اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 8

وروسته بیا سلیمان د اسراییلو سپین ږیري، د قبیلو ټول مشران او د اسراییلو د خېلونو رئیسان اورشلیم ته راوغوښتل، چې د څښتن د لوظ صندوق د صهیون یعنې د داود د ښار څخه د خدای کور ته یوسي.
2 د کال په اوومه یعنې د ایتانیم په میاشت هغوی ټول د سلیمان پادشاه په وړاندې د جونګړو د اختر په وخت کې راغونډ شول.
3 کله چې د اسراییلو ټول سپین ږیري راغونډ شول، کاهنانو د لوظ صندوق پورته کړ
4 او هغه یې د خدای کور ته انتقال کړ. لاویانو او کاهنانو هم د څښتن مقدسه خېمه او د هغې ټول سپېڅلي لوازم د خدای کور ته راوړل.
5 سلیمان پادشاه او د اسراییلو ټول قوم د لوظ د صندوق مخې ته راغونډ شول او دومره ډېر پسونه او غوایان یې قرباني کړل چې نه شمېرل کېدل.
6 کاهنانو د څښتن د لوظ صندوق خپل ځای ته چې د خدای په کور کې ؤ، یعنې ډېر مقدس ځای ته راوړ او هغه یې د کروبیانو د وزرونو لاندې کېښود.
7 کروبیانو خپل وزرونه په هغه ځای باندې چې هلته د لوظ صندوق ؤ وغوړول. هغوی په صندوق او د هغه په انتقالوونکو میلو باندې سیوری واچاوه.
8 میلې دومره اوږدې وې چې د هغوی سرونه د خدای د کور د اصلي سالون څخه چې ډېر مقدس ځای ته مخامخ ؤ لیدل کېدلې، مګر د کوم بل ځای څخه نه لیدل کېدلې. هغه میلې تر نن ورځې پورې په هغه ځای کې دي.
9 د لوظ په صندوق کې بل هیڅ شی نه ؤ، پرته د تیږو د هغو دوو لوحو څخه چې موسیٰ د سینا په غره کې په هغه کې ایښې وې، چېرته چې څښتن د هغوی د مصر څخه د وتلو وروسته د اسراییلو د خلکو سره لوظ وکړ.
10 کله چې کاهنان د خدای د کور د اصلي سالون یعنې مقدس ځای څخه دباندې راووتل، ناڅاپه د څښتن کور د ورېځې څخه ډک شو.
11 کاهنانو د ورېځې له کبله ونه شو کولی چې خپل خدمت ترسره کړي، ځکه چې د څښتن کور د هغه د جلال څخه ډک شوی ؤ.
12 سلیمان وویل: <څښتن ویلي دي چې هغه به په تورې ورېځې کې اوسیږي.
13 په رښتیا مې ستا دپاره یو پرتمین کور جوړ کړی دی، داسې ځای چې د تل دپاره په کې واوسیږې.>د
14 کوم وخت چې د اسراییلو خلک په هغه ځای کې ولاړ وو، پادشاه خپل مخ د هغوی خواته راواړاوه او د خدای څخه یې هغوی ته برکت وغوښت.
15 بیا هغه وویل: <ثناه دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته! کومه وعده چې هغه زما د پلار داود سره کړې وه هغه یې سرته ورسوله. څښتن داود ته ویلي وو:
16 له هغه وخت راهیسې چې ما خپل قوم د مصر څخه راوویست، ما د اسراییلو په کومې قبیلې کې هیڅ یو ښار غوره نه کړ چې په هغه کې دې زما دپاره کور جوړ شي او زما عبادت دې په کې وشي. مګر داوده، ته مې غوره کړې چې زما په قوم باندې پادشاهي وکړې.>
17 سلیمان زیاته کړه: <دا زما د پلار هیله وه چې د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره یو کور جوړ کړي.
18 مګر څښتن هغه ته وویل: ستا هیله په ځای وه چې غوښتل دې زما د عبادت دپاره یو کور جوړ کړې،
19 مګر ته به هغه جوړ نه کړې. بلکه ستا خپل زوی به زما کور جوړ کړي.
