دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 22

کله چې څښتن داود د شائول او د هغه د نورو دښمنانو څخه خلاص کړ، داود څښتن ته دا سندره وویله.
2 هغه وویل:<څښتن دی زما ساتونکیدی زما قوي کلا
3 زما ساتونکی زما خدای دیزما امن دی هغه کېکړي ساتنه لکه سپر زمازما دفاع کوي ساتي مې خونديدی څښتن زما ژغورونکیکړي دفاع هغه ساتي مې تشدد نه
4 مرسته غواړم له څښتنهچې لایق دی د صفتخلاصوي به مې هغهما له خپلو دښمنانو
5 د مرګ څپې رانه راتاوې شولېد بربادۍ سیلابو واخیستمه
6 پښې مې د ګور رسۍ کې ونښتلېمرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ
7 په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړکومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړزما اواز یې په خپل کور کې واورېدزما فریاد یې د کومک واورېده
8 بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدهشوې په خوځېدو د اسمانو ستنېځکه په قهر ؤ خدای
9 شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګیبلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې
10 ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راکوز شوتورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې
11 هغه سپور په کروب شولو او والوتهسپور شو په وزرو د باد ژر راغی
12 ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نهد اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده
13 د جلال نه د هغه د موجودیتوکړلې لمبې سکروټو وکړلې
14 لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانهاواز شو د مطلق قادر څښتن په اورېدو
15 وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړلد برېښنا په پړکېدو یې ماتې ورکړه
16 دښمنان چې کله ورټل څښتن خپلد هغه د تنفس په انفجارتل د سمندر هم راښکاره شولووو پراته د ځمکې بنسټونه لوڅ
17 له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولمله ژورو اوبو ده راوویستلم
18 زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاصاو له هغو چې نفرت یې کړ له ما نهدوی وو ډېر قوي له ما نه
19 هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کېدوی حمله وکړه په ماخو څښتن زه حمایه کړم
20 له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړهځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
21 اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېکیمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته
22 ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دینه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای پاک نه اړولی دی
23 ما عمل کړی د هغه په قوانینو ټولونافرماني مې کړې نه ده له حکمونو د ده
24 هغه پوهیږي زه بې عیبه یمهبدو کارونو نه مې ځان ساتلی
25 نو اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېکهغه پوهیږي بې ګناه یمه زه
26 ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادارتل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه
27 پاک ته خپل ځان پاک ښایېټګجن ته ځان پېچلی
28 ته عاجزانو ته نجات ورکوېخو کبرجن ټیټوې
29 ته زما ډېوه یې ای څښتنهچې بدلوې زما تیارې په رڼا
30 راکوې قوت چې کړم ناتار په دښمنراکوې قدرت په دېوالو د ختو
31 ګوره زما پاک خدای څومره کامل یې عملونه ديڅومره د باور یې ټول لوظونه ديهغه دی ډال هغو تهټول چې یې پناه ده ته راوړې ده
32 صرف څښتن دی خدایکړي چې په یوازې ځان دفاع زمونږ
33 دی دا خدای پاک زما ځواکمن پناه ځایهغه زما لاره خوندي ساتي
34 زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړمساتي مې خوندي په تورو غرونو کې
35 هغه ما تیاروي د جنګ دپارهترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو
36 ډال راکوې ماته د خلاصون خپلزه پیاوړی کړی ستا کومک یمه
37 ته پراخوې زما د پښو لارهځکه نه ښوئیږي پښې زما هیڅکله
38 دښمنان تعقیبوم او ماتوم یېنه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم
39 داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شيدي زما د پښو لاندې نسکور پراته
40 راکوې ما له ته قوت د جګړېغورزوې ماته دښمنان په پښو کې
41 مجبوروې دښمنان زما تېښتې تهزه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځنی
42 دوی د کومک دپاره لټه کوينشته څوک چې کړي دوی خلاصوهي چیغې دوی څښتن تههغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه
43 لکه د دوړې میده کومه یې زهداسې تر پښو لاندې کومه یې زهلکه د خټو د کوڅو په شانتې
44 تا زه د خپلو سرکشانو څخه خلاص کړلمهاو د قومونو دې سردار پرېښودماوس مې خدمتونه هغه خلک کويڅوک چې پخوا نه پېژندل ما کله
45 هم بهرنیان زما په مخ کې ټیټوي سرونهچې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي
46 دوی بایلي خپل همتونهپه لړزه باندې راوزي دوی له خپلو کلاګانو
47 څښتن ژوندی دی!ده ستاینه ساتندوی لره زما!د هغه ځواکمن خدای کړئ لویي اعلانچې مې ژغوري چې مې ژغوري
48 راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنهراولي زما د ځواک لاندې قومونه
49 او ما له خپلو دښمنانو خلاصويراکوې بریا په غلیمانو ای څښتنه تهاو ما ساتې له ظالمو انسانانو
50 ځکه نو څښتنه د قومونو منځ کې ستا کوم ستاینهوایمه زه ستا د صفت سندرې
51 خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پادشاه تهمینه تل عمري کوي د خپل غوره کړای شوي سرهتل تر تله د داود او د هغه د اولادې سره>