قاضيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 5

په هغه ورځ دبورې او د ابینوعم زوی باراق دا سندره وویله:
2 <د څښتن ستاینه وکړئ!چې مشري د اسراییلو رهبران کړياو په خوښې سره خلک پیروي د هغوی کاندي
3 تاسې واورئ پادشاهانو وکړئ پام ای حاکمانوغږومه به زه ساز وایم به سندرهاسراییلو څښتن خدای ته
4 کله لاړې د سعیره نه چې څښتنهچې راووتې د سیمې له ادومهځمکه په لړزه شوه له اسمانه باران راغیهو اوبه شولې راتوی د ورېځو ځنی
5 غرونه په لړزه شول د سینا د څښتن مخ کېد څښتن د اسراییلو خدای په مخ کې
6 د عنات د زوی شمجر په زمانه کېد یاعیل په زمانه کېسرکونه خطرناک وو کاروانو تهمسافر په کږو لارو باندې تلل
7 ای دبورې، د اسراییلو کلي وران پاتې شولستا تر راتګه پورې تش پاتې شولد یوې مور په شان ته راغلې اسراییلو لره
8 کړل اسراییلو کله غوره چې خدایان نويبیا په دې خاوره باندې جنګ راغید څلوېښت زرو اسراییلو منځ کېیوه نېزه او یا یو سپر هم نه ؤ
9 زه د اسراییل د قوماندې د مشرانو طرفدار یمهد هغو خلکو په خوا چې حاضر شوي دي په خپله خوښهد څښتن ستاینه وکړئ!
10 واورئ ای کسانو چې سپرېږئ په ښو خرو باندېاو کښېنئ په کتو باندېاو هم هغو کسانو چې پیاده ګرځئ
11 د سندرغاړو اوازونه ګودرو کې واورئبیانوي چې د څښتن فتحېفتحې د قوم د اسراییلو فتحېبیا د څښتن قوم ښکته روان شوپه طرف د دروازو یې د ښارګوټي
12 شه راویښه، شه راویښه، دبورې!شه راویښه په سندره کړه لاس پورېای باراقه، ای ته زوی د ابینوعمهپاڅه بوځه اسیران درسره خپل دې
13 بیا چې کوم خلک پاتې شوي ووشو دوی راکوز خپلو مشرانو تهد څښتن قوم ماته راغی چې جګړې ته اماده ؤ
14 راغلل هغوی لاندې درې ته له افرایمه څخهد بنیامین او د هغوی د خلکو پسېله ماخیر څخه راکوز قوماندانان شولمنصبداران له زبولونه راغلل
15 د دبورې سره مشران د یساکار راغللهو، یساکار او هم باراق راغیدوی شول په منډه په دره کې د باراق پسېخو د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاقپرېکړه یې ونه شوه کولی چې دوی راشي که نه
16 خپلو پسونو سره ولې تاسو پاتې شولئچې غوږ ونیسئ شپنو ته چې رمو ته اوازونه کاندي؟هو، د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاقپرېکړه یې ونه شوه کولی چې دوی راشي که نه
17 قبیله د جاد شوه پاتې د اردن د سیند ختیځ کېاو قبیله د دان شوه پاتې د کشتیو سرهقبیله د اشیر پاتې شوه په غاړه د دریاب کېبندرونو ته نژدې هغوی ساکن شول
18 خو د زبولون او نفتالي خلکود جنګ میدان کې خپل ژوندون خطر کې واچاوه
19 پادشاهان راغلل، په تعنک کې د مجدو د ویالې څنګ کېهغوی وکړله جګړهد کنعان شاهانو وکړله جګړهخو هغوی سپین زر یونوړل
20 ستورو کوله چې جګړه د اسمانونو څخهچې په اسمان کې ګرځېدل به هغوی یو خوا بل خواد سیسرا په ضد هغوی جګړه کوله
21 دښمنان له منځه یوړل د قیشون سیلابد قیشون څپې وهونکي سیندای زما ځانه، روانېږه او قوي اوسه
22 د سیسرا اسونه تلل ښه په ترپکو باندېځمکه یې چیته کړله خپلو سومانو باندې
23 د څښتن فرښته وایي: په میروز لعنت ووایئد هغه ځای په اوسېدونکو سخت لعنت ووایئځکه چې دوی د څښتن مرستې ته راغلي نه ديچې د غښتلیو جنګیالیو مقابله کې د څښتن سره کومک وکړي
24 ډېره بختوره ده یاعیلڅوک چې ده ښځه د حابر قینيزیات برکت دې هغه ومومي تر ټولو ښځوچې په خېمو کې اوسي
25 سیسرا وغوښتې اوبه خو هغې ورکړې شیدېپه شاهانه جام کې یې ورکړې شړومبې
26 هغې واخیست په یو لاس کې د خېمې مېخاو په بل لاس کې یې څټک د مزدورهغې وواهه سیسرا او کړه ورماته یې کوپړۍاو شقیقه یې کړه سورۍ د هغه
27 سیسرا ولوېدلو پښو ته د هغېهغه وغورزېد او هلته پروت ؤهغه وغورزېده پښو ته د هغې او ولوېدهغه په ځمکه باندې مړ پرېوت
28 د سیسرا مور د کړکۍ نه وکتلپه ځیر ځیر یې د جالۍ له شا کتلهغې وکړله پوښتنه: په راتلو کې د هغه جنګي ګاډۍ ولې ځنډ وکړ؟ولې نه اورو اواز د ګاډۍ د عرابو؟
29 پوهې ملګرې د هغې ورته ځواب ورکويتکراروي هغه له ځانه سره دا خبرې:
30 هغوی نیولی غنیمت او هغه وېشي سرهیوه نجلۍ یا دوه انجونې هر عسکر دپارهرنګین لباس سیسرا دپارهګلدوزي شوې ټوټې زما غاړې ته
31 ای څښتنه! دښمنان دې ستا هلاک شي د سیسرا په ډول ټولخو دوستان دې ستا ځلیږي د روښانه لمر په شان>له هغې وروسته په هغه خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه.