قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 8

د افرایم خلکو جدعون ته وویل: <تا ولې زمونږ سره داسې رویه وکړه؟ تا ولې مونږ د مدیانیانو سره د جګړې په وخت کې راونه غوښتلو؟> او هغه یې سخت ملامت کړ.
2 خو جدعون په ځواب کې وویل: <ما چې کوم کار کړی دی هغه ستاسو د کار په پرتله هیڅ هم نه دی. حتیٰ هغه وړوکی کار چې تاسو د افرایم خلکو کړی دی هغه زمونږ د ټولې طایفې د کارونو څخه زیات ارزښت لري.
3 تاسو د خدای په مرسته د مدیانیانو دوه مشران یعنې غراب او زیب ووژل. ما څه کړي دي چې ستاسو سره یې مقایسه کړم؟> په دې خبره د هغوی قهر سوړ شو.
4 وروسته بیا جدعون د خپلو درې سوه نفرو سره د اردن د سیند څخه تېر شو. که څه هم هغوی ډېر ستومانه شوي وو، خو بیاهم د خپلو دښمنانو پسې وو.
5 کله چې هغوی سوکوت ته ورسېدل، جدعون د ښارګوټي خلکو ته وویل: <مهرباني وکړئ زما نفرو ته د خوړلو دپاره یو څه ورکړئ. هغوی ډېر ستړي دي خو مونږ د مدیانیانو پادشاهان زبح او صلمونع تعقیبوو.>
6 خو د سوکوت مشرانو وویل: <تاسو تر اوسه پورې زبح او صلمونع نه دي نیولي، نو مونږ ولې ستا لښکرو ته ډوډۍ ورکړو؟>
7 جدعون وویل: <ښه ده! کله چې څښتن زبح او صلمونع ماته په لاس راکړل، نو بیا به زه بېرته راشم او ستاسو غوښې به د صحرا په اغزو باندې وشکوم.>
8 جدعون له هغه ځای څخه فنوعیل ته لاړ او د هغه ځای له خلکو څخه یې خواړه وغوښتل خو د فنوعیل خلکو هم د سوکوت د خلکو په شان هغه ته ځواب ورکړ.
9 جدعون د فنوعیل خلکو ته وویل: <کله چې زه په سلامتۍ سره بېرته راشم، نو ستاسو برج به راوغورزوم!>
10 په دې وخت کې زبح او صلمونع تقریباً د پنځلس زره عسکرو سره په قرقور کې وو. د دښتې د قومونو د ټولو لښکرو څخه یوازې هم دومره نفر پاتې شوي وو، ځکه چې یو لک او شل زره عسکر په جګړه کې وژل شوي وو.
11 جدعون د کاروان د تېرېدلو په لاره باندې چې د نوبح او یجبها په ختیځ کې وه لاړ او یوناڅاپه یې د مدیانیانو په لښکرو باندې حمله وکړه.
12 د مدیانیانو دوه پادشاهان زبح او صلمونع وتښتېدل، خو جدعون په هغوی پسې شو، ویې نیول او د هغوی ټول لښکر یې سخت وارخطا کړ.
13 له جګړې څخه وروسته جدعون کور ته روان شو. هغه د حارس په غاښي باندې روان ؤ
14 او یو ځوان یې چې د سوکوت اوسېدونکی ؤ ونیوه او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د سوکوت ماموران او سپین ږیري څوک دي. هغه ځوان ورته د سوکوت د اووه اویا نفرو نومونه ولیکل.
15 بیا جدعون لاړ او د سوکوت خلکو ته یې وویل: <تاسو ماته پېغور راکاوه او ویل مو چې تا تر اوسه پورې زبح او صلمونع نه دي نیولي، نو مونږ ولې ستاسو ستړي شویو لښکرو ته ډوډۍ ورکړو؟ دا دی وګورئ زبح او صلمونع دلته دي.>
16 بیا هغه د دښتې اغزي راواخیستل او د سوکوت مشران یې په اغزیو باندې ووهل او سزا یې ورته ورکړه.
17 همدارنګه هغه د فنوعیل برج وران کړ او د ښارګوټي ټول سړي یې ووژل.
