اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 22

اتر درې کالو پورې د اسراییلو او سوریې ترمنځ سوله وه.
2 په دریم کال د یهودا پادشاه یهوشافاط د اسراییلو د پادشاه اخاب د لیدلو دپاره ورغی.
3 اخاب د خپلو درباریانو څخه پوښتنه وکړه: <مونږ د دې هڅه ولې نه ده کړې چې د جلعاد راموت ښار بېرته له سوریې څخه ونیسو؟ هغه زمونږ دی.>
4 بیا هغه د یهوشافاط څخه پوښتنه وکړه: <آیا ته به زما سره راموت ته لاړ شې چې په سوریایانو باندې حمله وکړو؟>یهوشافاط ځواب ورکړ: <یوازې دا راته ووایه چې څه وکړم، زما لښکرې او اسونه ستا په خدمت کې دي.
5 مګر پرېږده چې اول د څښتن څخه پوښتنه وکړو.>
6 اخاب نبیان راوغوښتل چې شاوخوا څلورسوه تنه وو او د هغو څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا زه په راموت باندې حمله وکړم که نه؟>نبیانو ځواب ورکړ: <هو، څښتن به ستاسو سره مرسته وکړي چې هغوی ته ماتې ورکړئ.>
7 مګر یهوشافاط پوښتنه وکړه: <آیا دلته کوم بل نبي نشته چې د هغه په وسیله مونږ د څښتن څخه مشوره وغواړو؟>
8 اخاب ځواب ورکړ: <دلته یو بل نبي هم شته، یعنې د یمله زوی میکایا. مګر د هغه څخه کرکه لرم، ځکه چې هغه هیڅکله زما په هکله ښه وړاندوینه نه کوي او تل بده وړاندوینه کوي.>یهوشافاط ځواب ورکړ: <داسې مه وایه.>
9 بیا د اسراییلو پادشاه یو درباری راوغوښت او ورته ویې ویل: <لاړ شه او ژر میکایا زما حضور ته راوله!>
10 اخاب او یهوشافاط دواړو خپل شاهانه کالي اغوستي وو او د سامرې د دروازې تر څنګ په درمند ځای کې په خپلو تختونو باندې ناست وو. ټولو نبیانو د هغوی په حضور کې وړاندوینې کولې.
11 د کنعنه زوی صدقیا چې د نبیانو له جملې څخه ؤ، د خپل ځان دپاره د اوسپنې څخه ښکرونه جوړ کړي وو او ویې ویل: <ای اخابه، څښتن وایي چې ته به د دې ښکرونو په وسیله په سوریایانو باندې حمله وکړې او هغوی به له منځه یوسې.>
12 ټولو نبیانو له دې سره موافقه وکړه چې اخاب دې په راموت کې په سوریایانو باندې حمله وکړي او دا یې هم وویل چې څښتن به د هغه سره مرسته کوي چې هغوی ته ماتې ورکړي.
13 په دې ترڅ کې هغه استازی چې د میکایا پسې تللی ؤ هغه ته یې وویل: <ای میکایا، ټولو نبیانو د اخاب دپاره د بریالیتوب وړاندوینه وکړه، اوس لاړ شه او د هغو خبره تائید کړه.>
14 مګر میکایا ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم هرڅه چې څښتن ماته وایي زه به هماغه پادشاه ته ووایم.>
15 بیا میکایا اخاب ته ورغی او اخاب ورڅخه پوښتنه وکړه: <ای میکایا، آیا زه راموت ته د جګړې دپاره لاړ شو یا نه؟>میکایا ځواب ورکړ: <حمله ورباندې وکړئ، تاسو به په یقین سره بریالي شئ. څښتن به هغوی تاسو ته تسلیم کړي.>
16 مګر پادشاه، میکایا ته وویل: <کله چې د خدای په نامه زما سره خبرې کوې رښتیا راته وایه. څو ځلې مې دا تاته ویلي دي؟>
17 میکایا ځواب ورکړ: <ما ولیدل چې اسراییلي عسکر د هغو پسونو په شان دي چې په غونډیو کې اخوا دېخوا ګرځي او شپون نه لري. څښتن وویل: دغه لښکر مشر نه لري. هغوی باید په خیر سره خپلو کورونو ته لاړ شي.>
18 اخاب، یهوشافاط ته وویل: <ما تاته ونه ویل چې هغه به زما په هکله هیڅکله ښه وړاندوینه ونه کړي، هغه یوازې بده وړاندوینه کوي؟>
19 میکایا په ځواب کې وویل: <واوره چې څښتن نور څه وویل! څښتن مې په اسمان کې ولید چې په خپل تخت باندې ناست ؤ او ټولې فرښتې د هغه ښي او چپ اړخ ته ولاړې وې.