20 هغه وعده چې څښتن کړې وه، هغه یې سرته ورسوله. ما د خپل پلار داود ځای ونیوه او اوس د اسراییلو په تخت باندې ناست یم او د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره مې کور جوړ کړ.
21 همدارنګه ما د خدای په کور کې د لوظ د صندوق دپاره ځای تیار کړ. په هغه کې د څښتن د هغه لوظ د تیږو لوحې دي، یعنې هغه لوظ چې زمونږ د نیکونو سره یې د مصر څخه د راویستلو په وخت کې کړی ؤ.>
22 بیا سلیمان د څښتن د قربانۍ د ځای مخې ته د اسراییلو د غونډې په مخ کې ودرېده او خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل
23 او دعا یې وکړه: <ای د اسراییلو څښتن خدایه، پورته په اسمان او لاندې په ځمکه کې ستا په شان خدای نشته! ته د خپلو خلکو سره په خپل لوظ باندې ټینګ ولاړ یې او هغوی ته چې د زړه له کومي ستا اطاعت کوي خپله تلپاتې مینه څرګندوې.
24 هغه وعده چې تا زما پلار یعنې خپل خدمتګار داود سره کړې وه هغه دې نن ترسره کړه.
25 نو اوس ای د اسراییلو څښتن خدایه! زه دعا کوم چې ته هغه بله وعده هم سرته ورسوې چې زما د پلار سره دې کړې وه او ویلي دې وو: که ستا اولاده د ستا په شان په غور سره زما اطاعت وکړي، نو تل به یو د هغو څخه د اسراییلو پادشاه وي.
26 نو اوس، ای د اسراییلو خدایه! د هر شي وعده چې تا د خپل خدمتګار، یعنې زما د پلار داود سره کړې وه، هغه دې رښتیا شي.
27 مګر ای خدایه، آیا ته په رښتیا سره کولی شې چې په ځمکه ژوند وکړې؟ حتیٰ ټول اسمانونه دومره لوی نه دي چې ته په کې ځای شې، نو څنګه به وکولی شې چې په دې کور کې چې ما د ستا دپاره جوړ کړی دی واوسیږې؟
28 بیاهم ای زما څښتن خدایه، د خپل خدمتګار دعا او هغه زارۍ چې ستا د رحم دپاره یې کوي قبولې کړه. هغه دعا او فریاد چې ستا خدمتګار یې نن ستا په حضور کې کوي واوره.
29 په دې کور باندې شپه او ورځ خپل نظر وساته، دا ځای چې تا د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی. هرکله چې زه خپل مخ دې کور ته اړوم او دعا کوم، هغه دعا قبوله کړه!
30 د خپل خدمتګار او د خپل قوم اسراییلو زارۍ چې د دې ځای لوري ته یې کوي، واوره. د خپل استوګنځي یعنې د اسمان څخه یې واوره او چې کله دې واورېدې نو مونږ وبخښه.
31 کله چې یو سړی د بل سړي په مقابل کې په ګناه کولو باندې تورن شوی وي او هغه د خدای د کور د قربانۍ ځای ته راوستل شي او دا قسم وخوري چې هغه بې ګناه دی،
32 ای څښتنه، په اسمان کې یې واوره او د هغوی ترمنځ قضاوت وکړه. ګناهګار ته داسې سزا ورکړه څنګه چې د هغې وړ دی او هغه څوک چې بې ګناه وي هغه ازاد کړه.
33 کله چې ستا قوم اسراییل د هغې ګناه له کبله چې ستا په مقابل کې یې کړې وي د دښمن له خوا ماتې وخوري او کله چې هغوی بېرته ستا خواته راوګرځي او د دې اقرار وکړي چې ستا په مقابل کې یې ګناه کړې ده او په دې کور کې تاته دعا او زارۍ وکړي،
34 په هغه وخت کې په اسمان کې هغه دعا او زارۍ قبولې کړه، د خپل قوم اسراییلو ګناه وبخښه او هغوی بېرته هغې ځمکې ته راوله چې د هغوی نیکونو ته دې ورکړې وه.
