اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 1

داود پادشاه ډېر زوړ شوی ؤ او سره له دې چې د هغه خدمتګارانو هغه په کمپلو باندې پټاوه، خو بیاهم هغه نه تودېده.
2 نو درباریانو یې هغه ته وویل: <اعلیحضرته، مونږ ته اجازه راکړئ چې یوه پېغله راپیدا کړو چې ستاسو خدمت او پالنه وکړي. هغه به ستاسو په څنګ کې څملي او تاسو به تود وساتي.>
3 هغوی په ټولو اسراییلو کې یوه ښکلې پېغله ولټوله او په شونم کې هغوی د ابیشګ په نوم یوه نجلۍ پیدا کړه او هغه یې پادشاه ته راوستله.
4 هغه ډېره ښکلې وه او د پادشاه خدمت او پالنه به یې کوله، مګر پادشاه د هغې سره یوځای نه شو.
5 نو د داود زوی ادونیا چې مور یې حجیت نومېدله، هغه د پادشاهۍ دعوه وکړه. نو هغه څو جنګي ګاډۍ، اسونه او پنځوس نفره د بدرګې دپاره ځان ته تیار کړل.
6 پلار یې داود د ده په کارونو کې هیڅکله لاس وهنه نه کوله. پرته له دې، هغه ډېر ښکلی ځوان ؤ او د ابشالوم څخه وروسته د هغه مشر زوی ؤ.
7 ادونیا د زرویه د زوی یوآب او ابیاتار کاهن سره خبرې وکړې او هغوی موافقه وکړه چې د هغه څخه ملاتړ وکړي.
8 مګر صادوق کاهن، بنایاه د یهویاداع زوی، ناتان نبي، شمعي، ریعي او د داود ساتونکي ګارډ د ادونیا طرفداران نه وو.
9 یوه ورځ ادونیا د زوحلت تیږې ته نژدې چې د روجل د چینې تر څنګه ده، پسونه، غوایان او چاغ سخوندران قرباني کړل او هغه خپلو ورونو یعنې د پادشاه نورو زامنو او ټولو شاهي درباریانو ته چې د یهودا څخه وو بلنه ورکړه چې د قربانۍ میلمستیا ته راشي.
10 مګر هغه ناتان نبي، بنایاه، د پادشاه د ساتونکو ګارډ او خپل ورور سلیمان ته بلنه ورنه کړه.
11 بیا ناتان د سلیمان مور بتشبع ته ورغی او د هغې څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا تا نه دي اورېدلي چې د حجیت زوی ادونیا پادشاه شوی دی؟ او داود پادشاه په دې هکله هیڅ خبر نه دی!
12 که چېرې غواړې چې خپل ژوند او د خپل زوی سلیمان ژوند وژغورې، نو زه تاته مشوره درکوم.
13 هغه دا چې سمدستي داود پادشاه ته ورشه او ورته ووایه: اعلیحضرته، آیا تاسو زما سره دا قسم نه ؤ خوړلی چې په رښتیا سره به زما زوی سلیمان ستاسو څخه وروسته پادشاه شي او هغه به ستاسو په تخت باندې کښېني؟ نو بیا ولې ادونیا پادشاه شوی دی؟>
14 ناتان زیاته کړه: <هغه شیبه چې ته د داود پادشاه سره خبرې کوې، زه به درننوزم او ستا خبرې به تائید کړم.>
15 نو بتشبع د زاړه پادشاه د لیدلو دپاره د هغه د خوب کوټې ته ورننوتله چېرته چې ابیشګ چې د شونم څخه وه د هغه خدمت کاوه.
16 بتشبع د درناوي په خاطر ځمکې ته سر ټیټ کړ. پادشاه پوښتنه وکړه: <ته څه غواړې؟>
17 هغې ځواب ورکړ: <اعلیحضرته، تاسو ما سره ستاسو د څښتن خدای په نوم قسم خوړلی ؤ چې ستاسو څخه وروسته به زما زوی سلیمان پادشاه شي.
18 مګر ګورئ، ادونیا مخکې له مخکې پادشاه شوی دی او تاسو په دې هکله هیڅ خبر نه یاست.
