1Kings

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 9

اکله چې سلیمان د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ جوړونه پای ته ورسوله او هغه څه چې هغه د جوړولو پلان درلود ترسره یې کړل،
2 څښتن د دوهم ځل دپاره هغه ته ورښکاره شو، لکه څنګه چې په جبعون کې ورته ښکاره شوی ؤ.
3 څښتن هغه ته وویل: <ما ستا هغه زارۍ او دعا چې زما حضور ته دې کړې وې قبولې کړې. دا کور چې تا د هغه ځای په توګه چې تل به په کې زما عبادت کیږي جوړ کړی دی هغه مې سپېڅلی کړ. زه به په هغه باندې خپل نظر ساتم او تل به د هغه ساتنه کوم.
4 که چېرې ته د خپل پلار داود په شان، په صداقت او پاکۍ سره زما خدمت وکړې او که ته زما د قوانینو څخه اطاعت وکړې او هر هغه څه چې ما درته د هغه حکم کړی دی سرته ورسوې،
5 زه به هغه وعده پوره کړم چې ستا د پلار داود سره مې کړې وه او ویلي مې وو چې د هغه اولاده به تل تر تله په اسراییلو باندې پادشاهي وکړي.
6 مګر که چېرې تاسو یا ستاسو اولاده زما څخه پیروي کول پرېږدئ او د هغو قوانینو او حکمونو څخه سرغړونه وکړئ چې تاسو ته مې درکړي دي او د نورو خدایانو خدمت او عبادت وکړئ،
7 نو زه به خپل قوم اسراییل د هغه هېواد څخه وباسم چې هغوی ته مې ورکړی دی. همدارنګه به دا کور چې ما سپېڅلی کړی ؤ چې زما عبادت به په کې کیږي، پرېږدم. په هر ځای کې به خلک په اسراییلو باندې ملنډې ووهي او د هغوی سره به سپکه رویه وکړي.
8 دا د خدای کور به په یوې کنډوالې باندې بدل شي او هرڅوک چې د هغې په خوا کې تېریږي هغه به هک پک او حیران شي. هغوی به پوښتنه کوي: څښتن ولې دې هېواد او دې کور سره داسې عمل کړی دی؟
9 خلک به په ځواب کې وایي: دا ځکه چې هغوی خپل څښتن خدای چې د هغوی نیکونه یې د مصر څخه راویستلي وو پرې ایښی دی. هغوی نور خدایان غوره کړي دي او د هغوی خدمت او عبادت کوي. په دې خاطر څښتن په هغوی باندې دا ناوړین راوستی دی.>
10 د شلو کالو په آخر کې چې سلیمان په کې د څښتن کور او شاهي ماڼۍ جوړه کړه،
11 هغه د صور پادشاه حیرام ته د جلیل شل ښارګوټي ورکړل، ځکه چې حیرام هغه ته د صبر او ناجو هغه ټول لرګي او همدارنګه ټول سره زر چې هغه ورڅخه غوښتي وو، تیار کړي وو.
12 مګر کله چې حیرام د صور څخه د هغو ښارګوټو د لیدلو دپاره ورغی چې سلیمان ورته ورکړي وو، هغه یې خوښ نه شول.
13 هغه پوښتنه وکړه: <ای زما وروره، دا څه قسم ښارګوټي دي چې ماته دې راکړي دي؟> له همدې کبله نوموړي ښارګوټي تر ننه پورې د بې ارزښته ښارګوټو په نوم یادیږي.
14 حیرام سلیمان ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر لېږلي وو.
15 سلیمان پادشاه د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ د جوړولو، د اورشلیم د ختیځې خوا د ځمکې د ډکولو او د ښار د دېوال د جوړولو دپاره، همدارنګه د حاصور، مجدو او جازر د ښارونو په بیا ودانولو کې د بېګارۍ څخه کار واخیست.
16 (د مصر پادشاه فرعون په جازر باندې حمله کړې وه، هغه یې نیولی ؤ او هغه ته یې اور اچولی ؤ. په هغه کې اوسېدونکي کنعانیان یې وژلي وو او هغه یې بیا د واده د سوغات په توګه خپلې لور، یعنې د سلیمان ښځې ته ورکړی ؤ.
17 نو سلیمان جازر بیا ودان کړ.) همدارنګه هغه ښکتنی بیت حورون بېرته جوړ کړ،
18 بعلت او تامار چې د یهودا په صحرا کې وو هغه یې هم بیا ودان کړل.
19 سلیمان هغه ښارونه چې هغه زېرمې په کې ساتلې او هغه ښارونه چې د خپلو اسونو او جنګي ګاډیو دپاره وو، جوړ کړل. همدارنګه هغه هرڅه چې غوښتل په اورشلیم، لبنان او په هغې ټولې سیمې کې چې هغه ورباندې پادشاهي کوله، جوړ کړل.
20 ‏-
21 سلیمان د بېګارۍ دپاره د کنعان د خلکو د اولادې څخه مزدوران ونیول، کوم چې د اسراییلو قوم ونه شو کولی چې د هغوی د هېواد د نیولو په وخت کې هغوی له منځه یوسي. په دې کې اموریان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان شامل وو، چې د هغوی اولاده تر اوسه پورې غلامان دي.
22 مګر سلیمان د اسراییلیانو څخه یو هم بېګارۍ ته ونه نیوه، بلکه هغوی د هغه عسکر، درباریان، عسکري منصبداران، قوماندانان او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانان او ګاډي وانان وو.
23 همدارنګه هغوی د سلیمان د ودانۍ د جوړولو د پروژو آمران وو. پنځه سوه او پنځوسو نفرو به د هغو خلکو څارنه کوله چې کار به یې کاوه.
24 د سلیمان ښځې چې د فرعون لور وه، د داود د ښار څخه خپلې نوې ماڼۍ ته چې سلیمان د هغې دپاره جوړه کړې وه، کډه وکړه. وروسته بیا سلیمان هغه ځمکه راډکه کړه چې د اورشلیم ختیځ خواته پرته وه.
25 سلیمان به په کال کې درې ځله د قربانۍ په هغه ځای کې چې د څښتن دپاره یې جوړ کړی ؤ، سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کولې او ورسره به یې د څښتن په حضور کې خوشبویي سوزوله.په دې توګه سلیمان د خدای د کور کار پای ته ورساوه.
26 همدارنګه سلیمان پادشاه په عصیون جابر کې چې د ادوم په سیمه کې ایلت ته نژدې د سرې بحیرې په غاړه ؤ، کشتۍ ګانې جوړې کړې.
27 حیرام خپل خلک یعنې هغه کشتۍ چلوونکي چې د دریاب سره بلد وو واستول چې په کشتۍ ګانو کې د سلیمان د نفرو سره کار وکړي.
28 هغوی په کشتیو کې اوفیر ته سفر وکړ او د څوارلسو ټنو څخه زیات سره زر یې راوړل او هغه یې سلیمان ته وسپارل.