دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 9

یوه ورځ داود پوښتنه وکړه: <آیا د شائول د کورنۍ څخه څوک پاتې دی؟ که چېرې وي نو زه به د یوناتان په خاطر ورسره مهرباني وکړم.>
2 نو د شائول د کورنۍ یو خدمتګار ؤ چې صیبا نومېده. هغه یې د داود حضور ته راوغوښت او پادشاه هغه ته وویل: <آیا ته صیبا یې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو، اعلیحضرته، زه یم.>
3 پادشاه د هغه څخه پوښتنه وکړه: <آیا د شائول د کورنۍ څخه څوک پاتې دی چې هغه ته د خدای احسان ښکاره کړم لکه څنګه چې ما د خدای سره وعده کړې ده چې زه به داسې کوم؟>صیبا ځواب ورکړ: <د یوناتان د زامنو څخه یو پاتې دی، چې هغه په دواړو پښو شل دی.>
4 پادشاه پوښتنه وکړه: <هغه چېرته دی؟>صیبا ځواب ورکړ: <په لودبار کې د عمیئیل د زوی ماخیر په کور کې دی.>
5 نو داود پادشاه هغه راوغوښت.
6 کله چې د یوناتان زوی او د شائول لمسی مفیبوشت داود ته راغی، هغه ته د درناوي په خاطر پړمخې پرېوت. داود وویل: <ای مفیبوشته!>هغه ځواب ورکړ: <ستاسو غلام یم>.
7 داود هغه ته وویل: <مه وېرېږه، ځکه چې زه به ستا د پلار یوناتان په خاطر په تا باندې مهرباني وکړم. ستا د نیکه شائول ټوله ځمکه به بېرته درکړم او ته به تل زما په دسترخوان باندې ډوډۍ خورې.>
8 مفیبوشت یو ځل بیا پړمخې پرېوت او ویې ویل: <اعلیحضرته! زما نه خو یو مړ سپی هم ښه دی، تاسو ولې زما سره دومره ښه کوئ؟>
9 وروسته بیا پادشاه د شائول خدمتګار صیبا راوغوښت او ورته ویې ویل: <ما ټول هغه شیان چې د شائول او د هغه د کورنۍ وو، ستا بادار یعنې د شائول لمسي مفیبوشت ته ورکړل.
10 ته، ستا زامن او ستا خدمتګاران دې ستا د بادار شائول د کورنۍ دپاره ځمکه وکرئ او حاصل یې راوړئ چې د هغوی دپاره خواړه تیار شي. مګر خپله مفیبوشت به تل زما په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري.> (صیبا پنځلس زامن او شل نوکران درلودل.)
11 صیبا ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! څه چې تاسو حکم کوئ زه به هماغسې وکړم.> نو مفیبوشت به لکه د پادشاه د یو زوی په شان د داود په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله.
12 د مفیبوشت یو وړوکی زوی ؤ چې میکا نومېده. د صیبا د کور ټول اوسېدونکي د مفیبوشت خدمتګاران شول.
13 نو مفیبوشت چې شل ؤ په اورشلیم کې اوسېده او د پادشاه په دسترخوان باندې یې تل ډوډۍ خوړله.