19 هغه ډېر غوایان، چاغ سخوندران او پسونه قرباني کړل او ستاسو ټول زامن، ابیاتار کاهن او ستاسو د لښکرو قوماندان یوآب یې دې میلمستیا ته راوبلل، مګر ستاسو زوی سلیمان ته یې بلنه ورنه کړه.
20 اعلیحضرته، د ټولو اسراییلیانو سترګې ستاسو په لور دي چې تاسو ورته دا ووایئ چې له تاسو وروسته به څوک پادشاه شي.
21 که چېرې تاسو داسې ونه کړئ، کله چې تاسو مړ شئ، نو زما د زوی سلیمان او زما سره به د مجرمانو په شان سلوک وشي.>
22 په هغې شیبه کې چې بتشبع د پادشاه سره خبرې کولې، ناتان نبي راورسېده.
23 خلکو پادشاه ته خبر ورکړ: <دا دی ناتان نبي دلته دی.> نو هغه د پادشاه حضور ته ورغی او د درناوي په خاطر ځمکې ته سر ټیټ کړ.
24 ناتان وویل: <اعلیحضرته، آیا تاسو دا اعلان کړی دی چې له تاسو وروسته به ادونیا پادشاه شي او هغه به ستاسو په تخت باندې کښېني؟
25 نن هغه تللی دی او زیات شمېر غوایان، چاغ سخوندران او پسونه یې قرباني کړي دي. هغه ستاسو ټولو زامنو، د لښکرو قوماندانانو او ابیاتار کاهن ته بلنه ورکړې ده. همدا اوس هغوی د هغه سره خوري او څښي او وایي: ژوندی دې وي ادونیا پادشاه!
26 مګر اعلیحضرته، هغه زه، صادوق کاهن، بنایاه او سلیمان نه یو بللي.
27 آیا ادونیا دا کار ستاسو اعلیحضرت د فرمان سره سم کړی دی؟ ځکه چې ستاسو درباریان خبر نه دي چې ستاسو نه وروسته به څوک پادشاه شي او د پادشاهۍ په تخت به کښېني.>
28 نو داود پادشاه وویل: <بتشبع دننه راوغواړئ>، نو هغه راغله او د پادشاه په حضور کې ودرېدله.
29 په دې وخت کې پادشاه هغې ته وویل: <د هغه ژوندي څښتن په نامه چې زه یې د ټولو سختیو څخه ژغورلی یم قسم خورم،
30 زه به نن په یقین سره هغه کار سرته ورسوم چې د هغه په هکله مې ستا سره د څښتن، یعنې د اسراییلو د خدای په نوم قسم خوړلی ؤ، چې زما څخه وروسته به ستا زوی سلیمان پادشاه شي او هغه به زما په ځای زما په تخت باندې کښېني.>
31 نو بیا بتشبع د درناوي په خاطر ځمکې ته سر ټیټ کړ، ویې ویل: <زما بادار، داود پادشاه دې تل ژوندی وي!>
32 داود پادشاه وویل: <صادوق کاهن، ناتان نبي او د یهویاداع زوی بنایاه دننه راوغواړئ.> کله چې هغوی د پادشاه حضور ته راغلل،
33 پادشاه هغوی ته وویل: <زما درباریان درسره واخلئ، زما زوی سلیمان زما په خپلې قچرې باندې سپور کړئ او د جیحون د چینې پورې یې بدرګه کړئ.
34 صادوق کاهن او ناتان نبي دې هلته د اسراییلو د پادشاه په توګه د هغه سر په تېلو غوړ کړي. وروسته له هغې سرنی وغږوئ او داسې چیغې ووهئ: ژوندی دې وي سلیمان پادشاه!
35 سلیمان مخکې او تاسو د هغه پسې بېرته دلته راشئ او هغه دې زما په تخت باندې کښېني او زما په ځای دې پادشاهي وکړي. ځکه چې هغه مې د اسراییلو او یهودا مشر ټاکلی دی.>
36 بنایاه د پادشاه په ځواب کې وویل: <امین! ستاسو څښتن خدای دې قبول کړي!
