قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 18

په هغې زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود. د دان قبیلې یو ځای لټاوه چې په کې واوسیږي، ځکه چې هغوی لا تر هغه وخته پورې د اسراییلو د قبیلو په منځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې نه وه.
2 نو د دان د قبیلې خلکو د خپلو طایفو څخه پنځه تنه جنګي نفر له زرعه او اشتاول څخه ولېږل چې د هغې خاورې وضع وڅېړي چې هغوی غوښتل په کې واوسیږي. کله چې هغه نفر د افرایم غرنۍ سیمې ته ورسېدل نو د میکا کور ته راغلل او هلته یې شپه تېره کړه.
3 هغوی په هغه ځای کې د ځوان لاوي لهجه وپېژندله، نو هغوی ورغلل او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ته دلته څه کوې؟ چا دلته راوستی یې؟>
4 هغه ځواب ورکړ: <ما د میکا سره یو قرارداد کړی دی او هغه ماته د کاهنتوب د خدمت په بدل کې اجوره راکوي.>
5 بیا هغوی ورته وویل: <مهرباني وکړه د خدای څخه سوال وکړه چې مونږ به په دې سفر کې بریالي شو که نه.>
6 کاهن هغوی ته په ځواب کې وویل: <په خیر لاړ شئ، څښتن به تاسو په دې سفر کې وساتي.>
7 نو هغه پنځه نفره روان شول او د لایش ښار ته لاړل. هغوی ولیدل چې د هغه ځای خلک د صیدونیانو په شان په سوله او امن کې ژوند کوي. هغوی ارام خلک وو او په خاطر جمعۍ سره یې ژوند تېراوه. د هغوی سره د هیڅ شي کمی نه ؤ. هغوی له صیدونیانو څخه لېرې اوسېدل او د بل چا سره یې معامله نه درلودله.
8 کله چې هغه نفر بېرته زرعه او اشتاول ته راستانه شول، نو خلکو ورڅخه پوښتنه وکړه چې <تاسو څه خبر راوړی دی؟>
9 هغوی په ځواب کې وویل: <راځئ چې په لایش باندې حمله وکړو. مونږ هغه ځمکه ولیدله، هغه ډېره ښه ځمکه ده. زړه نازړه کېږئ مه! لاړ شئ او هغه ونیسئ!
10 کله چې هلته ورسېدلئ، تاسو به ووینئ چې هغه بې غمه خلک دي. هغه یو لوی وطن دی هرڅه چې وغواړئ هلته شته او خدای هغه تاسو ته درکړی دی.>
11 نو د دان د قبیلې څخه شپږ سوه تنه د جګړې دپاره تیار شول او د زرعه او اشتاول څخه روان شول.
12 هغوی لاړل او د یهودا د قریت یعاریم د ښار په لوېدیځ کې یې خېمې ودرولې. په دې خاطر هغه ځای تر نن ورځې پورې د دان د کمپ په نوم یادیږي.
13 بیا هغوی له هغه ځای څخه لاړل او د میکا کور ته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ ورغلل.
14 هغو پنځو نفرو چې د لایش خاوره یې کتلې وه خپلو ملګرو ته وویل: <آیا تاسو پوهېږئ چې له دغو کورونو څخه په یو کور کې د لرګیو بت دی چې د سپینو زرو پوښ ورته ورکړل شوی دی؟ هلته نور بتان او سپېڅلی پېشبند هم شته. تاسو څه فکر کوئ چې څه باید وکړو؟>
15 نو هغوی د میکا کور ته چې هغه ځوان لاوي په کې اوسېده ننوتل او د هغه لاوي څخه یې د هغه د احوال پوښتنه وکړه.
16 په دې وخت کې د دان شپږ سوه عسکر چې په وسلو باندې سمبال وو، د دروازې په خوله کې ولاړ وو.
17 په داسې حال کې چې کاهن د شپږ سوه وسله والو نفرو سره د دروازې په خوله کې ولاړ ؤ، هغه پنځه جاسوسان دننه ننوتل او په سپینو زرو باندې پوښل شوی بت، نور بتان او سپېڅلی پېشبند یې راواخیستل.
18 کله چې کاهن ولیدل چې دا نفر سپېڅلي شیان وړي، نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <تاسو څه کوئ؟>
19 هغوی وویل: <غلی شه! خوله دې بنده کړه! زمونږ سره راځه او زمونږ کاهن او مشاور شه. تاته کومه خبره ښه ښکاري، چې د یو نفر د کورنۍ کاهن شې او که د اسراییلو د یوې قبیلې کاهن شې؟>
20 په دې خبره کاهن ډېر خوشاله شو. نو هغه سپېڅلي شیان واخیستل او د هغوی سره لاړ.
21 هغوی خپل ماشومان، حیوانات او خپله شتمني مخکې کړل او په خپله لاره روان شول.
22 کله چې هغوی د میکا له کور څخه یو څه لېرې لاړل، نو میکا خپل ګاونډیان د جګړې دپاره راوغوښتل او هغوی د دان د نفرو پسې روان شول.
23 څنګه چې هغوی ته ورورسېدل نو غږ یې ورباندې وکړ چې ودریږي. د دان نفر راوګرځېدل او له میکا څخه یې پوښتنه وکړه: <څه خبره ده؟ دا نفر دې ولې راغونډ کړي دي او مونږ تعقیبوې؟>
24 میکا په ځواب کې وویل: <تاسو زما کاهن او هغه خدایان چې ما جوړ کړي وو، یوړل. هیڅ شی مو راته نه دی پریښی. بیا څنګه زما څخه پوښتنه کوئ چې څه خبره ده؟>
25 د دان سړیو په ځواب کې وویل: <زمونږ سره بحث مه کوه هسې نه چې زمونږ ځینې بدخویه نفر درباندې حمله وکړي او ته او ستا کورنۍ به ووژل شي.>
26 نو بیا د دان سړي په خپله لاره روان شول. میکا ولیدل چې هغوی ورباندې ډېر قوي دي، نو هغه بېرته خپل کور ته ستون شو.
27 ‏-
28 کله چې د دان سړیو کاهن او هغه شیان چې میکا جوړ کړي وو یوړل، نو هغوی د لایش په ښارګوټي باندې چې ارام او بې غمه خلک په کې اوسېدل حمله وکړه. هغه ښارګوټی بیت رحوب ته نژدې په یوه دره کې ؤ. هغوی خلک ووژل او ښارګوټی یې وسوزاوه. هیڅوک نه ؤ چې هغوی وژغوري، ځکه چې هغوی د صیدون څخه لېرې اوسېدل او د نورو خلکو سره یې سروکار نه درلود. د دان سړیو هغه ښارګوټی بېرته ودان کړ او په کې واوسېدل.
29 د هغه ښارګوټي نوم یې د لایش څخه په دان باندې بدل کړ، یعنې د یعقوب د زامنو څخه د یو زوی په نوم چې د هغوی د قبیلې نیکه ؤ.
30 د دان سړیو د خپلو ځانونو دپاره د میکا بت ودراوه او یوناتان د جرشوم زوی او د موسیٰ لمسي د دان د قبیلې دپاره د کاهن په توګه خدمت کاوه. د هغه اولادې تر هغې پورې د کاهنانو په توګه خدمت کاوه ترڅو چې هغه خلک جلاوطنه شول.
31 سره له دې چې د خدای کور په شیلوه کې ؤ، خو د دان خلکو هغه بت ته عبادت کاوه چې میکا جوړ کړی ؤ.