قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 16

یوه ورځ شمشون د فلسطینیانو ښار غزې ته لاړ او هلته هغه یوه فاحشه ولیدله او د هغې کور ته ورغی چې شپه ورسره تېره کړي.
2 د غزې خلک خبر شول چې شمشون هلته دی. نو هغوی هغه ځای محاصره کړ او هغه ته یې ټوله شپه د ښار په دروازه کې انتظار وکړ. هغوی ټوله شپه غلي وو او د ځانونو سره یې ویل: <مونږ به د سهار تر رڼا کېدلو پورې صبر وکړو او بیا به یې ووژنو.>
3 مګر شمشون تر نیمې شپې پورې هلته په بستره کې پروت ؤ. بیا هغه پاڅېده او د ښار دروازه یې د هغې د چوکاټ سره راونیوله او د اړم او ټولو شیانو سره یې وویستله. هغه یې په خپلو اوږو باندې کېښوده او د هغې غونډۍ سرته یې چې حبرون ته مخامخ وه یوړله.
4 څه موده پس، شمشون په یوې نجلۍ باندې چې دلیله نومېدله مین شو، څوک چې د سورق په دره کې اوسېدله.
5 د فلسطینیانو مشران هغې ته ورغلل او ورته ویې ویل: <شمشون وغولوه چې تاته ووایي چې هغه ولې دومره قوي دی. همدارنګه مونږ څنګه وکولی شو هغه مغلوب کړو ترڅو هغه وتړو او کمزوری یې کړو. که دا کار وکړې نو مونږ هر یو به تاته یوولس سوه مثقاله سپین زر درکړو.>
6 نو دلیلې شمشون ته وویل: <مهرباني وکړه ماته ووایه چې ته ولې دومره قوي یې. څنګه څوک کولی شي چې تا وتړي او کمزوری دې کړي؟>
7 شمشون په ځواب کې وویل: <که چېرې څوک ما د لیندې په اوو نویو مزو باندې چې وچ شوي نه وي وتړي، نو زه به کمزوری شم او د عادي خلکو په شان به شم.>
8 نو فلسطیني مشرانو دلیلې ته د کمان اووه نوي مزي چې وچ شوي نه وو راوړل او هغې شمشون وتاړه.
9 دلیلې یو څو نفره د خپل کور په بله کوټه کې پټ کړي وو، نو هغې شمشون ته غږ وکړ: <سامسونه، فلسطینیان راغلي دي چې تا ونیسي!> مګر شمشون هغه مزي لکه د اومړي په شان چې په اور کې سوزېدلی وي وشکول. نو هغوی د شمشون د زور په راز پوه نه شول.
10 بیا دلیلې شمشون ته وویل: <تا په ما باندې ملنډې ووهلې او درواغ دې راته وویل. اوس ماته ووایه چې تا څنګه څوک تړلی شي.>
11 هغه وویل: <که چېرې څوک ما په داسې رسیو باندې وتړي چې هیڅ کار ورڅخه اخیستل شوی نه وي، نو زه به کمزوری شم او د عادي خلکو په شان به شم.>
12 نو دلیلې نوې رسۍ راواخیستې او شمشون یې ورباندې وتاړه. د مخکې ځل په شان نفر په بله کوټه کې پټ وو. هغې شمشون ته غږ وکړ: <سامسونه، فلسطینیان راغلي دي چې تا ونیسي!> مګر هغه د خپلو لاسونو څخه رسۍ لکه د تارونو په شان وشکولې.
13 بیا دلیلې شمشون ته وویل: <ته تر اوسه پورې په ما باندې ملنډې وهې او ماته درواغ وایې. اوس راته ووایه چې تا څنګه څوک تړلی شي.>هغه په ځواب کې وویل: <که چېرې ته زما د سر اووه کوڅۍ په کارګاه باندې د تار سره واوبې او په یو مېخ باندې یې کلکې کړې، نو زه به د نورو خلکو په شان کمزوری شم.> نو په هغه وخت کې چې هغه ویده ؤ، دلیلې د هغه د سر اووه کوڅۍ له تار سره واوبدلې
14 او په مېخ باندې یې کلکې کړې.هغې بیا شمشون ته غږ وکړ: <سامسونه، فلسطینیان راغلي دي چې تا ونیسي!> هغه د خوب څخه راویښ شو او کارګاه یې د مېخ او تارونو سره راوویستله.
15 نو دلیلې هغه ته وویل: <ته څنګه وایې چې زه درباندې ګرانه یم، حال دا چې ته په ما باندې باور هم نه کوې؟ دا دریم ځل دی چې ته په ما باندې ملنډې وهې او د خپل زور راز دې ماته نه وایې.>
16 دلیلې په دې خبرو باندې چې هره ورځ به یې شمشون ته کولې، هغه ډېر تنګ کړ.
