اول پادشاهان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 14

ه هغه وخت کې د یروبعام پادشاه زوی ابیاه ناروغ شو.
2 یروبعام خپلې ښځې ته وویل: <خپله څېره بدله کړه ترڅو هیڅوک تا ونه پېژني چې زما ښځه یې او اخیا نبي ته چې په شیلوه کې اوسیږي ورشه. دا هماغه سړی دی چې ماته یې ویلي وو چې ته به په دې قوم باندې پادشاه شې.
3 لس ډوډۍ، یو څه کیکونه او یو منګوټی شات هغه ته یوسه. هغه به تاته ووایي چې زمونږ په زوی باندې به څه پېښیږي.>
4 نو هغه په شیلوه کې د اخیا کور ته لاړه. د ډېر عمر په وجه اخیا ړوند شوی ؤ.
5 څښتن اخیا ته ویلي وو: <د یروبعام ښځه راځي، هغه به د خپل زوی په هکله چې ناروغه دی ستا څخه پوښتنه وکړي.> همدارنګه څښتن اخیا ته ویلي وو چې هغې ته څه ووایي. څښتن زیاته کړه: <کله چې هغه ښځه راورسیږي، نو هغه به خپل ځان داسې وښایي چې ګوندې بل څوک ده.>
6 نو کله چې اخیا د کور په دروازه کې د هغې د پښو د قدمونو اواز واورېد، هغه وویل: <ای د یروبعام ښځې، راننوزه. ولې ته ځان داسې ښکاره کوې چې بل څوک یې؟ ستا دپاره یو بد خبر لرم.
7 لاړه شه او یروبعام ته ووایه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ته مې د خلکو له منځ څخه راپورته کړې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې کړې.
8 د داود د کورنۍ څخه مې پادشاهي واخیستله او تاته مې درکړه. مګر ته زما د خدمتګار داود په شان نه وې، هغه ماته پوره وفادار ؤ، زما د حکمونو څخه یې اطاعت کاوه او یوازې هغه کارونه یې کول چې زما په نظر کې صحیح وو.
9 تا د هغو ټولو پادشاهانو په پرتله چې ستا څخه مخکې وو ډېر ناوړه کارونه وکړل. د خپل ځان دپاره دې نور خدایان یعنې فلزي بتان جوړ کړل. زما قهر دې راوپاراوه او ماته دې شا کړه.
10 له دې کبله به ستا په شاهي کورنۍ باندې بدبختي راولم. زه به ستا ټوله نارینه اولاده که هغه غلامان وي یا ازاد، یو شان ووژنم. زه به ستا کورنۍ وسوزوم لکه څنګه چې څوک خوشایي سوزوي، ترڅو ټول له منځه لاړ شي.
11 ستا د کورنۍ هر غړی چې په ښار کې مړ شي هغه به سپي وخوري او هغه چې په سارا کې مړ شي مرغان به یې وخوري، زه چې څښتن یم دا خبره کوم.>
12 وروسته بیا هغه زیاته کړه: <اوس بېرته کور ته لاړه شه، کله چې ته خپله پښه په خپل ښار کې کېږدې ستا زوی به مړ شي.
13 د اسراییلو ټول قوم به د هغه دپاره ویر وکړي او هغه به ښخ کړي. هغه به د یروبعام د کورنۍ یوازینی غړی وي چې ښخ به شي. ځکه چې هغه د یروبعام په کورنۍ کې هغه څوک دی چې د اسراییلو څښتن خدای په هغه کې یو څه ښه والی ویني.
14 څښتن به د خپل ځان دپاره په اسراییلو باندې داسې یو پادشاه وټاکي چې هغه به د یروبعام کورنۍ له منځه یوسي، حتیٰ همدا اوس.
15 څښتن به اسراییلو ته سزا ورکړي او هغوی به داسې ورپیږي لکه لوخه چې په اوبو کې رپیږي. هغه به د اسراییلو د قوم ریښه له دې ښې ځمکې څخه چې د هغوی نیکونو ته یې ورکړې وه له بېخه وباسي او هغوی به د فرات د سیند پورې خواته خپاره کړي، ځکه چې هغوی د اشیره د بتانو په جوړولو د هغه قهر راپارولی دی.
16 څښتن به د اسراییلو څخه ځکه لاس واخلي چې یروبعام ګناه کړې ده او د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلی دی.>
17 وروسته بیا د یروبعام ښځه ترزې ته ستنه شوه. څنګه چې هغې د کور په دروازې باندې پښه کېښوده، زوی یې مړ شو.
18 لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله ویلي وو، هغه یې ښخ کړ او ټولو اسراییلو د هغه دپاره ویر وکړ.
19 د یروبعام د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې یعنې د هغه جنګونه او دا چې هغه څنګه پادشاهي وکړه، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
20 هغه دوه ویشت کاله پادشاهي وکړه او وروسته مړ او ښخ شو. د هغه زوی ناداب د هغه په ځای پادشاه شو.
21 د سلیمان زوی رحبعام یوڅلوېښت کلن ؤ چې د یهودا پادشاه شو او هغه اوولس کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. اورشلیم هغه ښار ؤ چې څښتن هغه د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه د خپل عبادت دپاره غوره کړی ؤ. د رحبعام د مور نوم نعمه وه چې د عمون څخه وه.
22 د یهودا خلکو داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ډېر خراب وو او د خپلو نیکونو په پرتله یې ډېر ګناهونه وکړل چې د څښتن غیرت راوپاروي.
23 همدارنګه هغوی د خپلو ځانونو دپاره د بتانو عبادت ځایونه جوړ کړل او په غونډیو باندې او د سیوري لرونکو ونو لاندې یې د عبادت دپاره د تیږو ستنې او د اشیره بتان کېښودل.
24 ترټولو ډېره بده خبره دا وه چې د عبادت په ځایونو کې لواطت کاران او فاحشې وې. د یهودا خلکو هغه ټول شرمناکه کارونه وکړل چې هغو قومونو به کول چې څښتن د اسراییلیانو د وړاندې تګ په وخت کې له هغې خاورې څخه وشړل.
25 د رحبعام د پادشاهۍ په پنځم کال د مصر پادشاه شیشق په اورشلیم باندې حمله وکړه.
26 هغه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ ټولې خزانې د ځان سره یوړې. پرته له دې هغه ټول سپرونه چې سلیمان د سرو زرو څخه جوړ کړي وو، هم یوړل.
27 نو رحبعام پادشاه د هغو په ځای برنجي سپرونه جوړ کړل او هغه یې د هغو ساتونکو قوماندانانو ته وسپارل چې د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې پهره کوله.
28 هرکله به چې پادشاه د څښتن کور ته ورته، نو د ساتونکو ګارډ به سپرونه وړل او وروسته به یې بېرته د پهره دارانو خونې ته راوړل.
29 د رحبعام د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
30 په دې ټوله موده کې د رحبعام او یروبعام ترمنځ جګړه وه.
31 رحبعام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. (د هغه د مور نوم نعمه وه چې د عمون څخه وه.) د رحبعام زوی ابیاه د هغه په ځای پادشاه شو.