37 لکه څنګه چې څښتن ستاسو اعلیحضرت سره مل ؤ، د سلیمان سره دې هم مل وي او د هغه پادشاهي دې د ستاسو د پادشاهۍ څخه هم ډېره لویه کړي.>
38 نو صادوق کاهن، ناتان نبي، بنایاه او د پادشاه ساتونکي ګارډ یعنې کریتیان او فلیتیان لاړل، سلیمان یې د داود پادشاه په قچره باندې سپور کړ او هغه یې د جیحون د چینې پورې بدرګه کړ.
39 صادوق کاهن د سپېڅلې خېمې څخه د تېلو ښکر راواخیست او د سلیمان سر یې غوړ کړ. وروسته بیا هغوی سرنی وغږاوه او ټولو خلکو چیغې ووهلې: <ژوندی دې وي سلیمان پادشاه!>
40 وروسته بیا ټول د سلیمان پسې اورشلیم ته راستانه شول. هغوی داسې شپېلۍ غږولې او د خوشالۍ چیغې وهلې چې ځمکه یې لړزوله.
41 کله چې ادونیا او د هغه مېلمنو د ډوډۍ خوراک پای ته رساوه، هغوی شورماشور واورېد. کله چې یوآب د سرني اواز واورېده، هغه پوښتنه وکړه: <په ښار کې دا شورماشور د څه دپاره دی؟>
42 مخکې له دې چې هغه خپلې خبرې خلاصې کړي، د ابیاتار کاهن زوی یوناتان راورسېد. ادونیا وویل: <دننه راشه! ته د عزت وړ سړی یې، تا به خامخا ښه خبر راوړی وي.>
43 یوناتان ځواب ورکړ: <هیڅ نه! زمونږ بادار داود سلیمان پادشاه کړ.
44 هغه صادوق کاهن، ناتان نبي، بنایاه، د پادشاه ساتونکي ګارډ یعنې کریتیان او فلیتیان د سلیمان سره ولېږل او هغه یې د پادشاه په قچره باندې سپور کړ.
45 صادوق کاهن او ناتان نبي د جیحون د چینې سره د هغه سر په تېلو غوړ کړ چې پادشاه شي. بیا هغوی ښار ته ننوتل، د خوشالۍ چیغې یې وهلې او خلکو شورماشور جوړ کړ. دا هغه شورماشور دی چې تاسو واورېده.
46 نو اوس سلیمان په تخت باندې ناست دی.
47 بله خبره دا چې درباریان د مبارکۍ دپاره زمونږ بادار، داود پادشاه ته راغلي دي او وایي: ستاسو خدای دې د سلیمان نوم د ستاسو د نوم څخه هم زیات مشهور کړي او د هغه پادشاهي دې د ستاسو د پادشاهۍ څخه هم لویه کړي! او پادشاه په خپل کټ کې سجده وکړه
48 او ویې ویل: د اسراییلو څښتن خدای ته دې ثناه وي، چا چې نن ورځ ماته ولیعهد راکړی دی او زه یې پریښی یم چې هغه په خپلو سترګو ووینم.>
49 په دې خبره د ادونیا ټول مېلمانه ووېرېدل، پاڅېدل او هر یو په خپله لاره لاړ.
50 مګر ادونیا د سلیمان له وېرې سپېڅلې خېمې ته لاړ او د خپل ژوند د ژغورلو دپاره یې هغه ښکرونه چې د قربانۍ د ځای په کنجونو کې وو، ونیول.
51 سلیمان پادشاه ته خبر ورکړل شو چې ادونیا د هغه څخه وېریږي، د قربانۍ د ځای ښکرونه یې کلک نیولي دي او وایي: <زه غواړم چې سلیمان پادشاه دې اول ماته قسم وخوري چې هغه به ما نه وژني.>
52 سلیمان په ځواب کې وویل: <که چېرې هغه دا ثابته کړي چې وفادار سړی دی نو د هغه د سر یو ویښته به هم کم نه شي، مګر که هغه خیانت وکړي وبه وژل شي.>
53 نو سلیمان پادشاه سړي ولېږل او هغه یې د قربانۍ د ځای څخه راښکته کړ. هغه راغی او د درناوي په خاطر یې سلیمان پادشاه ته خپل سر ټیټ کړ او سلیمان هغه ته وویل: <خپل کور ته لاړ شه.>