قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 14

یوه ورځ شمشون تمنې ته لاړ او هلته یې یوه فلسطینۍ نجلۍ ولیدله.
2 کله چې هغه بېرته کور ته راستون شو نو خپل مور او پلار ته یې وویل: <ما په تمنه کې یوه فلسطینۍ نجلۍ ولیدله. هغه ماته وکړئ، زه غواړم چې د هغې سره واده وکړم.>
3 مګر مور او پلار یې ورڅخه پوښتنه وکړه: <آیا ستا د قوم او خپلوانو په منځ کې نجلۍ نشته چې ته غواړې په هغو کافرو فلسطینیانو کې ښځه وکړې؟>مګر شمشون خپل پلار ته وویل: <همدا نجلۍ راته وکړئ. هغه زما خوښه ده.>
4 د هغه مور او پلار نه پوهېدل چې دا کار د څښتن له طرفه ؤ، ځکه چې څښتن یوه موقع کتله چې د فلسطینیانو په مقابل کې کوم عمل وکړي. په هغه وخت کې فلسطینیانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه.
5 نو شمشون د خپل مور او پلار سره تمنې ته روان شو. د تمنې د انګورو باغونو ته نژدې یو ځوان زمري په شمشون باندې حمله وکړه.
6 یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه په تشو لاسونو زمری دوه ټوټې کړ لکه یو سېرلی چې دوه ټوټې شي. مګر هغه خپل مور او پلار ته په دې هکله څه ونه ویل.
7 بیا هغه لاړ او د هغې نجلۍ سره یې خبرې وکړې او هغه یې خوښه شوه.
8 څه موده وروسته کله چې شمشون د هغې سره د واده کولو دپاره بېرته روان شو، هغه د لارې څخه راوګرځېد چې د هغه زمري جسد وویني کوم یې چې وژلی ؤ. هغه زمري ته وکتل او حیران شو چې د هغه په بدن کې ډېرې د شاتو مچۍ او شات وو.
9 هغه په خپلو لاسونو یو څه شات راوتوږل او په لاره کې یې وخوړل. بیا هغه خپل مور او پلار ته ورغی او هغوی ته یې هم لږ ورکړل او هغوی وخوړل. مګر شمشون هغوی ته ونه ویل چې دا شات یې د مړه زمري له بدن څخه راخیستي وو.
10 د هغه پلار د واده دپاره تیاری نیوه چې شمشون هلته په تمنه کې یوه مېلمستیا چې په هغې زمانه کې د ځوانانو ترمنځ رواج ؤ جوړه کړه.
11 کله چې فلسطینیانو ولیدل چې شمشون څه قسم سړی دی، نو هغوی خپلو دېرشو ځوانانو ته وویل چې د هغه سره په مېلمستیا کې پاتې شي.
12 شمشون هغوی ته وویل: <اجازه راکړئ چې تاسو ته یوه معما ووایم. که چېرې تاسو ماته د مېلمستیا په اووه ورځو کې د هغې ځواب راکړ، زه به تاسو ته د کتان دېرش جوړه ساده کالي او دېرش جوړه ښکلي کالي درکړم.
13 خو که چېرې تاسو ځواب رانکړ، تاسو باید ماته دېرش جوړه د کتان ساده کالي او دېرش جوړه ښکلي کالي راکړئ.>هغوی ورته وویل: <ته خپله معما مونږ ته ووایه چې مونږ یې واورو.>
14 هغه وویل:له خوړونکي څخه د خوړلو شی راووتله زورور څخه یو خوږ شی راووتله دریو ورځو وروسته بیاهم هغوی ونه شو کولی چې د معما ځواب پیدا کړي.
15 په څلورمه ورځ هغوی د شمشون ښځې ته وویل: <ته خپل مېړه وغولوه چې مونږ ته د دې معما معنیٰ ووایي او که نه، نو مونږ به تا او ستا د پلار کورنۍ وسوزوو. آیا تاسو مونږ دلته د دې دپاره راغوښتي یو چې لوټ مو کړئ؟>
16 بیا د شمشون ښځه خپل مېړه ته په ژړا ورغله او ویې ویل: <زه درباندې ګرانه نه یم! ته زما څخه کرکه کوې. تا زما وطندارانو ته یوه معما ویلې ده، مګر د هغې معنیٰ دې ماته نه ده ویلې!>شمشون وویل: <ما حتیٰ خپل مور او پلار ته هم نه دي ویلي، نو تاته یې ولې ووایم؟>
17 هغې د مېلمستیا په ټولو اوو ورځو کې وژړل. خو په اوومه ورځ هغه ورته د معما معنیٰ وویله، ځکه چې هغه یې ډېر تنګ کړ. بیا هغې د معما ځواب هغو ځوانانو ته ووایه.
18 په اوومه ورځ د لمر پرېواته څخه مخکې د ښارګوټي خلک هغه ته راغلل او ویې ویل:د شاتو څخه به څه شی ډېر خوږ وي؟د زمري څخه به څه شی ډېر قوي وي؟شمشون ځواب ورکړ:زما په غوا باندې که تاسو قلبه کړې نه واینو دا معما به مو حل کړې نه وای
19 یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه د اشقلون ښار ته لاړ او د هغه ځای دېرش نفره یې ووژل. هغوی یې لوڅ کړل او د هغوی جامې یې هغو خلکو ته ورکړې چې معما یې حل کړې وه. بیا هغه ډېر په قهر سره بېرته د خپل پلار کور ته لاړ.
20 او د شمشون ښځه د هغه ملګري ته چې په واده کې یې د هغه خدمت کاوه واده شوه.