دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 21

د داود د پادشاهۍ په دوران کې درې کاله پرله پسې قحطي شوه. نو داود په دې باره کې د څښتن په حضور کې دعا وکړه او څښتن وویل: <شائول او د هغه کورنۍ د قتل په وجه ګناهکاران دي، ځکه چې هغه جبعونیان ووژل.>
2 پادشاه جبعونیان راوغوښتل او د هغوی سره یې خبرې وکړې. (جبعونیان د اسراییلو کومه برخه نه وه بلکه هغه خلک وو چې د اموریانو څخه ژوندي پاتې شوي وو. اسراییلیانو قسم خوړلی ؤ چې هغوی به ژوندي پرېږدي، مګر شائول د هغه ملي تعصب له کبله چې یې درلود هڅه وکړه چې هغوی له منځه یوسي ځکه چې هغه غوښتل چې اسراییل او یهودا په ټوله ځمکه باندې کنترول ولري.)
3 داود د جبعونیانو څخه پوښتنه وکړه: <ستاسو دپاره څه وکړم؟ زه غواړم هغه ظلم چې ستاسو سره شوی دی د هغه تاوان درکړم ترڅو تاسو د خدای د قوم دپاره برکت وغواړئ.>
4 هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د شائول د کورنۍ څخه سره زر او سپین زر نه غواړو او مونږ دا حق نه لرو چې اسراییلیان ووژنو.>داود پوښتنه وکړه: <نو بیا څه غواړئ چې ستاسو دپاره یې وکړم؟>
5 هغوی ځواب ورکړ: <شائول دسیسه جوړه کړې وه چې مونږ تباه کړي، ترڅو مونږ په اسراییلو کې هیڅ ځای ونه لرو.
6 نو د شائول اووه زامن مونږ ته راکړئ. مونږ به هغوی په جبعه کې د څښتن په حضور کې په دار ځوړند کړو، یعنې د شائول په ښار کې چې د څښتن غوره شوی پادشاه ؤ.>پادشاه ځواب ورکړ: <هغوی به تاسو ته وسپارم.>
7 مګر د هغه قسم له کبله چې هغه او یوناتان یو د بل سره خوړلی ؤ داود د یوناتان زوی او د شائول لمسی مفیبوشت ژوندی پرېښود.
8 مګر پادشاه د ایه د لور رزفې دوه زامن، ارموني او مفیبوشت چې د شائول دپاره یې زېږولي وو، ونیول او همدارنګه د شائول د لور میراب پنځه زامن چې هغې د محولاتي برزلای زوی عدر ئیل دپاره زېږولي وو هم ونیول.
9 داود هغوی جبعونیانو ته وسپارل، هغوی یې په یوې غونډۍ باندې د څښتن په حضور کې په دار ځوړند کړل او هغه اووه واړه یو ځای مړه شول. دا د اوربشو د لو کولو پیل ؤ چې هغوی ووژل شول.
10 د ایه لور رزفې زیږې ټوټې راواخیستلې، په یوه ګټ باندې یې د خپل ځان دپاره وغوړولې او هلته د لو کولو د پیل څخه د باران تر ورېدو پورې پاتې شوه. د ورځې له خوا به هغې دا مړي د مرغانو څخه ساتل او د شپې له خوا به یې د وحشي حیواناتو څخه ساتل.
11 کله چې داود خبر شو چې رزفه څه کړي دي،
12 هغه لاړ او د شائول او د هغه د زوی یوناتان هډوکي یې په جلعاد کې د یابیش د سړیو څخه واخیستل. (پخوا فلسطینیانو شائول او یوناتان د جلبوع په غره کې وژلي وو او مړي یې په هماغه ورځ د بیت شان په عمومي چوک کې ځوړند کړي وو. د یابیش سړیو په پټه توګه دغه مړي له هغه ځایه وړي وو.)
13 داود د شائول او د هغه د زوی یوناتان هډوکي له یابیش څخه راوړل، همدارنګه هغوی د هغو نفرو هډوکي هم راټول کړل چې په دار ځوړند شوي وو.
14 بیا هغوی د شائول او یوناتان هډوکي په صیله کې د بنیامین په سیمه کې د شائول د پلار یعنې قیس په هدیره کې ښخ کړل او هرڅه چې پادشاه ورته حکم کړی ؤ هغه یې وکړل. له هغې وروسته خدای د هغه هېواد دپاره د هغوی دعا قبوله کړه.
15 یو ځل بیا فلسطینیان د اسراییلیانو سره د جګړې دپاره راغلل. داود او د هغه سړي د هغو سره د مقابلې دپاره لاړل. د جنګ په دوران کې، داود ستړی او ستومانه شو.
16 نو یشبیبنوب چې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه ؤ، د هغه د نېزې وزن درې نیم کیلوګرامه ؤ او نوې توره یې تر ملا تړلې وه، نیت یې درلود چې داود ووژني.
17 مګر د زرویه زوی ابیشای د داود د مرستې دپاره راغی. په هغه فلسطیني جنګیالي باندې یې حمله وکړه او ویې واژه. نو د داود نفرو هغه ته قسم ورکړ ویې ویل: <د دې نه وروسته به زمونږ سره جنګ ته نه راځئ. تاسو د اسراییلو دپاره د څراغ په شان یئ او مونږ نه غواړو چې دا څراغ مړ شي.>
18 د وخت په تېرېدلو سره د فلسطینیانو سره په جوب کې یوه بله جګړه وشوه. حوشاتي سبکای د رافا د لوړ قدو اولادې څخه یو تن چې صاف نومېده وواژه.
19 په جوب کې د فلسطینیانو سره په یوه بله جګړه کې د یائیر زوی الحانان چې د بیت لحم څخه ؤ جتي جلیات وواژه چې د هغه سره یوه نېزه وه چې د هغې لاستی د اوبدلو د دستګاه د میلې په شان ؤ.
20 وروسته بیا په جت کې یوه بله جګړه وشوه. په هغه ځای کې یو ډېر غټ سړی ؤ چې لاسونو او پښو یې شپږ، شپږ ګوتې درلودلې چې ټولې څلورویشت ګوتې وې، هغه هم د رافا د لوړ قدو له اولادې څخه ؤ.
21 کله چې هغه اسراییلیانو ته پېغور ورکړ، د داود وراره یوناتان چې د شمعي زوی ؤ هغه یې وواژه.
22 دغه څلور نفره په جت کې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه وو او هغوی د داود او د هغه د نفرو له خوا ووژل شول.