اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 3

سلیمان د مصر د پادشاه فرعون سره یو تړون وکړ او د هغه د لور سره یې واده وکړ. هغه یې راوستله چې تر هغې پورې د داود په ښار کې واوسیږي ترڅو پورې چې هغه د خپلې ماڼۍ، د خدای د کور او د اورشلیم شاوخوا دېوال د جوړولو کار سرته ورسوي.
2 تر هغه وخته پورې لا د څښتن دپاره کور نه ؤ جوړ شوی نو ځکه به قوم په مختلفو عبادت ځایونو کې قربانۍ کولې.
3 سلیمان د څښتن سره مینه کوله او د خپل پلار داود د لارښودنو په مطابق یې عمل کاوه. مګر هغه هم د عبادت په مختلفو ځایونو کې قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوزوله.
4 پادشاه جبعون ته لاړ چې هلته قربانۍ وړاندې کړي ځکه چې هغه د قربانۍ کولو تر ټولو مشهور ځای ؤ. سلیمان به د قربانۍ په هغه ځای کې زر سوزېدونکې نذرانې وړاندې کولې.
5 یوه شپه په جبعون کې څښتن خدای هغه ته په خوب کې ورښکاره شو او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <زما څخه څه غواړې چې تاته یې درکړم؟>
6 سلیمان په ځواب کې وویل: <تا تل د خپل غلام یعنې زما د پلار داود سره ډېره مینه ښودلې ده او هغه تاته وفادار، نېک او صادق ؤ. هغه ته دې خپله زیاته او نه بدلېدونکې مینه وښودله چې هغه ته دې زوی ورکړ چې نن ورځ د هغه په ځای پادشاهي کوي.
7 نو بیا، ای زما څښتن خدایه، تا خپل غلام زما د پلار داود په ځای پادشاه کړ. مګر زه د یو کوچني ماشوم په شان یم او په دې باندې نه پوهېږم چې څنګه پادشاهي وکړم.
8 زه د هغه قوم په منځ کې اوسېږم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړی دی، هغه قوم چې دومره زیات دی چې نه شمېرل کیږي.
9 نو ماته پوهه او حکمت راکړه چې ستا په قوم باندې په عدالت سره حکومت وکړم او د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړم. که نه، نو څوک کولی شي چې ستا په دې لوی قوم باندې پادشاهي وکړي؟>
10 څښتن خوشاله شو چې سلیمان دغه غوښتنه کړې ده.
11 نو خدای هغه ته وویل: <څرنګه چې تا دا وغوښتل او د خپل ځان دپاره دې نه د زیات عمر هیله وکړه، نه دې د شتمنۍ او نه دې د خپلو دښمنانو مرګ وغوښت بلکه د پوهې او حکمت هیله دې وکړه چې په عدل سره پادشاهي وکړې،
12 څه چې تا غوښتي دي زه به یې درکړم. زه به تاته داسې پوهه او حکمت درکړم، چې له دې څخه مخکې هم د چا سره نه وو او وروسته به هم د چا سره نه وي.
13 برسېره پردې هغه څه چې تا نه دي غوښتي زه به یې درکړم، یعنې شتمني او عزت دواړه، ترڅو ستا په ژوند کې په پادشاهانو کې څوک ستا سره برابر نه شي.
14 او که چېرې زما اطاعت وکړې او د خپل پلار داود په شان زما د قوانینو او حکمونو څخه پیروي وکړې، زه به درته زیات عمر درکړم.>
15 نو سلیمان راویښ شو او پوه شو چې څښتن ورسره په خوب کې خبرې کړې دي. بیا هغه اورشلیم ته لاړ، د څښتن د لوظ صندوق ته مخامخ ودرېد او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې څښتن ته وړاندې کړې. له هغې وروسته یې خپلو ټولو درباریانو ته میلمستیا ورکړه.
16 یوه ورځ دوه فاحشې پادشاه ته راغلې او د هغه په مخ کې ودرېدلې.
17 د هغوی څخه یوې وویل: <وبخښئ، اعلیحضرته! زه او دغه ښځه په یو کور کې اوسېږو. هغه وخت چې زما ماشوم پیدا شو هغه زما سره په دې کور کې وه.
18 زما د ماشوم د زېږېدلو په دریمه ورځ هغې هم یو ماشوم وزېږاوه. په هغه کور کې یوازې مونږ وو او زمونږ څخه پرته هلته بل هیڅوک نه ؤ.
19 نو یوه شپه هغې ښځې په خوب کې خپل ماشوم د ځان لاندې کړی ؤ او هغه مړ شوی ؤ.
20 نو د شپې په نیمایي کې چې کله زه ویده وم، هغه راپاڅېدلې وه او زما زوی یې زما له څنګ څخه اخیستی ؤ. هغه یې خپله غېږه کې او خپل مړ زوی یې زما په غېږه کې اچولی ؤ.
21 کله چې سهار راپاڅېدم چې خپل ماشوم ته شیدې ورکړم، ومې لیدل چې هغه مړ دی! ما په غور سره په رڼا کې هغه ته وکتل او ومې لیدل چې هغه زما زوی نه دی.>
22 هغې بلې ښځې وویل: <نه! ژوندی ماشوم زما دی او مړ ماشوم ستا دی.>اولنۍ ښځې بېرته په ځواب کې وویل: <نه! مړ ماشوم ستا دی او ژوندی زما دی!> نو هغوی د پادشاه په حضور کې یو تر بله شخړه وکړه.
23 پادشاه وویل: <تاسو دواړه دا ادعا لرئ چې ژوندی ماشوم زما دی او مړ ماشوم زما نه دی.>
24 نو پادشاه وویل: <ماته توره راوړئ.> نو کله چې هغوی پادشاه ته توره راوړه،
25 بیا هغه حکم وکړ: <دا ژوندی ماشوم دوه ټوټې کړئ او نیم یې یوې ته ورکړئ او نیم یې بلې ته ورکړئ.>
26 هغه ښځه چې د ژوندي ماشوم اصلي مور وه، زړه یې په خپل ماشوم باندې وسوزېده او پادشاه ته یې وویل: <اعلیحضرته! مهرباني وکړئ دا ژوندی ماشوم هغې ته ورکړئ! هغه مه وژنئ!>مګر هغې بلې ښځې وویل: <نه دې زما وي او نه دې ستا وي. هغه دوه ټوټې کړئ!>
27 هغه وخت پادشاه خپله پرېکړه وکړه: <ماشوم مه وژنئ! هغه اولنۍ ښځې ته ورکړئ ځکه چې هغه یې اصلي مور ده.>
28 کله چې د اسراییلو ټول خلک واورېدل چې پادشاه دا قانوني پرېکړه کړې ده، د هغوی په نظر کې پادشاه ډېر د عزت وړ شو، ځکه هغوی ولیدل چې خدای هغه ته حکمت ورکړی دی چې په عدل سره پادشاهي وکړي.