20 څښتن پوښتنه وکړه: څوک کولی شي چې اخاب وغولوي چې هغه راموت ته لاړ شي او هلته ووژل شي؟یو څو فرښتو یوه خبره او نورو بله خبره کوله
21 نو په پای کې یوه ارواح رامخکې شوه، د څښتن په وړاندې ودرېدله او هغه ته یې وویل: زه کولی شم چې اخاب وغولوم.
22 څښتن ورڅخه پوښتنه وکړه: څنګه؟ارواح ځواب ورکړ: زه به د اخاب په ټولو نبیانو باندې دروغ ووایم.څښتن ځواب ورکړ: ښه ده. اوس لاړه شه او هغه وغولاوه. ته به بریالۍ شې.
23 ای اخابه! کټ مټ هماغسې وشول. څښتن ستا ټول نبیان دې ته مجبور کړل چې تاته دروغ ووایي، ځکه د څښتن اراده دا ده چې ستا په سر باندې بلا راشي.>
24 بیا صدقیا، میکایا ته نژدې شو، په څپېړه یې وواهه او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <کله د څښتن روح زما څخه تللی دی او ستا سره یې خبرې کړې دي؟>
25 میکایا ځواب ورکړ: <په هغه ورځ به په دې باندې پوه شې چې د یو کور په دنننۍ کوټه کې پټ شې.>
26 اخاب حکم وکړ: <میکایا ونیسئ! هغه د سامرې والي آمون او شهزاده یوآش ته ورولئ.
27 هغوی ته ووایئ چې میکایا په زندان کې واچوئ او ترڅو پورې چې زه بېرته په خیر سره راستنېږم هغه ته یوازې ډوډۍ او اوبه ورکوئ.>
28 میکایا وویل: <که چېرې ته په خیر سره بېرته راستون شوې، نو څښتن زما په وسیلې خبرې نه دي کړې.> بیا یې ټولو خلکو ته وویل: <ما چې څه وویل هغه هېر نه کړئ.>
29 نو د اسراییلو پادشاه اخاب او د یهودا پادشاه یهوشافاط د خپلو لښکرو سره د جلعاد راموت ته روان شول.
30 مخکې له دې چې هغوی جنګ ته لاړ شي، اخاب وویل: <ای یهوشافاطه! زه به خپله څېره بدله کړم، مګر ته خپله شاهانه چپنه واغونده.> نو اخاب خپله څېره بدله کړه او جګړې ته لاړ.
31 د سوریې پادشاه د خپلو جنګي ګاډیو دوه دېرشو قوماندانانو ته امر وکړ: <پرته د اسراییلو له پادشاه څخه د بل چا سره جګړه ونه کړئ.>
32 نو کله چې هغوی یهوشافاط په خپله شاهانه چپنه کې ولید، هغوی فکر وکړ چې هغه اخاب دی، نو هغوی په هغه باندې د حملې کولو دپاره راوګرځېدل. مګر کله چې یهوشافاط هغوی ته چیغې ووهلې،
33 هغوی پوه شول چې هغه اخاب نه دی نو د هغه د تعقیبولو څخه یې لاس واخیست.