17 نو شمشون آخر هغې ته خپل راز ووایه. هغه وویل: <زما د سر ویښتان هیڅکله خریل شوي نه دي، ځکه چې زه د زېږېدو له وخت څخه خدای ته د نذر په توګه وقف شوی یم. که چېرې زما سر وخریل شي، نو زه به خپل قوت له لاسه ورکړم او د نورو خلکو په شان به کمزوری شم.>
18 کله چې دلیله پوه شوه چې شمشون ورته حقیقت بیان کړ، نو هغې د فلسطینیانو مشرانو ته دا خبر ورولېږه: <تاسو یو ځل بیا راشئ شمشون ماته خپل راز بیان کړ.> نو هغوی راغلل او هغه پیسې چې د هغې سره یې وعده کړې وه له ځانه سره راوړې.
19 دلیلې شمشون په خپل زنګون باندې ویده کړ، بیا هغې یو سړی راوغوښت او د شمشون د ویښتو اووه کوڅۍ یې وخریلې. نو دلیلې هغه کمزوری کړ او هغه خپل قوت له لاسه ورکړ.
20 بیا هغې شمشون ته غږ کړ: <سامسونه، فلسطینیان راغلي دي چې تا ونیسي!> هغه له خوبه راویښ شو او فکر یې وکړ چې زه به د مخکې په شان په یو ټکان سره خپل ځان ازاد کړم. مګر شمشون نه پوهېده چې څښتن هغه پرېښی ؤ.
21 فلسطینیانو هغه ونیوه، سترګې یې ورڅخه وویستلې او غزې ته یې یووړ. هلته هغوی شمشون په برنجي زولنو وتاړه، په زندان کې یې واچاوه او مجبور یې کړ چې غلې دانې مېچن کړي.
22 مګر له خریلو څخه وروسته د هغه ویښتانو بیا په راشنه کېدلو شروع وکړه.
23 د فلسطینیانو مشران سره راغونډ شول چې جشن ونیسي او خپل خدای داجون ته یوه لویه قرباني وړاندې کړي. هغوی وویل: <زمونږ خدای مونږ ته په خپل دښمن شمشون باندې بری راکړی دی!>
24 ‏-
25 هغوی خوشالي کوله او ویې ویل: <شمشون ته غږ کړئ چې خپل ساعت ورباندې تېر کړو!> کله چې هغوی شمشون له زندان څخه راوویست، هغه یې مجبور کړ چې د دوی دپاره ساعت تېري جوړه کړي، نو هغه یې د ستنو ترمنځ ودراوه. کله چې خلکو هغه ولید، نو د خپل خدای ستاینه یې وکړه او ویې ویل: <زمونږ خدای مونږ ته په خپل هغه دښمن باندې بری راکړی دی چې زمونږ هېواد یې وران کړ او زمونږ ډېر خلک یې ووژل!>
26 شمشون هغه هلک ته چې دی یې له لاسه نیولی ؤ وویل: <ما پرېږده چې په هغو ستنو باندې لاس کېږدم چې دغه ودانۍ ورباندې ولاړه ده. زه غواړم چې تکیه ورباندې وکړم.>
27 هغه عبادتخانه له سړیو او ښځو څخه ډکه وه. د فلسطینیانو ټول مشران هلته موجود وو او په بام باندې نژدې درې زره سړي او ښځې وې چې شمشون ته یې کتل چې د هغوی دپاره یې ساعت تېري کوله.
28 بیا شمشون څښتن ته دعا وکړه: <ای څښتن تعالیٰ، ما در په یاد کړه. ای خدایه یوازې یو ځل بیا ماته قوت راکړه چې د فلسطینیانو څخه د خپلو سترګو بدل واخلم.>
29 نو شمشون هغه دوه منځنۍ ستنې چې ودانۍ ورباندې ولاړه وه ونیولې، یو لاس یې په یوې او بل لاس یې په بلې ستنې باندې کېښود. ستنې یې ټېل وهلې
30 او چیغې یې کړې: <پرېږده چې د فلسطینیانو سره یو ځای مړ شم!> هغه په خپل ټول قوت سره ستنې ټېل وهلې او هغه ودانۍ په ټولو مشرانو او نورو خلکو باندې چې په هغه ځای کې وو راولوېده. نو په دې ډول د هغو خلکو شمېر چې شمشون د خپل مرګ په وخت کې ووژل د هغو خلکو څخه زیات ؤ کوم چې هغه په خپل ټول ژوندانه کې وژلي وو.
31 د هغه ورونه او پاتې کورنۍ راغله چې د هغه مړی یوسي. هغوی د شمشون مړی بېرته یووړ او د خپل پلار مانوح په هدیره کې یې چې د زرعه او اشتاول ترمنځ پرته وه، ښخ کړ. شمشون شل کاله د اسراییلو مشر ؤ.