اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 20

د سوریې پادشاه بنهدد خپلې ټولې لښکرې سره راغونډې کړې او د نورو دوه دېرشو پادشاهانو له خوا چې اسونه او جنګي ګاډۍ ورسره وې د هغه ملاتړ کېده. سامره یې محاصره کړه او په هغې باندې یې برید وکړ.
2 بنهدد ښار ته استازي ولېږل چې د اسراییلو پادشاه اخیاب ته ووایي:
3 <خپل سره او سپین زر، خپلې ډېرې ښکلې ښځې او ماشومان دې ماته راوسپاره!>
4 د اسراییلو پادشاه په ځواب کې وویل: <ای پادشاه زما باداره، څنګه چې تاسو وایئ، زه خپل ځان او هرڅه چې لرم تاسو ته درسپارم.>
5 وروسته بنهدد بیا استازي ورولېږل چې اخاب ته ووایي: <ما مخکې تاته ویلي وو چې خپل سره او سپین زر، خپلې ښځې او اولادونه دې ماته راکړه.
6 مګر سبا په همدې وخت به زه خپل درباریان ستا ښار ته درولېږم چې ستا ماڼۍ او ستا د درباریانو کورونه ولټوي. هرڅه چې د هغوی خوښ شي هغه به واخلي او له ځان سره به یې یوسي.>
7 اخاب پادشاه د هېواد ټول سپین ږیري راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: <وګورئ چې بنهدد جنجال لټوي! هغه ماته پیغام رالېږلی دی چې خپلې ښځې او اولادونه، خپل سره او سپین زر هغه ته ورکړم او ما ومنله.>
8 سپین ږیرو او ټولو خلکو ځواب ورکړ: <د هغه خبرو ته غوږ مه نیسئ! او د هغه غوښتنې ونه منئ.>
9 نو اخاب د بنهدد استازو ته ځواب ورکړ: <زما بادار د سوریې پادشاه ته ووایئ چې د هغه اولنۍ غوښتنه منم، مګر دوهمه غوښتنه یې نه شم منلی.> هغوی لاړل او بنهدد ته یې بېرته ځواب وروړ.
10 بیا بنهدد اخاب ته یو بل پیغام ورولېږه: <زه به سامره بېخي له منځه یوسم، چې هلته دومره خاوره پاتې نه شي چې زما نفرو ته یو موټی هم ورسیږي. که چېرې ما دا کار ونه کړ نو خدایان دې ما ووژني.>
11 اخاب پادشاه په ځواب کې وویل: <بنهدد پادشاه ته ووایه چې رښتینی عسکر د جګړې څخه وروسته لافې وهي، له جګړې څخه مخکې نه.>
12 بنهدد او نورو پادشاهانو په خپلو خېمو کې شراب څښل چې دا پیغام یې تر لاسه کړ. خپلو نفرو ته یې امر وکړ: <په سامره باندې د حملې دپاره تیار شئ.> بیا هغوی د جګړې دپاره خپل سنګرونه ونیول.
13 په هماغه وخت کې یو نبي اخاب پادشاه ته راغی او ویې ویل: <څښتن داسې وایي: ته دا لوی لښکر وینې؟ تا به نن په هغوی باندې بریالی کړم او بیا به پوه شې چې زه څښتن یم.>
14 اخاب پوښتنه وکړه: <دا کار به څوک وکړي؟>نبي په ځواب کې وویل: <څښتن داسې وایي: د سیمه ایزو حکمرانانو ځوانان عسکر به دا کار وکړي.>هغه پوښتنه وکړه: <څوک به جګړه پیل کړي؟>نبي ځواب ورکړ: <ته.>
15 نو اخاب هغه ځوانان عسکر چې د سیمه ایزو حکمرانانو تر امر لاندې وو او د هغوی شمېر ټول دوه سوه دوه دېرش تنو ته رسېده سره راټول کړل. وروسته بیا هغه د اسراییلو لښکر چې ټول اووه زره تنه وو جګړې ته تیار کړل.
