اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 18

ډېره موده وروسته، د وچکالۍ په دریم کال څښتن ایلیا ته وویل: <لاړ شه او اخاب پادشاه ته ځان وروښایه او زه به باران ووروم.>
2 نو ایلیا روان شو چې د اخاب سره وګوري.په سامره کې ډېره سخته قحطي وه
3 او اخاب د خپلې ماڼۍ مسئول عوبدیا راوغوښت. (عوبدیا د څښتن څخه ډېر وېرېده.
4 هغه وخت چې ایزابل هڅه وکړه چې د څښتن نبیان ووژني، عوبدیا سل تنه نبیان بوتلل، پنځوس، پنځوس تنه یې په دوه سمڅو کې پټ کړل او هغوی ته به یې خواړه او اوبه وررسول.)
5 اخاب عوبدیا ته وویل: <راځئ چې په هېواد کې په ټولو چینو او خوړونو باندې وګرځو. کېدای شي چې یو څه واښه پیدا کړو، خپل اسونه او قچرې ورباندې ژوندي وساتو او د خپلو څارویو څخه یو څه له لاسه ورنه کړو.>
6 نو هغوی موافقه وکړه چې څوک به د ځمکې کومه برخه د واښو دپاره لټوي. اخاب یوازې په یوه خوا لاړ او عوبدیا یوازې بلې خواته.
7 کله چې عوبدیا په لاره روان ؤ، ایلیا د هغه سره مخامخ شو. عوبدیا هغه وپېژانده، هغه ته په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: <ای زما باداره ایلیا، آیا په رښتیا سره دا تاسو یئ؟>
8 هغه ځواب ورکړ: <هو. لاړ شه او خپل بادار ته ووایه چې ایلیا دلته دی.>
9 عوبدیا ځواب ورکړ: <ما څه ګناه کړې ده چې ته مې اخاب پادشاه ته ورسپارې ترڅو هغه ما ووژني؟
10 ستاسو د ژوندي څښتن خدای په نامه قسم خورم چې داسې قوم یا پادشاهي نشته چې اخاب ستاسو د لټولو دپاره هغه ځای ته یو نفر نه وي استولی. هرکله به چې هغوی اخاب ته پیغام ورلېږه چې ایلیا دلته نشته، نو اخاب به هغه پادشاه مجبوراوه چې قسم وخوري: ایلیا دلته نشته.
11 خو اوس تاسو وایئ چې لاړ شه او ووایه: ایلیا دلته دی.
12 که چېرې زه لاړ شم او د څښتن روح تاسو یو نامعلوم ځای ته بوځي بیا به څه کیږي؟ نو که چېرې اخاب ته ووایم چې تاسو دلته یئ او هغه مو پیدا نه کړي، ما به ووژني. دا مه هېروئ چې زه د هلکتوب څخه د څښتن نه ډېر وېرېدم.
13 ای زما باداره، آیا تاسو نه دي اورېدلي چې کله ایزابل د څښتن نبیان وژل، ما څه وکړل؟ ما سل تنه نبیان په دوه سمڅو کې، یعنې په هره سمڅه کې پنځوس، پنځوس تنه پټ کړل او هغوی ته مې خواړه او اوبه ورورسول.
14 اوس تاسو راته وایئ چې خپل بادار ته ورشه او ورته ووایه چې ایلیا دلته دی. که چېرې زه دا کار وکړم، هغه به ما ووژني!>
15 ایلیا په ځواب کې وویل: <د ژوندي مطلق قادر څښتن په نامه چې زه یې خدمت کوم قسم خورم چې نن به خپل ځان اخاب پادشاه ته وروښایم.>
16 نو عوبدیا، اخاب پادشاه ته ورغی او هغه یې خبر کړ او اخاب د ایلیا د لیدنې او کتنې دپاره ور روان شو.
