اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 7

مګر سلیمان د خپلې ماڼۍ په جوړولو باندې دیارلس کاله تېر کړل او هغه یې بشپړه کړه.
2 د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل د سالون په نوم یادېده څلورڅلوېښت متره اوږدوالی، دوه ویشت متره سور او دیارلس نیم متره لوړوالی درلود. هغه د صبر د ونو د ستنو څلور قطاره درلودل چې د صبر تیران ورباندې پراته وو.
3 د دې سالون د صبر د لرګیو بام د تیرانو دپاسه ؤ، کوم چې په ستنو باندې پراته وو. ټول پنځه څلوېښت تیران او په هر یو قطار کې پنځلس تیران وو.
4 د هغې کړکۍ ګانې په درې قطارونو کې یو او بل ته مخامخ ایښودل شوې وې.
5 دروازو او کړکیو مستطیل شکله چوکاټونه درلودل او په هر دېوال کې د کړکیو درې قطاره یو او بل ته مخامخ وو.
6 بل سالون چې د ستنو د سالون په نوم یادېده، دوه ویشت متره اوږد او دیارلس نیم متره یې سور ؤ. د هغه مخې ته یو دالان ؤ چې بام یې درلود او په ستنو باندې ټینګ شوی ؤ.
7 د پادشاه د تخت کوټه چې د قضاوت د سالون په نوم هم یادېدله، یعنې هغه ځای چې سلیمان به په کې دعوې فیصله کولې، د غولي څخه تر چته پورې یې د صبر د لرګیو تختې درلودلې.
8 د سلیمان خپل کور په بل انګړ کې د قضاوت د سالون شاته ؤ چې د نورو ودانیو په شان جوړ شوی ؤ. همدارنګه سلیمان د فرعون د لور دپاره چې هغه ورسره واده کړی ؤ د دې کور په شان یو کور جوړ کړ.
9 دا ټولې ودانۍ د بیرون څخه تر لوی انګړه پورې او د تهداب څخه تر بامه پورې د ډېرو ښو تیږو د تختو څخه چې په ټاکلو اندازو غوڅې شوې وې او بیروني او دننني مخونه یې په آره باندې غوڅ شوي وو، جوړې شوې وې.
10 تهدابونه یې په ډېرو ښو لویو تیږو باندې چې ځینې یې څلورنیم متره او ځینې یې درې نیم متره اوږدوالی درلود ایښودل شوي وو.
11 د هغو دپاسه په ټاکلو اندازو غوڅې شوې ډېرې ښې تیږې او د صبر د لرګیو تیران وو.
12 د ماڼۍ د لوی انګړ دېوال چې د انګړ څخه چاپېره شوی ؤ، د څښتن د کور د داخلي انګړ او د هغه د دالان په شان درې طبقې توږل شوې تیږې او یوه طبقه د صبر د لرګیو تیران یې درلودل.د حورام کار
13 سلیمان پادشاه یو سړی راوغوښت چې حورام نومېده او د صور په ښار کې اوسېده.
14 هغه د نفتالي د قبیلې څخه د یوې کونډې زوی ؤ او د هغه پلار د صور څخه ؤ او د برنجو کسبګر ؤ. حورام ډېر ماهر او پوه سړی ؤ او د برنجو په هر ډول کار کې یې تجربه درلودله. هغه سلیمان پادشاه ته راغی او ټول هغه کارونه چې ورته سپارل شوي وو سرته یې ورسول.
15 حورام دوه برنجي ستنې په قالب کې جوړې کړې چې د هرې یوې لوړوالی اته متره او ګردچاپېر یې پنځه متره او دېرش سانتي ؤ.
16 همدارنګه هغه د قالب شویو برنجو څخه دوه تاجونه جوړ کړل او د ستنو په سر باندې یې کېښودل. هر تاج دوه متره او شل سانتي لوړ ؤ.
17 د اوبدل شویو ځنځیرونو یو جال ؤ چې د ستنو په سر باندې یې تاجونه سینګار کړي وو. د هر تاج دپاره اووه دانې ځنځیرونه وو.
