعون نفرو سرني وهل، څښتن د دښمنانو لښکرې په خپل منځ کې سره په جنګ اخته کړلې او هغوی په یو بل باندې د تورو په واسطه حمله وکړه. هغوی د بیت شطه څخه د صریرت خواته د آبل محولا پورې چې طبات ته نژدې ؤ وتښتېدل.
23 بیا جدعون د نفتالي او اشیر قبیلو او له ټول منسي څخه نفر راوغوښتل او هغوی راغلل او په مدیانیانو پسې شول.
24 جدعون د افرایم ټولې غرنۍ سیمې ته استازي ولېږل چې هغوی ته ووایي: <راکوز شئ او د مدیانیانو په مقابل کې وجنګېږئ. د اردن سیند او ویالې تر بیت باره پورې ونیسئ ترڅو مدیانیان ورڅخه تېر نه شي.> نو د افرایم ټول نفر راغونډ شول او تر بیت باره پورې یې د اردن سیند او ویالې ونیولې.
25 هغوی د مدیانیانو دوه مشران چې غراب او زیب نومېدل ونیول. غراب یې د غراب په ګټ وواژه او زیب یې د شرابو جوړولو په ځای کې چې د زیب په نوم یادېده وواژه. دوی د مدیانیانو تعقیبولو ته دوام ورکړ او د غراب او زیب سرونه یې د اردن د سیند په ختیځ کې جدعون ته راوړل.