قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 6

د اسراییلو قوم یو ځل بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو، نو څښتن د مدیانیانو قوم پرېښود چې په هغوی باندې اووه کاله حکومت وکړي.
2 مدیانیان دومره ظالمان وو چې د اسراییلو خلک د هغوی څخه په سمڅو او د غونډیو په نورو خوندي ځایونو کې پټېدل.
3 هرکله چې به اسراییلیانو خپل فصلونه کرل، نو مدیانیان، عمالیقیان او د دښتې د قبیلو خلک به راتلل او په هغوی باندې به یې حمله کوله.
4 دوی په هغه ځمکه کې خېمې ودرولې او د ځمکې حاصلات به یې تر غزې پورې له منځه وړل. له هغوی څخه به یې ټول پسونه، غوایان او خره بیول او د اسراییلیانو دپاره یې هیڅ شی نه پرېښود چې ژوند ورباندې وکړي.
5 هغوی به د خپلو څارویو او خېمو سره لکه د ملخانو په شان راتلل. هغوی او د هغوی د اوښانو شمېر دومره زیات ؤ چې حساب یې نه شو کېدلی. دوی به راتلل او ځمکه به یې ویجاړوله
6 او اسراییلیان د هغوی په مقابل کې بې وسه شول.
7 نو د اسراییلو قوم د مدیانیانو په ضد څښتن ته د مرستې دپاره فریاد وکړ
8 او هغه ورته یو پیغمبر راولېږه چې هغوی ته یې د اسراییلو د څښتن خدای له خوا دا پیغام راوړ: <ما تاسو د مصر یعنې د هغه هېواد څخه چې په کې غلامان وئ، راوویستلئ.
9 تاسو مې د مصریانو او هغو ټولو خلکو څخه چې په دې خاوره کې یې په تاسو باندې ظلم کاوه وژغورلئ. هغوی مې ستاسو له مخې څخه لېرې کړل او د هغوی ځمکه مې تاسو ته درکړه.
10 تاسو ته مې وویل چې زه ستاسو څښتن خدای یم او که څه هم تاسو د اموریانو په خاوره کې اوسېږئ، مګر د هغو د خدایانو عبادت مه کوئ. خو تاسو زما خبرو ته غوږ ونه نیوه.>
11 یوه ورځ د څښتن فرښته د عفره کلي ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې چې د یوآش ابیعزري ونه وه کښېناستله. د یوآش زوی جدعون په پټه د شرابو په ګاڼۍ کې غنم ټکول چې مدیانیان یې ونه ویني.
12 په هغه ځای کې د څښتن فرښته جدعون ته ښکاره شوه او ویې ویل: <ای زړور او قوي سړیه، څښتن ستا سره مل دی.>
13 جدعون په ځواب کې وویل: <خو ښاغلیه، که چېرې څښتن له مونږ سره مل وي، نو دا هرڅه ولې زمونږ سره وشول؟ څه شولې د هغه حېرانوونکې معجزې د کومو په هکله چې به زمونږ پلرونو مونږ ته قصې کولې او داسې به یې ویل چې څښتن څنګه مونږ له مصر څخه راوویستلو؟ خو اوس یې مونږ پریښي یو او مدیانیانو ته یې په لاس ورکړي یو.>
14 بیا څښتن هغه ته مخ ورواړاوه او ویې ویل: <په خپل ټول قوت سره چې لرې یې، لاړ شه او اسراییلیان له مدیانیانو څخه وژغوره. زه په خپله تا لېږم.>
15 جدعون په ځواب کې وویل: <خو څښتنه، زه څنګه کولی شم چې اسراییلیان وژغورم؟ د منسي په قبیله کې زما کورنۍ له ټولو څخه کمزورې ده او زه په خپله کورنۍ کې له ټولو څخه وړوکی نفر یم.>
16 څښتن په ځواب کې وویل: <ته دا کار کولی شې ځکه چې زه به له تا سره مرسته وکړم. ته به مدیانیانو ته داسې په اسانۍ سره ماتې ورکړې لکه د یو نفر سره چې جنګ کوې.>
17 جدعون وویل: <که چېرې ته په رښتیا سره غواړې چې زما سره مرسته وکړې، نو ماته یوه نښه وښایه چې دا ثابته کړي چې په رښتیا څښتن زما سره خبرې کوي.
18 مهرباني وکړه زما د راتګه پورې همدلته اوسه چې زه خپله نذرانه راوړم او ستا په حضور کې یې کېږدم.>څښتن وویل: <زه به ستا د بېرته راتګ پورې دلته پاتې شم.>
19 جدعون کور ته ننوت او یو سېرلی یې حلال کړ. د هغه غوښه یې پخه کړه، لس کیلوګرامه اوړه یې راواخیستل او فطیره ډوډۍ یې ورڅخه پخه کړه. بیا هغه غوښه په یوه ټوکرۍ کې واچوله، د هغې ښوروا یې هم په یوه کاسه کې واچوله، د څښتن فرښتې ته یې چې د څېړۍ د ونې لاندې ناسته وه راوړه او د هغې په مخ کې یې کېښودله.
20 فرښتې هغه ته وویل: <دا غوښه او ډوډۍ راواخله او په دې ګټ باندې یې کېږده او ښوروا ورباندې توی کړه.> او جدعون همداسې وکړل.
