دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 2

وروسته بیا داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه لاړ شم او د یهودا د ښارونو څخه د یو کنترول په لاس کې واخلم؟>څښتن ځواب ورکړ: <هو.>داود پوښتنه وکړه: <کوم یو ښار ته لاړ شم؟>څښتن وویل: <حبرون ته.>
2 نو داود خپلې دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم او د نابال کرملي کونډه ابیجایل له ځان سره واخیستلې او حبرون ته لاړ.
3 همدارنګه داود خپل نفر او د هغوی کورنۍ د ځان سره بوتلې او هغوی د حبرون په شاوخوا ښارونو کې ځای په ځای شول.
4 وروسته د یهودا سړي حبرون ته راغلل او هلته یې داود د یهودا د پادشاه په توګه غوره کړ.کله چې داود واورېدل چې د جلعاد د یابیش خلکو شائول ښخ کړی دی،
5 هغه استازي ولېږل چې هغوی ته داسې ووایي: <څښتن دې تاسو ته برکت درکړي ځکه چې تاسو خپله وفاداري خپل پادشاه ته وښودله چې هغه مو ښخ کړ.
6 څښتن دې له تاسو سره مهرباني او وفاداري وکړي او د هغه کار په خاطر چې تاسو کړی دی زه به هم تاسو سره نېکي وکړم.
7 اوس چې ستاسو پادشاه شائول مړ شوی دی او د یهودا خلکو زه د خپل پادشاه په توګه غوره کړی یم، نو قوي او زړور اوسئ!>
8 په دې ترڅ کې د شائول د لښکرو قوماندان د نیر زوی ابنیر د شائول زوی ایشبوشت د محنایم ښار ته چې د اردن د سیند بلې خواته ؤ راوست.
9 په هغه ځای کې ابنیر ایشبوشت د جلعاد، یزرعیل، اشیر، افرایم او بنیامین په سیمو باندې، یعنې په ټولو اسراییلو یې پادشاه کړ.
10 هغه د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د اسراییلو پادشاه شو او دوه کاله یې پادشاهي وکړه. مګر د یهودا قبیله داود ته وفاداره وه.
11 داود په حبرون کې د یهودا په قبیلې باندې اووه نیم کاله پادشاهي وکړه.
12 ابنیر د ایشبوشت د نفرو سره یوځای د محنایم څخه جبعون ښار ته لاړل.
13 د داود نفر د زرویه زوی یعنې یوآب په مشرۍ ووتل او دواړه ډلې د جبعون د ډنډ سره یو د بل سره مخامخ شوې. یوه ډله د ډنډ یوې خواته او بله ډله د ډنډ بلې خواته کښېناستله.
14 ابنیر یوآب ته وړاندیز وکړ: <راځئ چې د دواړو خواو څخه ځوانان راولو چې زمونږ په مخ کې وجنګیږي، هر سړی د بل سړي په مقابل کې.>یوآب ځواب ورکړ: <صحیح ده.>
15 نو ځوانان ودرېدل او وشمېرل شول، دولس تنه د بنیامین د قبیلې او د ایشبوشت څخه او دولس تنه د داود د نفرو څخه.
16 هر سړي خپل سیال له ویښتانو رانیوه او خپله توره یې د هغه په اړخ کې منډله، ترڅو هغه ټول څلورویشت تنه سره یوځای وغورزېدل او مړه شول. نو هغه ځای د تورو د میدان په نوم یاد شو.
17 د دې پسې بله جګړه ډېره سخته وه، د ابنیر او د اسراییلو عسکرو ته د داود د عسکرو له خوا ماتې ورکړای شوه.
18 د زرویه درې زامن، یعنې یوآب، ابیشای او عساهیل په هغه ځای کې وو. عساهیل چې د هوسۍ په شان تېزې منډې وهلې
19 د ابنیر په تعقیبولو یې پیل وکړ او په مستقیمه توګه یې د هغه پسې منډې وهلې.
20 ابنیر شاته وکتل او ویې ویل: <ای عسایله، دا ته یې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو.>
21 ابنیر وویل: <بس کړه! ما مه تعقیبوه! د عسکرو څخه یو راونیسه او وسلې او زغره ورڅخه واخله.> مګر عساهیل د هغه د تعقیبولو څخه لاس وانه خیست.
22 ابنیر یو ځل بیا عساهیل ته خبرداری ورکړ: <بس کړه! ما مه تعقیبوه! زه نه غواړم تا ووژنم. زه به څنګه ستا ورور یوآب ته وګورم؟>
23 خو عساهیل د هغه خبره ونه منله، نو بیا ابنیر د خپلې نېزې بېخ د عساهیل په ګېډه ورننه ایست او نېزه د هغه له شا څخه ووتله. هغه هلته پرېوت او ځای په ځای مړ شو او هر سړی چې به هغه ځای ته چې عساهیل په کې مړ پروت ؤ راغی وبه درېده.
24 مګر یوآب او ابیشای په ابنیر پسې شول. څنګه چې هغوی د امه غونډۍ ته چې جیح ته مخامخ وه او د جبعون د بیابان په لاره کې وه ورسېدل لمر پرېواته.
25 د بنیامین د قبیلې خلک یو ځل بیا د ابنیر په شاوخوا راټول شول او د یوې غونډۍ د پاسه ودرېدل.
26 ابنیر یوآب ته نارې کړې: <آیا مونږ به تل جنګېږو؟ آیا ته نه پوهېږې چې دا به په تریخوالي پای ته ورسیږي او انجام به یې ښه نه وي؟ ولې خپلو نفرو ته امر نه ورکوې چې د خپلو ورونو د تعقیبولو څخه لاس واخلي؟>
27 یوآب ځواب ورکړ: <زه په ژوندي خدای قسم خورم که دا خبره دې نه وای کړې، نو زما نفرو به تر سبا سهاره پورې تاسو تعقیبولئ.>
28 نو یوآب خپلو نفرو ته د نښې په توګه سرنی وواهه چې د اسراییلیانو د تعقیبولو څخه لاس واخلي، نو جنګ ودرېد.
29 ابنیر او د هغه نفرو هغه ټوله شپه د اردن په دره کې مزل وکړ. هغوی د اردن له سیند څخه تېر شول، په راتلونکې ورځ یې تر غرمې پورې لاره ووهله او بېرته محنایم ته ورسېدل.
30 کله چې یوآب د ابنیر تعقیبول پرېښودل، خپل ټول نفر یې راغونډ کړل. پرته له عساهیل څخه د داود د نفرو نولس تنه ورک شوي وو.
31 مګر د داود نفرو د بنیامین د قبیلې درې سوه شپېته تنه چې د ابنیر سره وو وژلي وو.
32 یوآب او د هغه نفرو د عساهیل مړی واخیست او په بیت لحم کې یې د هغه د پلار په هدیره کې ښخ کړ. وروسته بیا هغوی ټوله شپه لاره ووهله او د سباوون په وخت حبرون ته ورسېدل.