17 کله چې هغه ایلیا ولید ورته ویې ویل: <آیا دا ته یې، چې اسراییلیان ډېر زیات ځوروې؟>
18 ایلیا ځواب ورکړ: <زه ځورونکی نه یم، بلکه ته او ستا د پلار کورنۍ ده. تاسو د څښتن حکمونه پریښي دي او د بعل د بتانو عبادت مو کړی دی.
19 اوس د اسراییلو ټول قوم راوغواړه چې د کرمل په غره کې زما سره لیدنه او کتنه وکړي. د بعل څلورسوه پنځوس نبیان او د اشیره څلورسوه نبیان چې د ایزابل په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري راوله.>
20 نو اخاب ټول اسراییلیان او د بعل نبیان راوغوښتل چې د کرمل په غره باندې سره راغونډ شي.
21 ایلیا د قوم مخې ته ورغی او ویې ویل: <تاسو به ترڅو پورې د دوو عقیدو ترمنځ زړه نازړه اوسئ؟ که چېرې څښتن خدای وي د هغه څخه پیروي وکړئ، مګر که چېرې بعل خدای وي د هغه څخه پیروي وکړئ.>
22 بیا ایلیا هغوی ته وویل: <د څښتن د نبیانو څخه یوازې زه پاتې یم، مګر بعل څلورسوه پنځوس نبیان لري.
23 دوه غوایان مونږ ته راولئ. د بعل نبیان دې یو غویی د خپل ځان دپاره غوره کړي، هغه دې ټوټې ټوټې کړي او په لرګیو باندې دې کېږدي، خو هغه ته دې اور نه اچوي. زه به د هغه بل غویي سره همداسې وکړم.
24 بیا تاسو خپل خدای ته دعا او زارۍ وکړئ او زه به څښتن ته دعا او زارۍ وکړم. هر یوه چې اور راواستاوه، هغه خدای دی.>وروسته بیا ټول قوم وویل: <دا ښه خبره ده.>
25 نو ایلیا د بعل نبیانو ته وویل: <څرنګه چې ستاسو شمېر زیات دی، نو لومړی تاسو یو غویی واخلئ او هغه تیار کړئ. خپل خدای ته دعا او زارۍ وکړئ، مګر لرګیو ته اور مه اچوئ.>
26 بیا هغوی هغه غویی چې هغوی ته ورکړل شوی ؤ واخیست، هغه یې تیار کړ او له سهار څخه تر غرمې پورې یې د بعل په نامه دعا او زارۍ وکړې. هغوی چیغې وهلې: <ای بعله، مونږ ته ځواب راکړه!> او د هغه قربانۍ ځای ګردچاپېره یې نڅاګانې کولې چې هغوی جوړ کړی ؤ، مګر هیڅ ځواب رانغی.
27 د غرمې په وخت ایلیا په هغوی باندې ملنډې وهل شروع کړل او ویې ویل: <په لوړ اواز دعا وکړئ! ځکه چې هغه یو خدای دی! کېدای شي چې هغه په فکر کې ډوب شوی وي یا حاجت رفع کوي یا کېدای شي چې په سفر تللی وي! یا کېدای شي چې ویده وي او باید هغه راویښ کړئ.>
28 نو هغوی په ډېر لوړ اواز سره چیغې ووهلې او د خپل رواج له مخې یې خپل ځانونه په تورو او نېزو باندې زخمیان کړل تر دې چې د هغوی د بدنونو څخه وینې وبهېدلې.
29 غرمه تېره شوه او هغوی د ماسپښینه پورې خپل د لېونتوب نبوت کاوه. مګر نه کوم اواز واورېدل شو، نه چا ځواب ورکړ او نه چا کومه توجه وکړه.
30 وروسته بیا ایلیا قوم ته وویل: <ماته رانژدې شئ.> هغوی ټول ورغلل او ایلیا د څښتن هغه د قربانۍ ځای چې وران کړای شوی ؤ بېرته جوړ کړ.
31 ایلیا دولس تیږې واخیستې، د یعقوب د زامنو د دولس قبیلو څخه د هرې قبیلې دپاره یوه یوه تیږه. (یعقوب هغه سړی دی چې څښتن ورته ویلي وو چې <ستا نوم به اسراییل وي>.)