21 د څښتن فرښتې د امسا په څوکې باندې چې په لاس کې یې وه غوښه او ډوډۍ لمس کړه. د ګټ څخه د اور لمبه پورته شوه او غوښه او ډوډۍ یې وسوزوله. وروسته بیا فرښته پناه شوه.
22 کله چې جدعون پوه شو چې دا د څښتن فرښته وه، هغه له وېرې وویل: <ای څښتن تعالیٰ! ما ستا فرښته مخامخ ولیدله.>
23 خو څښتن هغه ته وویل: <ارام شه. مه وېرېږه. ته به نه مړ کېږې.>
24 جدعون د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ او دا نوم یې ورباندې کېښود چې <څښتن د سولې او سلامتۍ سرچینه ده>. او تر اوسه پورې هغه د ابیعزریانو د عفره په کلي کې پاتې دی.
25 په هماغه شپه څښتن جدعون ته وویل: <د خپل پلار د پادې څخه دې یو غویی چې اووه کلن وي بوځه. او د خپل پلار د قربانۍ ځای چې د بعل دپاره دی، وران کړه او د اشیره بت چې د هغه په څنګ کې دی راوغورزوه.
26 بیا خپل څښتن خدای ته ستاسو د کلي د غونډۍ په ډېر لوړ ځای باندې د قربانۍ یو مناسب ځای جوړ کړه. د اور دپاره د اشیره د بت د لرګیو څخه کار واخله او هغه غویی حلال کړه او د سوزېدونکې نذرانې په توګه یې وړاندې کړه.>
27 نو جدعون د خپلو نوکرانو څخه لس نفره له ځان سره بوتلل او د څښتن په خبره باندې یې عمل وکړ. نو څرنګه چې هغه د خپلې کورنۍ او د کلي د نورو خلکو څخه وېرېده چې د ورځې له خوا دا کار وکړي نو هغه کار یې د شپې له خوا وکړ.
28 کله چې سبا سهار وختي د کلي خلک پاڅېدل، هغوی ولیدل چې د بعل د قربانۍ ځای وران شوی ؤ او د اشیره بت چې د هغه په څنګ کې ؤ راغورزېدلی ؤ او غویی د قربانۍ په نوي ځای کې قرباني شوی ؤ.
29 هغوی د یو بل څخه پوښتنه وکړه: <دا کار چا کړی دی؟> کله چې هغوی د دې خبرې څېړنه وکړه، نو معلومه شوه چې جدعون د یوآش زوی دا کار کړی دی.
30 نو د کلي خلکو یوآش ته وویل: <خپل زوی راوباسه. هغه باید ووژل شي، ځکه چې هغه د بعل د قربانۍ ځای وران کړی دی او د اشیره بت چې د هغه په څنګ کې ؤ هغه یې راغورزولی دی.>
31 مګر یوآش هغو ټولو خلکو ته چې د هغه مخالف وو وویل: <آیا تاسو د بعل دپاره دا بحث کوئ؟ آیا تاسو د هغه څخه دفاع کوئ؟ هرڅوک چې د هغه دپاره جګړه کوي هغه به تر سبا سهاره پورې وژل کیږي. که چېرې هغه خدای وي پرېږدئ چې هغه د خپل ځان ساتنه وکړي، دا د هغه د قربانۍ ځای دی چې وران شوی دی.>
32 له هغه وخت څخه راپدېخوا جدعون د یربعل په نوم مشهور شو، ځکه چې یوآش وویل: <پرېږدئ چې بعل د خپل ځان څخه دفاع وکړي، ځکه چې دا د هغه د قربانۍ ځای دی چې وران شوی دی.>
33 بیا ټول مدیانیان، عمالیقیان او د دښتې د قبیلو خلک سره راټول شول، هغوی د اردن د سیند څخه تېر شول او د یزرعیل په دره کې یې خېمې ودرولې.
34 په جدعون باندې د څښتن روح نازل شو او هغه سرنی وواهه او د ابیعزر د طایفې خلک یې راوغوښتل او هغوی د جدعون پسې روان شول.
35 جدعون د منسي ټولې سیمې ته استازي ولېږل چې راشي او د هغه سره یوځای شي. همدارنګه هغه د اشیر، زبولون او نفتالي قبیلو ته هم استازي ولېږل او هغوی راغلل او د جدعون سره یوځای شول.
36 بیا جدعون خدای ته وویل: <لکه څنګه چې تا وعده کړې ده چې اسراییلیان به زما په لاس وژغورې،
37 ښه ده، زه به د پسه وړۍ په درمند باندې کېږدم. که چېرې سهار یوازې په وړیو باندې پرخه پرته وي او ځمکه وچه وي، بیا به زه پوه شم چې ته به اسراییلیان زما په لاس وژغورې.>
38 او کټ مټ همداسې وشول. کله چې جدعون بله ورځ سهار وختي پاڅېده، هغه لاړ او د پسه وړۍ یې په کاسه کې وزبېښلې او کاسه د اوبو څخه ډکه شوه.
39 بیا جدعون خدای ته وویل: <په ما باندې په قهر نه شې. اجازه راکړه چې یوه بله غوښتنه وکړم چې یو ځل بیا په وړیو باندې ازمایښت وکړم. دا ځل دې وړۍ وچې پاتې شي او ځمکه دې په پرخې باندې لنده شي.>
40 په هغه شپه خدای همداسې وکړل. سهار یوازې وړۍ وچې وې، خو ځمکه په پرخې باندې لنده وه.