قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 17

د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو سړی چې نوم یې میکا ؤ اوسېده.
2 یوه ورځ هغه خپلې مور ته وویل: <آیا هغه یوولس سوه مثقاله سپین زر دې په یاد دي چې ستا څخه غلا شوي وو؟ کله چې تا هغه نفر ته چې هغه یې پټ کړي وو ښېرې وکړلې زه په هغه ځای کې وم. دا کار ما کړی ؤ.>مور یې وویل: <زویه څرنګه چې تا اقرار وکړ نو څښتن دې تاته برکت درکړي!>
3 هغه سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل او هغې وویل: <زه دا سپین زر د خپل زوی له خوا څښتن ته وقف کوم. له دې څخه به د لرګي د بت په جوړولو کې چې د سپینو زرو پوښ به ورته ورکړل شي کار واخیستل شي. نو زه به دا سپین زر بېرته تاته درکړم.>
4 خو هغه دا سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل. هغې دوه سوه مثقاله سپین زر واخیستل او یو زرګر ته یې ورکړل او هغه د لرګي یو بت جوړ کړ او د سپینو زرو پوښ یې ورته ورکړ. بیا یې هغه د میکا په کور کې کېښود.
5 میکا بتخانه درلوده. هغه یو څو بتان او یو سپېڅلی پېشبند جوړ کړ او له خپلو زامنو څخه یې یو تن د خپل کاهن په توګه وټاکه.
6 په هغه زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.
7 په دې وخت کې یو ځوان لاوي ؤ چې د یهودا د بیت لحم په ښارګوټي کې اوسېده.
8 هغه د بیت لحم څخه لاړ چې د اوسېدلو دپاره کوم بل ځای پیدا کړي. هغه په لاره کې د میکا کور ته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ راغی.
9 میکا له هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته د کوم ځای څخه راغلی یې؟>هغه په ځواب کې وویل: <زه لاوي یم او په یهودا کې د بیت لحم یم. د اوسېدلو دپاره ځای لټوم.>
10 میکا وویل: <زما سره واوسېږه او زما مشاور او کاهن شه. زه به تاته په کال کې لس مثقاله سپین زر، یو څه کالي او ډوډۍ درکوم.>
11 ‏-
12 نو هغه ځوان لاوي په دې راضي شو چې د میکا سره واوسیږي او میکا هغه د کاهن په توګه وټاکه. هغه د میکا په کور کې اوسېده او میکا د هغه سره لکه د خپلو زامنو په شان رویه کوله.
13 میکا وویل: <اوس زه پوهېږم چې څښتن به راته برکت راکړي، ځکه چې دغه لاوي زما کاهن دی.>