اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 13

یو نبي د څښتن په امر د یهودا څخه بیت ئیل ته لاړ او کله چې هلته ورسېده، یروبعام د قربانۍ وړاندې کولو په خاطر د قربانۍ په ځای کې ولاړ ؤ.
2 هغه نبي د څښتن په حکم د قربانۍ د ځای په ضد وینا وکړه: <ای د قربانۍ ځایه! ای د قربانۍ ځایه! څښتن داسې وایي: یو ماشوم به د داود په کورنۍ کې پیدا شي چې نوم به یې یوشیاه وي، هغه به په تا باندې د عبادت ځایونو هغه کاهنان حلال کړي چې په دې ځای کې نذرانې وړاندې کوي او د انسان هډوکي به درباندې وسوزول شي.>
3 وروسته نبي یوه نښه وړاندې کړه، ویې ویل: <هغه نښه دا ده چې څښتن بیان کړې ده: دا د قربانۍ ځای به دوه ټوټې شي او د هغه ایرې به بیرون توی شي.>
4 کله چې یروبعام پادشاه دا واورېدل، هغه خپل لاس د قربانۍ د ځای څخه د نبي خواته وراوږد کړ او ویې ویل: <هغه ونیسئ!> مګر هغه لاس چې یې د نبي خواته اوږد کړی ؤ شل شو، داسې چې هغه ونه شو کولی هغه بېرته خپل ځان ته راکش کړي.
5 نو د هغې نښې په مطابق چې د نبي له خوا د څښتن په نامه وړاندې شوې وه، د قربانۍ ځای راولوېده، دوه ټوټې شو او ایرې یې بیرون توی شوې.
6 یروبعام پادشاه نبي ته وویل: <مهرباني وکړئ زما دپاره خپل څښتن خدای ته دعا وکړئ او د هغه څخه وغواړئ چې زما لاس د پخوا په شان کړي.> نبي څښتن ته دعا وکړه او د پادشاه لاس روغ شو او بېرته هماغسې شو لکه څنګه چې پخوا ؤ.
7 پادشاه نبي ته وویل: <راځئ زما سره کور ته لاړ شئ او یو څه وخورئ. زه به تاسو ته یو سوغات درکړم.>
8 مګر نبي پادشاه ته په ځواب کې وویل: <که خپله نیمه پادشاهي دې هم ماته راکړې، زه به درسره لاړ نه شم. زه به دلته نه ډوډۍ وخورم او نه به اوبه وڅښم.
9 څښتن ماته امر کړی دی چې نه به څه شی خورم، نه به څه شی څښم او په هغې لار چې راغلی یم په هغې به بېرته خپل کور ته نه ستنېږم.>
10 نو په هغې لارې چې هغه بیت ئیل ته راغلی ؤ بېرته په هغې لاړ نه شو، بلکه په بله لار لاړ.
11 په هغه وخت کې په بیت ئیل کې یو زوړ نبي اوسېده. د هغه زامن راغلل او هغه څه چې د یهودا نبي په هغه ورځ په بیت ئیل کې کړي وو او هغه څه چې هغه یروبعام پادشاه ته ویلي وو خپل پلار ته بیان کړل.
12 زوړ نبي د خپلو زامنو څخه پوښتنه وکړه: <هغه په کومه لاره لاړ؟> نو هغوی ورته هغه لاره وښودله.
13 بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: <زما دپاره په خره باندې کته واچوئ.> هغوی همداسې وکړل او هغه ورباندې سپور شو
14 او د نبي پسې لاړ. ویې لیدل چې هغه د څېړۍ د ونې لاندې ناست دی، نو پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا ته هغه نبي یې چې د یهودا څخه راغلی یې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو، زه یم.>
15 زوړ نبي هغه ته وویل: <زما سره کور ته لاړ شه او ډوډۍ وخوره.>
16 د یهودا نبي ځواب ورکړ: <زه نه شم کولی چې تا سره بېرته ستون شم، په دې ځای کې تا سره نه ډوډۍ خوړلی شم او نه درسره اوبه څښلی شم.