18 بیا هغه له زبح او صلمونع څخه پوښتنه وکړه: <هغه خلک چې تاسو په تابور کې ووژل، هغه څه ډول خلک وو؟>هغوی په ځواب کې وویل: <هغوی ستا په شان وو، هر یو لکه د شاهزاده په شان ؤ.>
19 جدعون وویل: <هغوی زما سکه ورونه وو. زه د څښتن په نوم قسم خورم، که چېرې تاسو هغوی نه وای وژلي نو ما به هم تاسو نه وای وژلي.>
20 بیا هغه خپل مشر زوی یتر ته وویل: <پورته شه او هغوی ووژنه!> مګر هغه خپله توره راونه ایستله ځکه چې هغه لا هلک ؤ او ووېرېده.
21 بیا زبح او صلمونع جدعون ته وویل: <راشه ته په خپله مونږ ووژنه. د هلک څخه د سړي کار مه غواړه.> نو جدعون هغوی دواړه ووژل او کوم زېورات چې د هغوی د اوښانو په غاړو کې وو هغه یې واخیستل.
22 له هغې وروسته اسراییلیانو جدعون ته وویل: <ته زمونږ پادشاه شه او ستا څخه وروسته دې ستا اولاده په مونږ باندې پادشاهي وکړي. ځکه چې تا مونږ له مدیانیانو څخه ژغورلي یو.>
23 جدعون په ځواب کې وویل: <نه به زه او نه به زما زوی ستاسو پادشاه شي. څښتن به ستاسو پادشاه وي.
24 خو زه ستاسو څخه یوه غوښتنه کوم. تاسو هر یو ماته له خپل غنیمت څخه یوه یوه غوږوالۍ راکړئ.> (د دښمن عسکر چې اسماعیلیان وو د سرو زرو غوږوالۍ به یې اچولې.)
25 خلکو په ځواب کې وویل: <مونږ په خوشالۍ سره خپلې غوږوالۍ تاته درکوو.> نو هغوی یوه چپنه وغوړوله او هر نفر په کې خپلې غوږوالۍ چې په غنیمت کې یې نیولې وې واچولې.
26 د سرو زرو د غوږوالیو وزن چې جدعون واخیستلې شل کیلوګرامه ؤ، پرته له ګاڼو، غاړکیو او د مدیانیانو د پادشاهانو د شاهانه کالیو او هغو ځنځیرونو څخه چې د هغوی د اوښانو په غاړو کې وو.
27 جدعون له هغو سرو زرو څخه یو بت جوړ کړ او هغه یې په خپل ښارګوټي یعنې عفره کې کېښود. ټولو اسراییلیانو خدای پرېښود او د بت د عبادت دپاره هلته لاړل. دا کار د جدعون او د هغه د کورنۍ دپاره یو دام شو.
28 نو مدیانیان د اسراییلیانو په مقابل کې کمزوري شول او نور یې نه شو کولی چې سر راپورته کړي. د جدعون په ژوندانه کې څلوېښت کاله په هغه خاوره کې ارامي وه.
29 جدعون بېرته خپل کور ته ستون شو او هلته اوسېده.
30 جدعون اویا زامن درلودل ځکه چې ډېرې ښځې یې درلودلې.
31 هغه یوه وینځه هم درلودله چې په شکیم کې اوسېدله، هغې هم د هغه دپاره یو زوی وزېږاوه او جدعون ورباندې ابیملک نوم کېښود.
32 جدعون د یوآش زوی په پوخ عمر کې مړ شو او د خپل پلار په هدیره کې یې په عفره یعنې د ابیعزر د طایفې په ښارګوټي کې ښخ کړ.
33 څنګه چې جدعون مړ شو، د اسراییلو قوم یو ځل بیا د خدای سره بې وفایي وکړه او د بعل د بتانو عبادت یې پیل کړ. هغوی د بعل بریت څخه خپل خدای جوړ کړ
34 او خپل څښتن خدای یې چې هغوی یې د خپل شاوخوا ټولو دښمنانو څخه ژغورلي وو، هېر کړ.
35 سره له دې چې یروبعل (جدعون) د اسراییلیانو دپاره ښه ښه کارونه کړي وو، خو هغوی د هغه له کورنۍ سره وفاداري ونه ښودله.