18 هغه په دوه قطارونو کې برنجي انار جوړ کړل چې د هر جال څخه راتاو شي او هغه تاجونه چې د ستنو په سر باندې دي، ښکلي کړي.
19 هغه تاجونه چې په دالان کې د ستنو په سر باندې وو، د سوسن د ګلونو په شکل وو او یو متر او اتیا سانتي لوړوالي یې درلودل.
20 د دواړو ستنو په تاجونو باندې د کاسه شکله برخې دپاسه چې د جال په څنګ کې وه په چارچاپېره قطارونو کې دوه سوه برنجي اناره وو.
21 حورام د خدای د کور د دروازې په مخکې دا دوه برنجي ستنې ودرولې. د جنوبي خوا ستن یې د یاکین په نوم او د شمالي خوا ستن یې د بوعز په نوم یاده کړه.
22 د ستنو په سر باندې د سوسن د ګلونو په شکل برنجي تاجونه وو. په دې توګه د ستنو کار سرته ورسېده.
23 حورام د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ جوړه کړه، چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې دیارلس نیم متره ؤ.
24 د ټانکۍ د غاړې ګردچاپېره د برنجي کدوانو دوه قطارونه وو، چې د ټانکۍ د نورو برخو سره یوځای قالب شوي وو.
25 ټانکۍ د دولسو برنجي غوایانو په شا باندې ولاړه وه چې درې یې شمال ته، درې یې جنوب ته، درې یې ختیځ ته او درې یې لوېدیځ ته مخامخ وو. ټانکۍ د هغو دپاسه وه او د هغو سرونه بیرون خواته وو.
26 د هغه پنډوالی پنځه اویا ملي متره ؤ او څنډه یې د جام د څنډې په شان وه، لکه د سوسن د غوړېدلي ګل په شان. په دې ټانکۍ کې د څلوېښت زرو لیترو نه زیاتې اوبه ځائېدلې.
27 همدارنګه حورام لس برنجي ګاډۍ جوړې کړې چې هرې یوې یو متر او اتیا سانتي اوږدوالی، یو متر او اتیا سانتي سور او یو متر او دېرش سانتي لوړوالی درلود.
28 د ګاډیو نقشه په دې ډول وه: د ګاډۍ په چوکاټونو کې څلور کنجه تختې ایښودل شوې وې.
29 په څلور کنجه تختو باندې د زمریانو، غوایانو او کروبیانو نقشونه وو. په چوکاټونو باندې د زمریانو او غوایانو د نقشونو دپاسه او لاندې د ګلانو د غنچو نقشونه وو، چې د ټکول شوي فلز څخه جوړ شوي وو.
30 هرې ګاډۍ د برنجي اکسلونو سره څلور برنجي عرابې درلودلې. د تشت دپاره په څلورو کنجونو کې برنجي کومکي میلې وې. د هغو په هر اړخ کې د ګلانو د غنچو نقشونه وو.
31 د تشت دپاره د ګاډۍ په سر باندې یو ګرد چوکاټ ؤ. هغه د ګاډۍ د سر څخه پنځه څلوېښت سانتي متره پورته خواته او اووه شپېته سانتي متره لاندې دننه خواته غزېدلی ؤ. د خولې چارچاپېره یې چې ګرده وه نقشونه ایستل شوي وو. د ګاډیو تختې ګردې نه وې، بلکه څلور کنجه وې.
32 څلور عرابې د تختو لاندې وې او د عرابو اکسلونه د ګاډیو پورې نښتي وو. د هرې عرابې قطر اووه شپېته سانتي ؤ.
33 نوموړې عرابې د جنګي ګاډیو د عرابو په شان جوړې شوې وې. د هغوی اکسلونه، ژۍ ګانې، پرې او د عرابو منځنۍ برخې ټول په قالب کې د برنجو څخه جوړ شوي وو.
