دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 20

داسې وشول چې په جلجال کې یو لوچک سړی ؤ چې شبع نومېده او د بنیامیني بکري زوی ؤ. هغه سرنی وغږاوه او چیغې یې ووهلې:<مونږه په داود کې برخه نه لرونه لرو میراث زوی د یسي کې مونږای اسراییلیانو لاړ شئ خپل کور ته>
2 نو ټولو اسراییلیانو داود پرېښود او د شبع پسې لاړل، مګر د یهودا خلک د داود سره پاتې شول او د اردن د سیند څخه تر اورشلیم پورې د هغه پسې روان وو.
3 کله چې داود پادشاه خپلې ماڼۍ یعنې اورشلیم ته ورسېد، هغه لس وینځې چې د ماڼۍ د ساتنې دپاره یې پریښې وې، هغوی یې په یو کور کې تر څارنې لاندې وساتلې. د هغوی اړتیاوې به یې پوره کولې، مګر د هغوی سره یوځای نه شو. هغوی د مرګ تر ورځې پورې بندیانې وې او لکه د کونډو په شان اوسېدلې.
4 پادشاه عماسا ته حکم وکړ: <د یهودا سړي راوغواړه چې په دریو ورځو کې ماته راشي او ته خپله هم د هغوی سره حاضر شه.>
5 نو عماسا لاړ چې د یهودا سړي راټول کړي، مګر عماسا په هغه وخت چې پادشاه ورته ټاکلی ؤ حاضر نه شو.
6 نو پادشاه ابیشای ته وویل: <شبع به مونږ ته د ابشالوم څخه زیات زیان ورسوي. زما نفر واخله او ورپسې لاړ شه، داسې نه شي چې هغه ځینې د قوي دېوالونو ښارونه ونیسي او زمونږ څخه وتښتي.>
7 نو د یوآب سړي، کریتیان او فلیتیان چې د پادشاه ساتونکی ګارډ ؤ او ټول زړور جنګیالي د ابیشای تر امر لاندې ووتل. هغوی د اورشلیم څخه د شبع د تعقیبولو دپاره روان شول.
8 کله چې هغوی په جبعون کې لوی ګټ ته ورسېدل، عماسا د دوی سره مخامخ شو. یوآب خپل پوځي کالي اغوستي وو او د کالیو دپاسه یې د هغې تورې تسمه چې په غلاف کې وه تر ملا تړلې وه. څنګه چې هغه مخکې ورغی توره د غلاف څخه ووتله او ولوېدله.
9 یوآب عماسا ته وویل: <ای وروره، ته څنګه یې؟> بیا یوآب په ښي لاس د عماسا ږیره ونیوله چې ښکل یې کړي.
10 خو عماسا هغې تورې ته پام ونه کړ چې یوآب په بل لاس کې نیولې وه. یوآب توره د ده په ګېډه ومنډله او د هغه کلمې په ځمکه باندې توی شوې او عماسا د دې لومړي ګوزار سره ژوند له لاسه ورکړ.بیا یوآب او د هغه ورور ابیشای د شبع پسې روان شول.
11 د یوآب د نفرو څخه یو تن د عماسا په څنګ کې ودرېد او غږ یې وکړ: <هرڅوک چې د یوآب او داود پلویان دي هغوی دې د یوآب پسې روان شي!>
12 عماسا په وینو کې رغړېده او د لارې په منځ کې پروت ؤ. د یوآب یو نفر ولیدل چې هرڅوک چې به عماسا ته رسېده نو هلته به ودرېد. نو هغه یې د لارې څخه پټي ته راوړ او پرده یې ورباندې واچوله.
13 وروسته له دې چې عماسا د لارې څخه لېرې کړای شو ټول نفر د یوآب سره روان شول چې شبع تعقیب کړي.
14 شبع د اسراییلو د ټولو قبیلو د سیمو څخه تېر شو او د آبل بیت معکې ښار ته راغی. د بکریانو د خېل ټول غړي سره راټول شول او د هغه سره ښار ته ننوتل.
15 یوآب د خپلو ټولو لښکرو سره راغی او شبع یې په آبل بیت معکه کې کلابند کړ. هغوی د بهرني دېوال په مقابل کې د خاورو موړې جوړې کړې او همدارنګه د دې دپاره چې هغوی دېوال راوغورزوي د دېوال لاندینۍ برخه یې وکیندله.
16 په هغه ښار کې یوه هوښیاره ښځه وه چې د دېوال څخه یې غږ وکړ: <واورئ! واورئ! یوآب ته ووایئ چې دلته راشي، زه غواړم چې هغه ته یوه خبره وکړم.>
17 یوآب ورغی او هغې ورڅخه پوښتنه وکړه: <آیا یوآب تاسو یئ؟>هغه ځواب ورکړ: <هو، زه یم.>هغې وویل: <باداره! زما خبره واورئ.>هغه ځواب ورکړ: <زه یې اورم.>
18 هغې وویل: <په پخوا زمانه کې به یې داسې ویل: لاړ شه او خپل ځواب د آبل په ښار کې تر لاسه کړه او موضوع به حل کېده.
19 زمونږ ښار په اسراییلو کې یو ډېر سوله ایز ښار دی او خلک یې وفادار دي. تاسو ولې د دې کوښښ کوئ چې داسې ښار له منځه یوسئ چې په اسراییلو کې د مور په شان دی؟ آیا تاسو غواړئ هغه څه چې د څښتن دي هغه وران کړئ؟>
20 یوآب ځواب ورکړ: <هیڅکله نه! زه به هیڅکله ستاسو ښار وران نه کړم او نه به یې له منځه یوسم!
21 دا زمونږ پلان نه دی. یو سړی چې شبع نومیږي او د بکري زوی دی او د افرایم د غرنۍ سیمې څخه دی د داود پادشاه په مقابل کې یاغي شوی دی. یوازې همدا یو سړی راوسپارئ، نو زه به ښار پرېږدم.>هغې وویل: <ډېر ښه، مونږ به د هغه سر د دېوال څخه تاسو ته درګوزار کړو.>
22 بیا هغه ښځه د خپلې حکیمانه مشورې سره د ښار خلکو ته ورغله او هغوی د شبع سر پرې کړ او هغه یې یوآب ته وروغورزاوه. نو یوآب سرنی وغږاوه چې د هغه نفر ښار پرېږدي. هر یو خپل کور ته ستون شو، یوآب هم بېرته اورشلیم ته ستون شو او پادشاه ته ورغی.
23 یوآب د اسراییلو د ټولو لښکرو قوماندان ؤ او د یهویاداع زوی بنایاه د داود د ساتونکو ګارډ، یعنې د کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ.
24 ادورام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ او یهوشافاط د اخیلود زوی د اطلاعاتو منشي ؤ.
25 شیوا د دربار منشي ؤ، صادوق او ابیاتار کاهنان وو
26 او یائیري عیرا هم د داود کاهن ؤ.