اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 4

نو سلیمان پادشاه په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي کوله.
2 او دا د هغه لوړ رتبه ماموران وو:عزریا د صادوق زوی - کاهن.
3 الیحورف او اخیا د شیشه زامن - د هغه منشیان،یهوشافاط د اخیلود زوی - د اطلاعاتو منشي.
4 بنایاه د یهویاداع زوی - د لښکرو قوماندان،صادوق او ابیاتار - کاهنان.
5 عزریا د ناتان زوی - د سیمه ایزو حکمرانانو مشر،زابود د ناتان زوی - کاهن او د پادشاه شخصي مشاور.
6 اخیشار - د پادشاه د ماڼۍ مشر،ادونیرام د عبدا زوی - د بېګارۍ کارونو مشر.
7 سلیمان د ټولو اسراییلو دپاره دولس سیمه ایز حکمرانان ټاکلي وو. هغوی به د پادشاه او د هغه د کورنۍ دپاره د خپلو سیمو څخه خوراک تیاراوه او د دې دپاره به هر حکمران په کال کې د یوې میاشتې دپاره مسئول ؤ.
8 د هغو حکمرانانو او سیمو نومونه چې هغوی یې مشران وو، په لاندې ډول دي:بن حور، د افرایم په غرنۍ سیمه کې.
9 بن دقر، په ماقص، شعلبیم، بیت شمس او ایلون بیت حانان کې.
10 بن حسد، په اروبوت، سوکوه او د حافر په ټوله سیمه کې.
11 بن ابیناداب، چې د سلیمان د لور تافت سره یې واده کړی ؤ، د دور په ټوله سیمه کې.
12 بعنه د اخیلود زوی، په تعنک، مجدو او بیت شان ته نژدې ټولو سیمو کې چې د یزرعیل لاندې زرتان ته نژدې دي، د بیت شان څخه تر آبل محوله او د یقمعام بلې خوا پورې.
13 بن جابر، د جلعاد په راموت او د جلعاد په کلیو کې چې د منسي د اولادې یائیر په خېل پورې اړه لرله او د باشان د ارجوب په سیمه کې، یعنې په شپېتو لویو قوي دېوال لرونکو ښارګوټو کې چې برنجي سیخ لرونکې دروازې یې درلودلې.
14 اخیناداب د عیدو زوی، د محنایم په سیمه کې.
15 اخیمعص، چې د سلیمان د لور باسمت سره یې واده کړی ؤ، د نفتالي په سیمه کې.
16 بعنه د حوشای زوی، د اشیر په سیمه او د بعلوت په ښار کې.
17 یهوشافاط د فاروح زوی، د یساکار په سیمه کې.
18 د ایلا زوی شمعي، د بنیامین په سیمه کې.
19 جابر د اوري زوی، په جلعاد کې - دا د اموریانو د پادشاه سیحون او د باشان د پادشاه عوج هېواد ؤ. د دولسو حکمرانانو برسېره، په ټوله خاوره باندې یو لوی حکمران هم ؤ.
20 د یهودا او اسراییلو خلک د دریاب د غاړې د شګو په شان ډېر وو، هغوی خوړل، څښل او خوشاله وو.
21 سلیمان په ټولو پادشاهیو باندې د فرات د سیند څخه نیولې د فلسطینیانو تر هېواده او د مصر تر سرحده پورې پادشاهي کوله. هغوی به باج ورکاوه او د سلیمان د ژوند تر پایه د هغه تابع وو.
22 د سلیمان د دربار ورځنۍ خوراکه درې زره کیلوګرامه ښه اوړه او شپږ زره کیلوګرامه زیږه اوړه وو.
23 همدارنګه لس چاغ غوایان، شل د څړځای غوایان، سل پسونه او وزې، پرته له دې هوسۍ، غرڅې او چاغ مرغان هم وو.
24 سلیمان د فرات د سیند د لوېدیځ په ټوله خاوره باندې د تفسح څخه چې د فرات په څنګ کې ؤ نیولې د غزې تر ښاره پورې چې په لوېدیځ کې ؤ، پادشاهي کوله. د فرات د لوېدیځ ټول پادشاهان د هغه تابع وو او د ټولو ګاونډي هېوادونو سره یې روغه جوړه وه.
25 د سلیمان په ټول ژوند کې په شمال کې د دان څخه نیولې په جنوب کې تر بئرشبع پورې د یهودا او اسراییلو کورنۍ د خپلو تاکونو او اینځرو د ونو د سیوري لاندې په امن کې کښېناستلې.
26 سلیمان د خپلو جنګي ګاډیو د اسونو دپاره څلوېښت زره غوجلې او دولس زره سپاره عسکر درلودل.
27 د هغه د دولسو سیمو حکمرانانو هر یو په خپله ټاکلې شوې میاشت کې د سلیمان پادشاه او هر هغه چا دپاره چې په ماڼۍ کې یې ډوډۍ خوړله خوراک تیاراوه. هغوی به همېشه د ضرورت شیان پوره کول.
28 همدارنګه هغوی به د جنګي ګاډیو د اسونو او نورو اسونو دپاره هم د اوربشو او بوسو خپله برخه د ضرورت ځای ته راوړله.
29 سلیمان ته خدای لوی حکمت، ځیرکتیا او بې اندازې زیاته پوهه ورکړې وه.
30 د سلیمان حکمت د ختیځ د پوهانو او د مصر د پوهانو د حکمت څخه هم زیات ؤ.
31 هغه د ټولو خلکو څخه ډېر زیات پوه ؤ. هغه د ازراحي ایتان او د ماحول د زامنو یعنې حیمان، کلکول او دردع څخه هم ډېر پوه ؤ او د هغه شهرت په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې خپور شو.
32 هغه درې زره متلونه ویلي دي او د سندرو شمېر یې یو زر او پنځو ته رسېده.
33 هغه د ونو او بوټو په باره کې، د لبنان د صبر د ونو څخه نیولې د هغه وېلني پورې چې په دېوالونو باندې شنه کیږي خبرې کړې دي. هغه د څارویو، مرغانو، خزندو او ماهیانو په باره کې خبرې کړې دي.
34 د ټولې نړۍ پادشاهانو د هغه د حکمت په هکله واورېدل او استازي یې ورولېږل چې د هغه خبرو ته غوږ ونیسي.