35 فرض کړه د خپل قوم د ګناه له کبله چې د ستا په مقابل کې یې کړې وي باران ودروې. کله چې هغوی توبه وباسي، د دې کور په لور مخ راواړوي او په عاجزۍ سره تاته دعا وکړي، ځکه چې تا هغوی ته سزا ورکړې ده،
36 نو بیا د هغوی دعا په اسمان کې واوره او د خپل قوم اسراییلو ګناهونه وبخښه. هغوی ته د ژوند سمه لاره وروښایه او په هغه ځمکه باندې چې تا خپل قوم ته د ملکیت په توګه ورکړې ده باران ووروه.
37 کله چې په هېواد باندې قحطي، وبا، د وروست والي مرض یا د ملخانو یرغل راشي یا د هغوی دښمنان د هغوی ښارونه کلابند کړي، هره بلا یا مرض چې راشي،
38 د هغوی دعاګانې او زارۍ واوره. که چېرې ستا د قوم اسراییلو څخه یو څوک د زړه له خفګانه خپل لاسونه د دې کور لوري ته پورته کړي،
39 د هغوی دعا واوره. په خپل استوګنځي، یعنې په اسمان کې هغوی ته غوږ ونیسه، هغوی وبخښه او مرسته ورسره وکړه. یوازې ته د انسان د زړه څخه خبر یې. د هر سړي سره داسې رویه وکړه څنګه چې د هغې وړ وي،
40 ترڅو ستا خلک ټول ژوند په هغې ځمکې کې چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړې وه ستا اطاعت وکړي.
41 ‏-
42 کله چې یو پردی سړی د لېرې هېواد څخه، چې ستا لوی نوم او شهرت یې اورېدلی وي او ستا د قدرت او معجزو خبر شوی وي، راشي او د دې کور لوري ته دعا وکړي،
43 نو د اسمان څخه چې ستا د اوسېدلو ځای دی د هغه دعا قبوله کړه او هرڅه چې هغه سړی درڅخه غواړي ورته وریې کړه. په دې توګه به د ټولې نړۍ قومونه ستا د خپل قوم اسراییلو په شان تا وپېژني، ستا اطاعت به وکړي او په دې باندې به پوه شي چې دغه کور چې ما جوړ کړی دی ستا په نامه یادیږي.
44 کله چې ته خپل قوم لېږې چې د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شي او هغوی که هر چېرې وي، بیا د هغه ښار خواته چې تا غوره کړی دی او د دې کور په طرف چې ما ستا د عبادت دپاره جوړ کړی تاته دعا وکړي،
45 د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. د اسمان څخه د هغوی دعاګانې قبولې کړه او هغوی ته بری ورکړه.
46 کله چې ستا قوم ستا په مقابل کې ګناه وکړي - او داسې څوک نشته چې ګناه ونه کړي - او ته په هغوی په قهر شې، پرېږدې چې دښمنان هغوی ته ماتې ورکړي او هغوی خپل هېواد ته که هغه نژدې وي یا لېرې د اسیرانو په توګه بوځي،
47 نو د خپلو خلکو زارۍ او دعاګانې واوره. که هغوی د اسیرتوب په هېواد کې توبه وباسي، تاته زارۍ وکړي او دا اقرار وکړي، چې هغوی څومره ګناهګار او بد عمله دي، نو ای څښتنه! د هغوی زارۍ او دعاګانې قبولې کړه.
48 که چېرې هغوی په هغه هېواد کې په رښتیا او اخلاص سره توبه وباسي او د هغه هېواد چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړی دی، هغه ښار چې تا غوره کړی دی او د دې کور په طرف چې ستا دپاره مې جوړ کړی دی، خپل مخونه واړوي او تاته دعا وکړي،
49 نو هغه وخت د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. په اسمان کې چې ستا د اوسېدلو ځای دی، هغه قبولې کړه او د هغوی سره مرسته وکړه.
50 د هغوی ټول ګناهونه او یاغي توب چې د ستا په وړاندې یې کړی دی وبخښه او د هغوی اسیروونکي مجبور کړه چې د هغوی سره په مهربانۍ چلند وکړي.