34 د هرې ګاډۍ په لاندینیو څلورو کنجونو کې څلور کومکي ستنې وې چې د ګاډۍ سره نښتې وې.
35 د ګاډۍ په سر باندې یوه ګرده کړۍ وه چې دوه ویشت سانتي لوړوالی یې درلود. کومکي ستنې او تختې د ګاډۍ د سر پورې نښتې وې.
36 هغه په کومکي ستنو او تختو باندې په هر خالي ځای کې د کروبیانو، زمریانو او د خرما د ونو نقشونه جوړ کړل او د هغو سره چارچاپېره د ګلانو د غنچو نقشونه وو.
37 په دې ډول هغه لس ګاډۍ جوړې کړې، چې ټولې په یو قالب کې جوړې شوې وې او د اندازې او شکل له مخې یو شان وې.
38 همدارنګه حورام لس برنجي تشتونه جوړ کړل چې د هرې ګاډۍ دپاره یو تشت ؤ. د هر تشت قطر یو متر او اتیا سانتي ؤ او شاوخوا اته سوه لیتره اوبه په کې ځائېدل.
39 هغه پنځه ګاډۍ د خدای د کور په جنوب کې او پنځه یې په شمال کې ځای په ځای کړې. د خدای د کور په جنوب ختیځ کنج کې یې ټانکۍ کېښوده.
40 حورام همدارنګه تشتونه، بېلچې او د وینو د شیندلو کاسې جوړې کړې.نو حورام هغه ټول کارونه پای ته ورسول چې د سلیمان پادشاه دپاره یې د څښتن د کور په خاطر په خپله غاړه اخیستي وو:
41 دوه ستنېد ستنو په سر باندې دوه کاسه شکله تاجونهد جالونو دوه سېټونه د ستنو په سر باندې د دوه کاسه شکله تاجونو د سینګارولو دپاره
42 د دوو سېټونو د جالونو دپاره څلورسوه برنجي انار. (د هر جال دپاره د برنجي انارو دوه قطارونه چې د ستنو په سر باندې د کاسه شکله تاجونو د ښکلا دپاره وو.)
43 لس ګاډۍ د هغو د لسو تشتونو سره
44 ټانکۍ او د هغې لاندې دولس برنجي غوایان
45 لوښي، بېلچې او د وینو د شیندلو دپاره کاسې.د څښتن د کور دا ټول لوازم چې حورام د سلیمان پادشاه دپاره جوړ کړي وو، د صیقل شویو برنجو څخه وو.
46 دا شیان پادشاه د اردن په دره کې د سوکوت او زرتان ترمنځ د خاورې په قالبونو کې جوړ کړي وو.
47 سلیمان دا شیان ونه تلل، ځکه چې هغه ډېر زیات وو او د برنجو وزن معلوم نه شو.
48 همدارنګه سلیمان د څښتن د کور دپاره ټول لوازم جوړ کړل:د قربانۍ ځای د سرو زرو څخه.د سرو زرو مېز چې هغه سپېڅلې ډوډۍ به ورباندې ایښودل کېده چې خدای ته به نذرانه کېدله.
49 څراغدانونه چې د سوچه سرو زرو څخه وو (ډېر مقدس ځای ته مخامخ، پنځه ښي خواته او پنځه چپ خواته).د سرو زرو د ګلانو نقشونه، څراغونه او انبورونه.
50 د سوچه سرو زرو تشتونه، د پلتې پاکوونکي، د وینو د شیندلو کاسې، د خوشبويۍ پشقابونه او د اور لوښي.د ډېر مقدس ځای د دروازو دپاره او همدارنګه د خدای د کور د اصلي سالون د دروازو دپاره د سرو زرو چپراسونه.
51 کله چې سلیمان پادشاه د څښتن د کور ټول کارونه پای ته ورسول، بیا سلیمان هغه شیان یعنې سپین او سره زر او نور لوازم چې د هغه پلار داود څښتن ته وقف کړي وو، هغه یې د څښتن د کور په تحویلخانو کې کېښودل.