قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 20

بیا ټول اسراییلیان په شمال کې د دان څخه په جنوب کې تر بئرشبع پورې او همدارنګه د جلعاد د خاورې څخه په یوه لویه غونډه کې په مصفه کې د څښتن په حضور کې سره راټول شول.
2 د هغوی شمېر د پیاده عسکرو او مشرانو سره څلور لکه تنه وو چې په هغه ځای کې د څښتن په حضور کې د هغه د قوم په غونډه کې حاضر وو.
3 بنیامینیان خبر شول چې ټول اسراییلیان په مصفې کې سره راغونډ شوي دي. اسراییلیانو د وژل شوې ښځې د مېړه څخه پوښتنه وکړه: <مونږ ته ووایه چې دا ناوړه پېښه څنګه رامنځته شوه.>
4 هغه لاوي چې ښځه یې وژل شوې وه په ځواب کې وویل: <زه او زما وینځه جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې ده د شپې تېرولو دپاره لاړو.
5 د شپې د جبعې سړي زما پسې راغلل او کور یې محاصره کړ. هغوی زما د وژلو نیت درلود، خو د دې په ځای هغوی زما وینځه بې عزته کړه او هغه مړه شوه.
6 ما د هغې مړی راواخیست او هغه مې ټوټې ټوټې کړ او بیا مې د هغې هره ټوټه د اسراییلو د دولسو قبیلو څخه هرې قبیلې ته ولېږله، ځکه چې د جبعه سړیو په اسراییلو کې داسې سپک او شرمناکه کار کړی دی.
7 اوس تاسو د اسراییلو ټول قوم باید په خپله فیصله وکړئ چې په دې باره کې څه وکړو!>
8 ټول خلک یوځای پاڅېدل او ویې ویل: <زمونږ څخه به هیڅوک خپلې خېمې یا خپل کور ته نه ځي.
9 مونږ به داسې کار وکړو چې پچه به واچوو او په جبعې باندې د حملې دپاره به یو څو نفره وټاکو.
10 د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه به د هرو سلو نفرو څخه لس نفره لښکر ته ډوډۍ رسوي او نور دې لاړ شي او د جبعې خلکو ته دې د هغه ناوړه کار په خاطر سزا ورکړي کوم چې هغوی په اسراییلو کې کړی دی.>
11 نو د اسراییلو ټول سړي د یو مقصد دپاره سره راغونډ شول چې په ښارګوټي باندې حمله وکړي.
12 اسراییلیانو د بنیامین د قبیلې ټولې سیمې ته استازي ولېږل چې ورته ووایي: <تاسو ولې داسې جرم کړی دی؟
13 اوس د جبعې هغه بدکاره سړي مونږ ته تسلیم کړئ ترڅو هغوی ووژنو او د اسراییلو څخه دا بدي لېرې کړو.> مګر بنیامینیانو د خپلو نورو اسراییلي ورونو خبرو ته غوږ ونه نیوه.
14 هغوی د بنیامین د ټولو ښارګوټو څخه راغلل او په جبعې کې سره راغونډ شول چې د اسراییلیانو په مقابل کې جګړه وکړي.
15 ‏-
16 په هغه ورځ هغوی د خپلو ښارګوټو څخه شپږویشت زره عسکر راوغوښتل. برسېره پردې، د جبعې اوسېدونکو اووه سوه خاص نفر چې چپ لاسي وو وټاکل. د هغوی څخه هر یو د مچنوغزې په تیږه باندې د ویښته یو تار هم ویشتلی شو او هیڅ شی ورڅخه نه خطا کېده.
17 اسراییلیانو څلور لکه روزل شوي عسکر سره راغونډ کړل چې په هغو کې بنیامینیان شامل نه وو.
18 اسراییلیان په بیت ئیل کې د عبادت ځای ته لاړل او هلته یې له خدای څخه پوښتنه وکړه: <کومه قبیله به اول په بنیامینیانو باندې حمله کوي؟>څښتن په ځواب کې وویل: <د یهودا قبیله.>
19 سبا سهار وختي اسراییلیان روان شول او د جبعې ښارګوټي ته نژدې یې خېمې ودرولې.
20 هغوی لاړل چې د بنیامین په لښکرو باندې حمله وکړي او جبعې ته مخامخ یې د جګړې دپاره سنګرونه ونیول.
21 د بنیامین لښکر له ښارګوټي څخه راووت او په هغه ورځ یې د جګړې په ډګر کې دوه ویشت زره اسراییلیان ووژل.
22 ‏-
23 نو اسراییلیان د عبادت ځای ته لاړل او تر ماښامه پورې یې د څښتن په حضور کې وژړل. د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا مونږ بیا لاړ شو او د خپلو بنیامیني ورونو په مقابل کې وجنګېږو؟>څښتن په ځواب کې وویل: <هو.>نو د اسراییلو لښکرو جرأت پیدا کړ او بیا یې خپل عسکر په هماغه ځای کې چې یوه ورځ مخکې په کې وو ځای په ځای کړل.
24 نو اسراییلیان د دوهم ځل دپاره ووتل چې د بنیامینیانو د عسکرو په مقابل کې وجنګیږي.
25 په هماغه ورځ بنیامینیان د جبعې څخه راووتل او دا ځل یې اتلس زره روزل شوي اسراییلي عسکر ووژل.
