قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 13

اسراییلیانو یو ځل بیا د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. نو څښتن فلسطینیان پرېښودل چې څلوېښت کاله په هغوی باندې حکومت وکړي.
2 په هغه وخت کې د زرعه په ښارګوټي کې یو سړی اوسېده چې نوم یې مانوح ؤ او د دان له قبیلې څخه ؤ. د هغه ښځه شنډه وه او اولاد یې نه درلود.
3 یوه ورځ د څښتن فرښته هغې ښځې ته ښکاره شوه او ورته ویې ویل: <ته شنډه او بې اولاده یې. خو ژر به امیدواره شې او زوی به وزېږوې.
4 پام کوه چې هیڅ شراب یا بیر ونه څښې او حرام شیان ونه خورې.
5 کله چې ستا زوی وشو نو هیڅکله باید د هغه ویښتان ونه خرایې، ځکه چې هغه به د زېږېدو له ورځې څخه د نذر په توګه خدای ته وقف شي. هغه به اسراییل د فلسطینیانو څخه وژغوري.>
6 بیا هغه ښځه خپل مېړه ته ورغله او ورته ویې ویل: <ماته یو نبي راغی. هغه د خدای د فرښتې په شان ښکارېده او ډېر هیبتناک ؤ. ما له هغه څخه دا پوښتنه ونه کړه چې ته له کوم ځای څخه راغلی یې او هغه هم ماته خپل نوم ونه ښوده.
7 خو هغه راته وویل: ته به امیدواره شې او یو زوی به وزېږوې. شراب یا بیر به نه څښې او حرام شیان به نه خورې، ځکه چې دا هلک به له زېږېدو څخه نیولې د مړینې تر ورځې پورې د نذر په توګه څښتن ته وقف وي.>
8 بیا مانوح څښتن ته دعا وکړه او ویې ویل: <ای څښتنه، زه تاته سوال کوم، هغه نبي چې تا رالېږلی ؤ هغه پرېږده چې یو ځل بیا راشي او مونږ ته وښایي چې کله هغه هلک پیدا شي د هغه پالنه څنګه وکړو.>
9 خدای د مانوح غوښتنه قبوله کړه او په داسې حال کې چې هغه ښځه په پټي کې ناسته وه، فرښته بېرته هغې ته راغله. په هغه وخت کې د هغې مېړه مانوح له هغې سره نه ؤ.
10 نو هغه په منډه خپل مېړه ته ورغله او ویې ویل: <هغه سړی چې هغه ورځ ماته ښکاره شوی ؤ هغه بیا راغلی دی.>
11 مانوح د خپلې ښځې سره روان شو او هغه سړي ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا ته هغه سړی یې چې زما د ښځې سره یې خبرې کړې وې؟>هغه په ځواب کې وویل: <هو.>
12 بیا مانوح وویل: <کله چې ستا خبرې رښتیا شي، هغه هلک باید څه وکړي؟ هغه باید څه قسم ژوند وکړي؟>
13 د څښتن فرښتې په ځواب کې وویل: <ستا ښځه باید زما په ټولو خبرو باندې عمل وکړي.
14 هر شی چې د انګورو څخه جوړیږي هغه باید ونه خوري. هغه دې نه شراب څښي، نه بیر او نه دې حرام شیان خوري. هرڅه چې مې ورته ویلي دي په هغو باندې دې عمل وکړي.>
15 ‏-
16 مانوح په دې نه پوهېده چې هغه د څښتن فرښته وه. نو هغې ته یې وویل: <مهرباني وکړه تر هغه وخته پورې دلته پاتې شه ترڅو مونږ تاته یو سېرلی تیار کړو.>مګر فرښتې په ځواب کې وویل: <که زه پاتې هم شم، ستا ډوډۍ به ونه خورم. خو که چېرې ته غواړې هغه تیاره کړې نو هغه د یوې نذرانې په توګه څښتن ته وسوزوه.>
17 مانوح وویل: <ستا نوم څه دی؟ کله چې ستا خبرې رښتیا شي نو بیا به مونږ ستا عزت کوو.>
18 فرښتې پوښتنه وکړه: <ته ولې غواړې چې زما نوم وپېژنې؟ ځکه چې زما د نوم په معنیٰ باندې پوهېدل د انسان د قدرت څخه وتلی کار دی.>
19 نو مانوح یو سېرلی او یو څه غلې دانې واخیستل او په یو ګټ باندې یې څښتن ته وړاندې کړل. څښتن د مانوح او د هغه د ښځې د سترګو په وړاندې داسې عجیبه کار وکړ:
20 ‏-
21 څنګه چې د اور لمبه د قربانۍ د ځای څخه د اسمان په لوري پورته شوه، نو مانوح او د هغه ښځې ولیدل چې د څښتن فرښته هم په هغې لمبې کې اسمان ته پورته شوه. نو بیا مانوح پوه شو چې هغه سړی د څښتن فرښته وه او مانوح او د هغه ښځه په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل. هغوی بیا هیڅکله هغه فرښته ونه لیدله.
22 مانوح خپلې ښځې ته وویل: <مونږ به په رښتیا سره مړه شو، ځکه چې خدای مو لیدلی دی!>
23 مګر د هغه ښځې په ځواب کې وویل: <که چېرې څښتن زمونږ د وژلو نیت درلودلی، نو هغه به زمونږ نذرانې قبولې کړې نه وای او نه به یې مونږ ته دا ټول شیان ښودلي وای او نه به یې مونږ ته په دې وخت کې دا خبرې کړې وای.>
24 هغې ښځې یو هلک وزېږاوه او په هغه باندې یې شمشون نوم کېښود. هغه لوی شو او څښتن هغه ته برکت ورکړ.
25 او هغه وخت چې شمشون د زرعه او اشتاول ترمنځ د دان په کمپ کې ؤ، د څښتن روح د هغه په قوي کولو شروع وکړه.