34 خو د جګړې په وخت کې یو سوریایي عسکر تصادفاً یو غشی ګوزار کړ او هغه د اخاب د زغرو د کالیو په درز باندې ولګېده. اخاب د خپلې جنګي ګاډۍ چلوونکي ته وویل: <راوګرځه او ما د جګړې د میدان څخه وباسه، ځکه زه ټپي شوی یم.>
35 جګړه ټوله ورځ تودېدله، اخاب په خپلې جنګي ګاډۍ کې تکیه وهلې وه او د هغه ځای څخه یې د سوریایانو لښکرې لیدلې. د هغه څخه وینه د ګاډۍ په ښکتنۍ برخه باندې توی شوه او د ماښام په وخت هغه سا ورکړه.
36 د لمر پرېواته په وخت کې د اسراییلو په لښکرو کې کوم یو نورو ته چیغې ووهلې: <په شا شئ! هر یو بېرته خپل ښار او وطن ته لاړ شئ!>
37 په دې توګه اخاب پادشاه مړ شو. د هغه مړی سامرې ته یوړل شو او هلته ښخ شو.
38 هغوی د هغه جنګي ګاډۍ په سامره کې د یو ډنډ تر څنګ ومینځله، یعنې هغه ځای چې فاحشو به په کې خپل ځانونه مینځل. سپیانو د هغه وینه وڅټله. لکه څنګه چې څښتن ویلي وو هماغسې وشول.
39 نور هغه ټول کارونه چې اخاب د خپلې پادشاهۍ په وخت کې کړي وو، چې په هغو کې هغه ماڼۍ چې د فیلانو په غاښونو باندې یې سمبال کړې وه او د ښارونو جوړول شامل دي، دا ټول د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
40 اخاب مړ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پادشاه شو.
41 د اسراییلو د پادشاه اخاب د پادشاهۍ په څلورم کال، د آسا زوی یهوشافاط د یهودا پادشاه شو.
42 یهوشافاط د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پادشاه شو او هغه په اورشلیم کې پنځه ویشت کاله پادشاهي وکړه. د هغه د مور نوم عزوبه وه چې د شلحي لور وه.
43 هغه د خپل پلار آسا په شان، هماغه کارونه وکړل کوم چې د څښتن په وړاندې صحیح وو، خو بتخانې ورانې نه شوې او خلکو هلته نذرانې وړاندې کولې او خوشبویي یې سوزوله.
44 یهوشافاط د اسراییلو د پادشاه سره سوله هم وکړه.
45 د یهوشافاط د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه زورورتوب او جګړې، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
46 هغه ټول پاتې لواطت کاران او فاحشې چې د ده د پلار په پادشاهۍ کې په بتخانو کې یې خدمت کاوه له منځه یوړل.
47 په هغه وخت کې د ادوم په هېواد کې پادشاه نه ؤ، نو د یوې ټیټې رتبې درباري به په هغه هېواد باندې حکومت کاوه.
48 یهوشافاط بحري کشتۍ ګانې جوړې کړې چې د سرو زرو د واردولو دپاره اوفیر ته لاړې شي. مګر هغه په عصیون جابر کې ماتې شوې او هیڅکله لاړې نه شوې.
49 د اخاب زوی اخزیا یهوشافاط ته داسې وړاندیز وکړ: <پرېږده چې زما د کشتۍ چلوونکي ستا د کشتۍ چلوونکو سره لاړ شي.> مګر یهوشافاط د هغه وړاندیز ونه مانه.
50 یهوشافاط مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د یهوشافاط زوی یهورام د هغه په ځای پادشاه شو.
51 د یهودا د پادشاه یهوشافاط د پادشاهۍ په اوولسم کال، د اخاب زوی اخزیا د اسراییلو پادشاه شو او هغه دوه کاله په سامره کې پادشاهي وکړه.
52 اخزیا د خپل پلار اخاب، د خپلې مور ایزابل او همدارنګه د یروبعام پادشاه په شان څوک چې د اسراییلو د خلکو د ګناهکارۍ سبب شو، هغه هم د څښتن په وړاندې ګناه وکړه.
53 اخزیا د بعل خدمت او عبادت کاوه. لکه څنګه چې د هغه پلار کړي وو، د اسراییلو څښتن خدای یې ډېر په قهر کړ.