قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 12

تد افرایم نفر د جګړې دپاره تیار شول. هغوی د اردن له سیند څخه صافون ته پورې وتل او یفتاح ته یې وویل: <کله چې ته د عمونیانو سره د جګړې دپاره تللې، مونږ دې ولې د مرستې دپاره راونه غوښتلو؟ اوس به مونږ ستا کور ستا سره یوځای وسوزوو!>
2 مګر یفتاح هغوی ته وویل: <ما او زما قوم د عمونیانو سره سخته شخړه درلوده. ما ستاسو څخه مرسته وغوښتله، خو تاسو زمونږ سره مرسته ونه کړه.
3 کله چې ما ولیدل چې تاسو مرسته نه کوئ، نو ما خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د هغوی سره د جګړې دپاره له سرحد څخه واوښتلم او څښتن ماته په هغوی باندې بری راکړ. اوس راغلي یئ چې زما سره جګړه وکړئ؟>
4 خو د افرایم خلکو وویل: <تاسو د جلعاد خلک فقط د افرایم مهاجرین یئ. او اوس هم په هغې خاوره کې اوسېږئ چې هغه د افرایم او منسي خاوره ده.>نو یفتاح د جلعاد لښکرې سره راټولې کړلې. بیا هغوی حمله وکړه او د افرایم لښکرو ته یې ماتې ورکړه.
5 جلعادیانو د اردن د سیند څخه د تېرېدلو ټولې لارې ونیولې چې د افرایمیانو د تېښتې مخه ونیسي. نو کله به چې د افرایمیانو څخه کوم یو غوښتل چې د اردن له سیند څخه تېر شي، نو د جلعاد خلکو به ورڅخه پوښتنه کوله چې <آیا ته افرایمی یې؟> که چېرې هغه به وویل چې <نه!>،
6 نو هغوی به ویل چې <صحیح ده، ته شبولت ووایه.> مګر هغه به <سبولت> ویل ځکه چې هغه به یې صحیح نه شو تلفظ کولی، نو هغه نفر به یې نیوه او هلته به یې واژه. په هغه وخت کې دوه څلوېښت زره افرایمیان د اردن د سیند په غاړه ووژل شول.
7 یفتاح شپږ کاله د اسراییلو مشري وکړه. بیا هغه مړ شو او په جلعاد کې په خپل ښارګوټي کې ښخ کړای شو.
8 له یفتاح څخه وروسته ابصان چې د بیت لحم څخه ؤ د اسراییلو مشري وکړه.
9 هغه دېرش زامن او دېرش لورګانې درلودلې. هغه خپلې لورګانې نورو طایفو ته په نکاح ورکړې او د نورو طایفو څخه یې دېرش انجونې راوستلې چې خپلو زامنو ته یې په نکاح کړي. ابصان اووه کاله د اسراییلو مشري وکړه.
10 بیا هغه مړ شو او په بیت لحم کې ښخ کړای شو.
11 له ابصان څخه وروسته ایلون چې د زبولون د قبیلې څخه ؤ لس کاله د اسراییلو مشري وکړه.
12 بیا هغه مړ شو او د زبولون د سیمې په ایالون نومي ځای کې ښخ کړای شو.
13 له ایلون څخه وروسته د هلیل زوی عبدون چې د فرعتون څخه ؤ د اسراییلو مشر شو.
14 هغه څلوېښت زامن او دېرش لمسیان درلودل چې هر یو به په خپل خر سپرېده. عبدون اته کاله د اسراییلو مشري وکړه.
15 بیا هغه مړ شو او د افرایم په سیمه فرعتون کې چې د عمالیقیانو په غرنۍ سیمه کې پروت ؤ ښخ کړای شو.