51 ځکه چې هغه ستا خپل غوره شوی قوم دی چې د مصر څخه، یعنې د اوسپنې د ویلي کولو د داش څخه دې بیرون راوویستل.
52 څښتن تعالیٰ! ستا نظر دې د خپل خدمتګار او خپل قوم اسراییلو د زاریو په لور وي او هرکله چې هغوی تاته فریاد وکړي هغه واوره.
53 ځکه هغه وخت چې تا زمونږ نیکونه د مصر څخه راوویستل، د خپل خدمتګار موسیٰ په وسیله دې اعلان وکړ چې اسراییل مې د نړۍ د ټولو قومونو څخه غوره کړ چې زما خاص قوم شي.>
54 کله چې سلیمان څښتن ته دا زارۍ او دعاګانې پای ته ورسولې، د څښتن د قربانۍ د ځای د مخې څخه چې هغه په کې په ګونډو ؤ، پاڅېده او خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل.
55 هغه ودرېد او په لوړ اواز سره یې د اسراییلو د هغو ټولو خلکو دپاره چې هلته راغونډ شوي وو برکت وغوښت او ویې ویل:
56 <د څښتن ثناه دې وي! هغه خپل قوم اسراییلو ته د وعدې سره سم ارامي ورکړه. هغه ټولې سخاوتمندانه وعدې چې د خپل خدمتګار موسیٰ په وسیله یې کړې وې سرته ورسولې.
57 لکه څنګه چې زمونږ څښتن خدای زمونږ د نیکونو سره ؤ زمونږ سره دې هم وي. هغه دې مونږ هیڅکله نه پرېږدي او زمونږ څخه دې لاس وانخلي.
58 هغه دې زمونږ ارادې بدلې کړي ترڅو مونږ تل د هغه د غوښتنې سره سم ژوند وکړو او هغه قوانین او حکمونه چې زمونږ نیکونو ته یې ورکړي وو سرته ورسوو.
59 هیله کوم چې زمونږ څښتن خدای د تل دپاره زما دعا او دا غوښتنې چې د هغه څخه مې کړې دي په یاد وساتي. هغه دې تل په خپل قوم اسراییلو او د هغوی په پادشاه باندې رحم وکړي او د هغوی ورځنۍ اړتیاوې دې پوره کړي،
60 ترڅو د نړۍ ټول قومونه پوه شي چې څښتن یوازینی خدای دی - بل خدای نشته.
61 تاسو خپل څښتن خدای ته چې د هغه قوم یاست، وفادار اوسئ او لکه څنګه چې نن یې سرته رسوئ، د هغه د ټولو قوانینو او حکمونو څخه اطاعت وکړئ.>
62 وروسته بیا پادشاه او د هغه سره ټولو اسراییلیانو د څښتن حضور ته قربانۍ وړاندې کړې.
63 سلیمان دوه ویشت زره غوایان او یوسلو شل زره پسونه او وزې د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړې. نو په دې ډول پادشاه او ټولو اسراییلیانو د څښتن کور وقف کړ.
64 په هماغې ورځ پادشاه د انګړ منځنۍ برخه یعنې د خدای کور ته مخامخ سیمه سپېڅلې وګرځوله، هغه ځکه دا کار وکړ چې د برنجو څخه جوړ شوی د قربانۍ ځای د دې ټولو نذرانو د ځائېدلو دپاره ډېر کوچنی ؤ. نو هلته یې سوزېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې او د څارویو وازګې د سلامتۍ د نذرانو دپاره وړاندې کړې.
65 سلیمان او د اسراییلو قوم څوارلس ورځې د خدای په کور کې اختر ولمانځه. په هغه کې په شمال کې د حمات د کنډو څخه نیولې په جنوب کې د مصر تر پولې پورې ډېر خلک راغلي وو.
66 په راتلونکې ورځ هغه خلک رخصت کړل. هغوی د پادشاه ستاینه وکړه او د هغو ټولو ښو کارونو په خاطر چې څښتن د خپل خدمتګار داود او خپل قوم اسراییلو دپاره یې کړي وو په خوښۍ او خوشاله زړونو خپلو کورونو ته لاړل.