16 د غرمې په وخت، په داسې حال کې چې بنهدد او د هغه سره دوه دېرش ملګرو پادشاهانو په خپلو خېمو کې شراب څښل او نېشه کېدل، د اخاب لښکر جنګ ته راووتل.
17 لومړی د سیمه ایزو حکمرانانو ځوانان عسکر مخکې شول. هغه ترصدچیان چې بنهدد لېږلي وو، هغه ته یې خبر ورکړ چې د سامرې څخه یوه ډله عسکر راروان دي.
18 بنهدد امر وکړ: <هغوی ژوندي ونیسئ! دا مهمه نه ده چې هغوی د جنګ دپاره راغلي دي یا د سولې دپاره.>
19 هغو د سیمه ایزو حکمرانانو د ځوانو عسکرو د جګړې مشري کوله او د اسراییلیانو لښکر ورپسې وو.
20 هر یو خپل مخالف نفر وواژه. پاتې سوریایي عسکر وتښتېدل او اسراییلیان ورپسې شول. بنهدد په اس باندې سپور شو او د خپلو ځینو سپرو عسکرو سره وتښتېد.
21 مګر اخاب او د هغه عسکرو هغوی تعقیب کړل او د هغوی اسونه او جنګي ګاډۍ یې له منځه یوړې. اخاب او اسراییلي لښکرو سوریایانو ته دروند زیان ورورساوه.
22 وروسته، هغه نبي اخاب پادشاه ته ورغی او ویې ویل: <بېرته لاړ شه، خپل ځواکونه قوي کړه او یو ښه پلان جوړ کړه، ځکه چې په راتلونکي پسرلي کې به بنهدد یو ځل بیا په تاسو باندې حمله وکړي.>
23 په دې ترڅ کې، د بنهدد درباریانو هغه ته مشوره ورکړه: <د اسراییلو خدایان د غرونو خدایان دي، نو ځکه هغوی مونږ ته ماتې راکړه. مګر که چېرې مونږ د هغوی سره په هواره ځمکه باندې وجنګېږو، نو مونږ به په رښتیا سره هغوی ته ماتې ورکړو.
24 تاسو باید داسې کار وکړئ، هغه دوه دېرش پادشاهان لېرې کړئ او د هغوی په ځای د لښکرو قوماندانان وټاکئ.
25 نو هغومره عسکر، اسونه او جنګي ګاډۍ تیارې کړئ ترڅو ستاسو لښکرې د پخوا په شان قوي شي. مونږ به د اسراییلي لښکرو سره په هواره ځمکه باندې جګړه وکړو او هغوی ته به ماتې ورکړو.> بنهدد ومنله او د هغوی په مشورې باندې یې عمل وکړ.
26 په راتلونکي پسرلي کې بنهدد خپلې لښکرې راغونډې کړې او د افیق ښار ته روان شو چې له اسراییلو سره جګړه وکړي.
27 اسراییلیان د جګړې دپاره راغونډ شول او د جګړې سامانونه یې واخیستل. هغوی روان شول او په دوو ډلو کې یې سوریایانو ته مخامخ خپلې خېمې ودرولې. ټوله سیمه د سوریایانو څخه ډکه وه، مګر اسراییلیان د هغوی په پرتله لکه د وزو د دوه کوچنیو رمو په شان ښکاره کېدل.
28 یو نبي د دې پیغام سره د اسراییلو پادشاه اخاب ته ورغی او ورته ویې ویل: <څښتن داسې وایي: سوریایان فکر کوي چې زه د غرونو خدای یم او د هوارې خدای نه یم. نو زه به دا قوي لښکرې تاته تسلیم کړم، ترڅو ته او ستا خلک پوه شئ چې زه څښتن یم.>
29 دواړه لښکرې په خپلو کمپونو کې د اووه ورځو دپاره یو بل ته مخامخ پاتې شوې. په اوومه ورځ جګړه پیل شوه او په هماغه ورځ اسراییلیانو سل زره سوریایي پیاده عسکر ووژل.
30 د سوریایي لښکرو پاتې نفر بېرته افیق ته وتښتېدل، مګر په اووه ویشت زرو تنو باندې د ښار دېوال راولوېد.بنهدد هم د افیق ښار ته وتښتېد او د یو کور په دنننۍ کوټه کې پټ شو.