17 ځکه چې څښتن ماته امر کړی دی چې دلته به نه څه شی خورم، نه به څه څښم او په هغې لارې چې راغلی یم بېرته به په هماغې لارې خپل کور ته نه ستنېږم.>
18 وروسته بیا هغه زوړ نبي چې د بیت ئیل څخه ؤ هغه ته وویل: <زه هم ستا په شان نبي یم او یوې فرښتې د څښتن په حکم ماته وویل: هغه د ځان سره کور ته راوله ترڅو یو څه وخوري او څه وڅښي.> مګر زوړ نبي هغه ته دروغ وویل.
19 نو د یهودا نبي د هغه سره ستون شو او د هغه په کور کې یې ډوډۍ وخوړله او اوبه یې وڅښلې.
20 په هغه وخت کې چې هغوی په دسترخوان باندې ناست وو، هغه زوړ نبي د څښتن پیغام تر لاسه کړ.
21 هغه د یهودا په نبي باندې غږ وکړ: <ستا څښتن خدای داسې وایي چې تا د هغه د امر څخه سرغړونه کړې ده او د هغه په حکم باندې دې عمل نه دی کړی.
22 ته بېرته ستون شوې او په هغه ځای کې چې ته منع شوې وې تا ډوډۍ وخوړله او اوبو دې وڅښلې. له دې کبله به ستا مړی ستا د نیکونو په هدیره کې ښخ نه شي.>
23 کله چې هغه د خوړلو او څښلو څخه وزګار شو، نو زوړ نبي د یهودا د نبي دپاره په خره باندې کته واچوله
24 او د یهودا نبي لاړ. په لاره کې زمری ورسره مخامخ شو او هغه یې وواژه. د هغه مړی په لاره کې پروت ؤ، خر او زمری د هغه په څنګ کې ولاړ وو.
25 ځینې خلک په لاره تېرېدل او په لاره کې یې مړی ولید چې زمری یې په څنګ کې ولاړ ؤ. هغوی بیت ئیل ته ورغلل او څه چې دوی لیدلي وو خلکو ته یې وویل.
26 کله چې زوړ نبي دا خبره واورېدله هغه وویل: <دا هغه نبي دی چې د څښتن د حکم څخه یې سرغړونه وکړه. نو څښتن هغه زمري ته په لاس ورکړ چې هغه وداړي او ویې وژني. لکه څنګه چې څښتن ورته ویلي وو هغه وشول.>
27 وروسته بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: <زما دپاره په خره باندې کته واچوئ.> هغوی همداسې وکړل.
28 هغه روان شو او ویې لیدل چې د نبي مړی په لاره کې پروت دی او زمری او خر لا تر اوسه هم د هغه په څنګ کې ولاړ دي. زمري نه مړی خوړلی او نه یې خر داړلی ؤ.
29 زوړ نبي هغه مړی راپورته کړ، هغه یې په خره باندې بار کړ او بېرته یې خپل ښار ته راوړ چې په هغه باندې ویر وکړي او ښخ یې کړي.
30 زوړ نبي هغه په خپله هدیره کې ښخ کړ او هغه او د هغه زامنو ورباندې ویر کاوه ویل یې: <وای، ای زما وروره! ای زما وروره!>
31 د هغه د ښخولو څخه وروسته نبي خپلو زامنو ته وویل: <کله چې زه مړ شم په هغه قبر کې مې ښخ کړئ چې هغه نبي په کې ښخ شوی دی، زما جسد د هغه د جسد په څنګ کې کېږدئ.
32 ځکه هغه پیغام چې د څښتن په حکم یې د بیت ئیل د قربانۍ د ځای په ضد او د هغو عبادت ځایونو په ضد چې د سامره په ښارګوټو کې دي ویلی ؤ، هغه به په یقین سره رښتیا شي.>
33 حتیٰ له دې وروسته هم، د اسراییلو پادشاه یروبعام د خپلو بدو لارو څخه ونه ګرځېده، بلکه یو ځل بیا یې د مختلفو عبادت ځایونو دپاره د هر قسم خلکو څخه کاهنان وټاکل. هرچا چې غوښتل کاهن شي هغه به یې وقف کاوه.
34 د دې ګناه په وجه د یروبعام پادشاهي پای ته ورسېدله او هغه او د هغه کورنۍ د ځمکې د مخ څخه ورکه شوه.