32 د دې تیږو څخه هغه څښتن ته د عبادت کولو دپاره د قربانۍ ځای ودان کړ. د هغه شاوخوا یې یو لوی لښتی وکینده، دومره لوی چې څوارلس لیتره اوبه په کې ځائېدلې.
33 وروسته یې د قربانۍ په ځای باندې لرګي ځای په ځای کړل، غویی یې ټوټې ټوټې کړ او په لرګیو باندې یې کېښود. هغه وویل: <څلور منګي د اوبو څخه ډک کړئ او په نذرانې او لرګیو باندې یې توی کړئ.> هغوی همداسې وکړل
34 او هغه وویل: <یو ځل بیا داسې وکړئ> او هغوی همدا کار وکړ. هغه وویل: <د دریم ځل دپاره دا کار وکړئ> او هغوی همداسې وکړل.
35 د قربانۍ د ځای ګردچاپېره اوبه جاري شوې او لښتی هم ډک شو.
36 ماسپښین چې د قربانۍ کولو وخت ؤ، ایلیا نبي د قربانۍ ځای ته رانژدې شو او دعا یې وکړه: <ای د ابراهیم، اسحاق او یعقوب څښتن خدایه، نن دا ثابته کړه چې ته د اسراییلو خدای یې او زه ستا خدمتګار یم او دا هرڅه مې د ستا په امر کړي دي.
37 ای څښتنه! ځواب راکړه، ماته ځواب راکړه، ترڅو خلک په دې باندې پوه شي چې ته څښتن خدای یې او ته یې چې هغوی بېرته خپل ځان ته رااړوې.>
38 څښتن اور رانازل کړ او قرباني، لرګي، تیږې او خاوره یې وسوزوله او په لښتي کې یې اوبه وچې کړې.
39 کله چې خلکو دا ولیدل، ځانونه یې په ځمکه باندې وغورزول او چیغې یې ووهلې: <څښتن، خدای دی! څښتن، خدای دی!>
40 هغه وخت ایلیا هغوی ته حکم وکړ: <د بعل نبیان ونیسئ او یو هم مه پرېږدئ چې وتښتي!> هغوی یې ونیول او ایلیا هغوی د قیشون خوړ ته کوز کړل او هلته یې ووژل.
41 ایلیا اخاب ته وویل: <لاړ شه، وخوره او وڅښه، ځکه چې د سخت باران اواز دی.>
42 کله چې اخاب روان شو چې څه وخوري او وڅښي، ایلیا د کرمل د غره څوکې ته وخوت، ځمکې ته ورټیټ شو او خپل سر یې د زنګنونو په منځ کې کېښود.
43 هغه خپل خدمتګار ته وویل: <لاړ شه او د بحیرې خواته وګوره.>خدمتګار لاړ او بېرته راستون شو، ویې ویل: <څه شی مې ونه لید.> په دې توګه ایلیا اووه ځلې هغه ولېږه.
44 هغه په اووم ځل بېرته راغی او ویې ویل: <لږه ورېځ مې ولیدله چې د انسان د لاس څخه لویه نه وه او د بحیرې څخه راپورته کېدله.>ایلیا خپل خدمتګار ته امر وکړ: <اخاب پادشاه ته ورشه او ورته ووایه چې خپله جنګي ګاډۍ تیاره کړي او مخکې له دې چې باران هغه ایسار کړي، بېرته خپل کور ته ستون شي.>
45 په ډېر لږ وخت کې اسمان په تورو ورېځو کې پټ شو، باد راوالوت او سخت باران پیل شو. اخاب خپلې ګاډۍ کې سپور شو او بېرته یزرعیل ته روان شو.
46 څښتن ایلیا ته قوت ورکړ، هغه خپل کالي په ملا پورې کلک وتړل او تر یزرعیل پورې په ټوله لاره کې د اخاب په مخکې ځغلېده.