اول پادشاهان
څپرکی 17
یو نبي چې ایلیا نومېده او د جلعاد د تشبي څخه ؤ، اخاب پادشاه ته وویل: <د اسراییلو د ژوندي څښتن خدای په نامه چې زه یې خدمت کوم قسم خورم چې تر هغې پورې چې زه یې ونه وایم په راتلونکي څو کلونو کې به نه پرخه او نه به باران وي.>
2 بیا څښتن ایلیا ته وویل:
3 <دا ځای پرېږده، ختیځ خواته لاړ شه او خپل ځان د اردن د سیند په ختیځ د کریت د خوړ په غاړه کې پټ کړه.
4 د خوړ څخه به اوبه څښې او کارغانو ته مې امر کړی دی چې هلته به ډوډۍ درته راوړي.>
5 ایلیا د څښتن حکم قبول کړ، لاړ او د اردن په ختیځ کې د کریت د خوړ په غاړه کې اوسېده.
6 هغه به د خوړ اوبه څښلې او کارغانو به ورته هر سهار او هر ماښام ډوډۍ او غوښه راوړله.
7 څه موده وروسته خوړ وچ شو، ځکه چې په هېواد کې باران نه ؤ.
8 هغه وخت څښتن ایلیا ته وویل:
9 <اوس د زرفت ښارګوټي ته چې صیدون ته نژدې دی لاړ شه او هلته پاتې شه. ما یوې کونډې ښځې ته چې هلته اوسیږي امر کړی دی چې خواړه درکړي.>
10 نو ایلیا زرفت ته لاړ او څنګه چې هغه د ښارګوټي دروازې ته ورسېد، یوه کونډه ښځه یې ولیدله چې د سوزولو لرګي یې راټولول. هغې ته یې غږ وکړ او ورته ویې ویل: <آیا ماته به په جام کې لږې اوبه راوړې چې ویې څښم؟>
11 څنګه چې هغه روانه شوه چې اوبه راوړي ایلیا ورباندې غږ وکړ: <مهرباني وکړه لږه ډوډۍ هم راته راوړه.>
12 هغې ځواب ورکړ: <زه ستا د ژوندي څښتن خدای په نامه قسم خورم چې ما سره هیڅ ډوډۍ نشته. ما سره په منګي کې یوازې یو موټی اوړه او په کوزړۍ کې لږ د زیتونو تېل پاتې دي. دلته راغلې یم چې د سوزولو دپاره یو څه لرګي راټول کړم، کور ته یې یوسم او د خپل ځان او د خپل زوی دپاره خواړه تیار کړم. دا به زمونږ آخرني خواړه وي او بیا به له لوږې مړه شو.>
13 ایلیا هغې ته وویل: <مه وېرېږه، کور ته لاړه شه او خپله ډوډۍ تیاره کړه. مګر اول هغه څه چې درسره شته د هغې څخه یوه کوچنۍ ډوډۍ پخه کړه، ماته یې راوړه او وروسته بیا د خپل ځان او خپل زوی دپاره یو څه تیار کړه.
14 ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: تر هغې ورځې پورې چې زه څښتن باران ونه وروم، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل به دې خلاص نه شي.>
15 کونډه ښځه لاړه او څنګه چې ایلیا ورته ویلي وو هماغسې یې وکړل او هغوی درې واړو د ډېرو ورځو دپاره پوره خواړه درلودل.
16 لکه څنګه چې څښتن د ایلیا نبي په وسیله وعده کړې وه، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل خلاص نه شول.
17 څه موده وروسته د کور د خاوندې، یعنې د کونډې زوی ناروغ شو. د هغه حال د بدو څخه بدتر شو او آخر هغه مړ شو.
18 هغې ایلیا ته وویل: <ای د خدای نبي، ولې دې زما سره داسې وکړل؟ آیا د دې دپاره دلته راغلی یې چې زما ګناهونه خدای ته ور په یاد کړې او زما د زوی د مړینې سبب وګرځې؟>
19 ایلیا ځواب ورکړ: <زوی دې ماته راکړه.> ایلیا هغه د مور د غېږې څخه واخیست، هغه یې هغې بالا خانې ته یووړ چې هغه په کې اوسېده او په خپله بستره باندې یې څملاوه.
20 وروسته بیا هغه څښتن ته فریاد وکړ: <ای زما څښتن خدایه، ولې دې په دې کونډې باندې چې زه ورسره اوسېږم دا غم راوست او د هغې زوی دې وواژه؟>
21 بیا ایلیا درې ځلې په هغه هلک باندې ځان وروغزاوه او زارۍ یې وکړه: <ای زما څښتن خدایه، دا هلک بېرته راژوندی کړه!>
22 څښتن د ایلیا دعا او زارۍ قبوله کړه، په هلک کې ساه راپیدا شوه او هغه بېرته راژوندی شو.
23 ایلیا هغه ماشوم راپورته کړ او لاندې یې راکوز کړ. هغه یې خپلې مور ته ورکړ او ویې ویل: <وګوره، ستا زوی ژوندی دی!>
24 هغې په ځواب کې وویل: <اوس زه پوه شوم چې ته د خدای نبي یې او څښتن په رښتیا سره ستا په وسیله خبرې کوي.>