26 بیا د اسراییلو ټول خلک بیت ئیل ته لاړل او هلته یې وژړل. هغوی د څښتن په حضور کې کښېناستل، تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله او څښتن ته یې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې.
27 ‏-
28 په هغو ورځو کې د لوظ صندوق په بیت ئیل کې ؤ او فینحاس چې د العازار زوی او د هارون لمسی ؤ، په هغه ځای کې کاهن ؤ. اسراییلیانو له څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا مونږ بیا لاړ شو او د خپلو بنیامیني ورونو سره وجنګېږو او که نه؟>څښتن په ځواب کې وویل: <هو، لاړ شئ. زه به سبا تاسو ته په هغوی باندې بری درکړم.>
29 نو اسراییلیانو د جبعې په شاوخوا کې کمین ونیوه.
30 په درېمه ورځ هغوی د بنیامینیانو په مقابل کې ووتل او د مخکې ځل په شان یې خپل عسکر جبعې ته مخامخ ځای په ځای کړل.
31 بنیامینیان د هغوی سره د مقابلې دپاره راووتل. اسراییلیان په شا لاړل او بنیامینیان د هغوی پسې شول او د ښار څخه لېرې شول. هغوی د مخکې ځل په شان د اسراییلیانو په وژلو پیل وکړ. په بانډو او په هغو لارو باندې چې بیت ئیل او جبعې ته تللې وې، دېرش تنه اسراییلیان ووژل شول.
32 بنیامینیانو وویل: <مونږ هغوی ته د مخکې ځل په شان ماتې ورکړه.>مګر اسراییلیانو داسې پلان جوړ کړی ؤ چې په شا لاړ شي او هغوی د ښارګوټي څخه لارو ته وباسي.
33 نو کله چې د اسراییلو اصلي لښکر په شا شو او په بعل تامار کې بیا سره راغونډ شول، نو هغه اسراییلیان چې د جبعې په لوېدیځ کې په کمین کې پټ وو د خپلو ځایونو څخه په منډه راووتل.
34 لس زرو خاصو نفرو چې د ټولو اسراییلو څخه غوره شوي وو په جبعې باندې حمله وکړه او جګړه ډېره سخته وه. بنیامینیان نه پوهېدل چې د هغوی بربادي نژدې ده.
35 نو څښتن د اسراییلو سره مرسته وکړله چې بنیامینیانو ته ماتې ورکړي. په هغه ورځ اسراییلیانو پنځه ویشت زره او سل تنه ووژل.
36 نو بنیامینیان پوه شول چې هغوی ماتې خوړلې ده.د اسراییلیانو د لښکرو اصلي ډله د بنیامینیانو څخه بېرته په شا لاړله، ځکه چې هغوی په خپلو نفرو باندې چې د جبعې په شاوخوا کې یې کمین نیولی ؤ تکیه درلودله.
37 بیا هغو نفرو چې په کمین کې وو له هرې خوا څخه په جبعې باندې حمله وکړه او د هغه ښارګوټي ټول اوسېدونکي یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه.
38 د اسراییلو اصلي لښکر او هغه پټ شویو نفرو په خپل منځ کې یوه نښه ټاکلې وه. کله چې هغوی زیات لوګي ولیدل چې د ښارګوټي څخه پورته کیږي،
39 نو کوم اسراییلیان چې د ښارګوټي څخه دباندې وو هغه به راګرځي او په بنیامینیانو باندې به حمله کوي. تر دغه وخته پورې بنیامینیانو دېرش تنه اسراییلیان وژلي وو. هغوی له خپلو ځانونو سره ویل: <هو، مونږ هغوی ته د مخکې ځل په شان ماتې ورکړه.>
40 خو کله چې بنیامینیانو شاته وکتل او ویې لیدل چې د ښارګوټي له هر طرف څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي،
41 نو بیا اسراییلیان راوګرځېدل او په هغوی باندې یې حمله وکړه. بنیامینیان پوه شول چې یوه بلا ورباندې راتلونکې ده نو هغوی وارخطا شول.
42 هغوی د اسراییلیانو څخه په شا لاړل او د دښتې خواته په منډو شول، مګر ویې نه شو کولی چې وتښتي. هغوی د اصلي لښکر او هغو نفرو ترمنځ راګېر شول چې د ښارګوټي څخه راوتل، نو هغوی له منځه لاړل.
43 اسراییلیانو بنیامینیان محاصره کړل او په دوامداره توګه یې د جبعې تر ختیځه پورې تعقیب کړل او په لاره کې یې ووژل.
44 د بنیامینیانو اتلس زره زړور عسکر ووژل شول.
45 هغه نفر چې ژوندي پاتې وو هغوی په دښته کې د رمون د ګټ په لوري وتښتېدل، خو اسراییلیانو په لاره باندې د هغوی پنځه زره تنه ووژل. هغوی تر جدعوم پورې د بنیامینیانو پسې شول او دوه زره تنه یې نور هم ووژل.
46 په هغه ورځ د بنیامینیانو پنځه ویشت زره نفر ووژل شول. هغوی ټول زړور عسکر وو.
47 خو یوازې شپږ سوه تنو وکولی شول چې په دښته کې د رمون ګټ ته وتښتي او څلور میاشتې هغوی هلته پاتې شول.
48 اسراییلیان د پاتې بنیامینیانو پسې راوګرځېدل او هغوی ټول یې د سړیو، ښځو، ماشومانو او حیواناتو سره ووژل او په هغه سیمه کې یې ټول ښارګوټي وسوزول.