31 د هغه درباریانو بنهدد ته وویل: <مونږ اورېدلي دي چې د اسراییلو پادشاهان زړه سواندي خلک دي. مونږ ته اجازه راکړئ چې د ویر کالي د خپلو ملاګانو څخه راتاو کړو، رسۍ په خپلو غاړو کې واچوو او د اسراییلو پادشاه اخاب ته ورشو، کېدای شي چې هغه مو ژوندی پرېږدي.>
32 هغوی د ویر کالي واغوستل او رسۍ یې په خپلو غاړو کې واچولې، بیا اخاب ته ورغلل او ویې ویل: <ستاسو نوکر بنهدد ستاسو څخه غواړي چې هغه ژوندی پرېږدئ.>اخاب پوښتنه وکړه: <آیا هغه تر اوسه پورې ژوندی پاتې دی؟ بنهدد ماته لکه د ورور په شان دی.>
33 د بنهدد درباریانو دا یو نېک فال وګاڼه او کله چې هغه وویل: <ورور> هغوی په چالاکۍ سره د هغه د خولې څخه خبره واخیستله: <تاسو صحیح وایئ! تاسو او بنهدد لکه د ورونو په شان یئ.>اخاب وویل: <لاړ شئ او هغه ماته راولئ.> کله چې بنهدد بیرون راووت، اخاب هغه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور کړ.
34 بنهدد وویل: <زه به هغه ښارونه چې زما پلار ستاسو د پلار څخه نیولي وو بېرته درکړم او تاسو کولی شئ چې په دمشق کې د خپل ځان دپاره د سوداګرۍ یو مرکز جوړ کړئ لکه څنګه چې زما پلار په سامره کې جوړ کړی ؤ.>اخاب ځواب ورکړ: <که چېرې دا شرطونه پوره کړې، نو زه به تا خوشې کړم.> بیا اخاب د هغه سره د سولې تړون وکړ او اخاب بنهدد ته اجازه ورکړه چې لاړ شي.
35 په دې وخت کې د څښتن په حکم د نبیانو د ډلې څخه یو نبي خپل ملګري ته وویل: <ما ووهه>، مګر هغه د وهلو څخه انکار وکړ.
36 نو نبي هغه ته وویل: <تا د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه، څنګه چې زما څخه روان شې، یو زمری به تا ووژني.> څنګه چې هغه لاړ، یو زمری راغی او هغه یې وواژه.
37 هغه نبي یو بل سړی راپیدا کړ او ویې ویل: <مهرباني وکړه، ما ووهه!>، نو هغه سړي هغه وواهه او ټپي یې کړ.
38 نبي لاړ او په خپل مخ باندې یې پټۍ کېښوده چې خپله څېره بدله کړي. بیا هغه لاړ، د سرک په غاړه ودرېد او انتظار یې کاوه چې کله به د اسراییلو پادشاه تېریږي.
39 کله چې پادشاه تېرېده، نبي چیغې ووهلې: <اعلیحضرته! زه د جنګ په میدان کې وم چې یو چا ماته یو بندي راوست او راته ویې ویل چې هغه وساته. که چېرې هغه وتښتېده نو یا به ووژل شې او یا به درې زره د سپینو زرو سکې ورکوې.
40 مګر زه په نورو کارونو کې مشغول شوم او هغه بندي وتښتېد.>اخاب ځواب ورکړ: <لکه څنګه چې تا خپله سزا وټاکله، هماغسې به وشي.>
41 هغه سړي په چالاکۍ سره د خپل مخ څخه پټۍ وشلوله او پادشاه هغه وپېژانده چې هغه د نبیانو له جملې څخه دی.
42 نبي پادشاه ته وویل: <څښتن داسې وایي: هغه بنهدد چې ما په مرګ باندې محکوم کړی ؤ هغه دې ازاد کړ چې لاړ شي. په دې خاطر ته به د هغه په بدل کې او ستا لشکر به د هغه د لښکرو په بدل کې ووژل شي.>
43 اخاب په قهر او خفګان سره بېرته خپل کور سامرې ته ستون شو.