قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 10

د ابیملک له مړینې څخه وروسته د فواه زوی او د دودو لمسی تولع د اسراییلو د ژغورلو دپاره راغی. هغه د یساکار له قبیلې څخه ؤ او د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شامیر په ښارګوټي کې اوسېده.
2 هغه درویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. بیا هغه مړ شو او په شامیر کې ښخ کړای شو.
3 له تولع څخه وروسته جلعادي یائیر راغی. هغه دوه ویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ.
4 هغه دېرش زامن درلودل چې هر یو خپل خر درلود. هغوی په جلعاد کې دېرش ښارګوټي درلودل چې تر نن ورځې پورې د یائیر د ښارګوټو په نوم یادیږي.
5 کله چې یائیر مړ شو هغه په قامون کې ښخ کړای شو.
6 اسراییلیانو یو ځل بیا د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل او عشتاروت بتانو او د سوریې، صیدون، موآب، عمون او فلسطین خدایانو ته یې په عبادت لاس پورې کړ. هغوی څښتن پرېښود او د هغه عبادت کول یې بس کړل.
7 نو څښتن په هغوی باندې په قهر شو او هغوی یې فلسطینیانو او عمونیانو ته په لاس ورکړل،
8 اتلس کاله هغوی ظلم وکړ او ټول اسراییلیان یې چې په جلعاد کې د اردن د سیند ختیځ خواته د اموریانو په هېواد کې اوسېدل وځورول.
9 عمونیان د یهودا، بنیامین او افرایم د قبیلو سره د جګړې دپاره حتیٰ د اردن له سیند څخه تېر شول. اسراییلیان په ډېر لوی مصیبت اخته شول.
10 بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: <مونږ ستا په مقابل کې ګناه کړې ده ځکه چې ته زمونږ خدای یې او مونږ ته پرېښودلې او د بعل د بتانو عبادت مو شروع کړ.>
11 څښتن هغوی ته دا ځواب ورکړ: <هغه وخت چې مصریانو، اموریانو، عمونیانو، فلسطینیانو،
12 صیدونیانو، عمالیقیانو او معونیانو په تاسو باندې ظلم کاوه او تاسو ماته فریاد وکړ، آیا له هغوی څخه مې ونه ژغورلئ؟
13 خو تاسو زه پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت مو وکړ، نو زه به نور تاسو ونه ژغورم.
14 لاړ شئ هغو خدایانو ته فریاد وکړئ چې تاسو خپلو ځانونو دپاره غوره کړي دي. کله چې د تکلیف سره مخامخ کېږئ نو پرېږدئ چې هغوی مو وژغوري.>
15 خو د اسراییلو خلکو څښتن ته وویل: <مونږ ګناه کړې ده. څه چې ستا خوښه وي زمونږ سره یې وکړه، خو اوس مونږ له عمونیانو څخه وژغوره.>
16 نو هغوی له پردیو خدایانو څخه لاس واخیست او د څښتن عبادت یې شروع کړ. نو څښتن نور د هغوی تکلیفونه نه شول لیدلی.
17 بیا د عمونیانو لښکرې د جنګ دپاره تیارې شوې او په جلعاد کې یې خېمې ودرولې. اسراییلیان سره راغونډ شول او د جلعاد په مصفه کې یې خېمې ودرولې.
18 د جلعاد مشرانو یو او بل ته وویل: <هرچا چې اول په عمونیانو باندې حمله وکړه، هغه به د جلعاد د ټولو خلکو مشر شي.>