دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 17

اخیتوفل ابشالوم ته وویل: <اجازه راکړئ چې دولس زره نفره انتخاب کړم او نن شپه داود تعقیب کړم.
2 دا وخت هغه ستړی او بې زړه شوی دی، زه به ورباندې حمله وکړم او وارخطا به یې کړم او د هغه ټول نفر به وتښتي. زه به یوازې پادشاه ووژنم
3 او د هغه ټول خلک به بېرته ستا خواته راواړوم. د یو سړي یعنې داود وژنه به د نورو ټولو خلکو د بېرته راتګ سبب وګرځي. هغوی به په سلامتۍ سره راستانه شي.>
4 دا مشوره ابشالوم او د اسراییلو ټولو مشرانو ته ښه ښکاره شوه.
5 بیا ابشالوم وویل: <حوشای راوغواړئ چې د هغه څخه هم واورو چې هغه څه وایي.>
6 کله چې حوشای راورسېد، ابشالوم هغه د اخیتوفل د پلان څخه خبر کړ. بیا یې پوښتنه وکړه: <ته څه وایې؟ آیا د اخیتوفل مشوره قبوله کړو؟ که نه، نو ته مونږ ته ووایه چې څه وکړو.>
7 حوشای ځواب ورکړ: <دا ځل چې اخیتوفل کومه مشوره تاسو ته درکړې ده هغه ښه نه ده.
8 تاسو پوهېږئ چې ستاسو پلار داود او د هغه سړي ډېر سخت جنګیالیان دي او هغوی د هغې ایږې په شان چې بچي یې تښتول شوي وي په قهر دي. ستاسو پلار یو تجربه لرونکی عسکر دی او هغه د شپې له خوا د خپلو نفرو سره نه پاتې کیږي.
9 ګورئ! همدا اوس هغه په کومه کنده یا بل ځای کې پټ شوی دی. کله چې زمونږ د لښکرو څخه ځینې په لومړي برید کې ووژل شي، هرڅوک چې دا واوري وبه وایي چې د ابشالوم لښکرې له منځه تللې دي.
10 نو حتیٰ د ټولو نه زړور عسکر چې زړونه یې د زمري د زړه په شان دي هغوی به هم وارخطا شي. ځکه چې ټول اسراییلیان پوهیږي چې ستاسو پلار ډېر لوی جنګیالی دی او د هغه سړي هم زړور جنګیالي دي.
11 نو زما مشوره دا ده چې د هېواد له یو سر څخه تر بله سره پورې یعنې د دان څخه تر بئرشبع پورې ټول اسراییلیان چې د دریاب د غاړې د شګو په شان ډېر دي سره راغونډ کړئ او په جګړه کې تاسو په خپله د هغوی سره لاړ شئ.
12 داود چې په هر ځای کې وي مونږ به هغه راپیدا کوو او داسې به ورباندې وروغورزېږو لکه چې په ځمکه باندې پرخه پرېوځي. نه به هغه ژوندی پاتې شي او نه به د هغه د نفرو څخه څوک ژوندی پاتې شي.
13 که چېرې هغه یو ښار ته ننوزي، نو ټول اسراییلیان به رسۍ ګانې راوړي او ښار به لاندې درې ته راوغورزوي. یوه تیږه به هم د ښار په غونډۍ باندې پاتې نه شي.>
14 ابشالوم او ټولو اسراییلیانو وویل: <د حوشای مشوره د اخیتوفل د مشورې څخه ښه ده.> ځکه چې څښتن دا پرېکړه کړې وه چې د اخیتوفل ښه مشوره باطله کړي، د دې په خاطر چې ابشالوم تباه او برباد کړي.داود ته خبرداری او د هغه تېښته
15 وروسته حوشای صادوق او ابیاتار کاهنانو ته وویل چې اخیتوفل څه وړاندیز کړی ؤ او د ده مشوره کومه وه.
16 حوشای زیاته کړه: <اوس ژر شئ! داود ته پیغام ورولېږئ چې د اردن د سیند په هغه ګودر چې په دښته کې دی شپه تېره نه کړي، بلکه سمدستي د سیند څخه تېر شي ترڅو هغه او هغه خلک چې ورسره دي له منځه لاړ نه شي.>
17 په دې ترڅ کې، یوناتان د ابیاتار زوی او اخیمعص د صادوق زوی د روجل په چینې چې د اورشلیم په غاړه وه انتظار کاوه، ځکه چې هغوی جرأت نه کاوه چې ښار ته د ننوتلو په وخت کې ولیدل شي. یوه وینځه به تله او هرڅه چې به پېښېدل هغوی ته به یې خبر ورکاوه او بیا به دوی تلل او داود پادشاه به یې خبراوه.
18 مګر یوه ورځ، یو هلک دوی ولیدل او ابشالوم یې خبر کړ. نو هغوی په چټکۍ سره په بحوریم کې د یو سړي کور ته ورغلل چې هلته پټ شي. د هغه په انګړ کې یو کوهی ؤ او هغوی په کې ورکوز شول.
19 د هغه سړي ښځې یوه پرده راواخیسته، د کوهي په خولې باندې یې وغوړوله او غلې دانې یې ورباندې وشیندلې ترڅو هیڅوک ورباندې پوه نه شي.
20 کله چې د ابشالوم نفر کور ته راغلل، د هغې ښځې څخه یې پوښتنه وکړه: <اخیمعص او یوناتان چېرته دي؟>هغې ځواب ورکړ: <هغوی د سیند څخه تېر شول.>هغو نفرو هغوی ولټول مګر پیدا یې نکړل، نو هغوی بېرته اورشلیم ته ستانه شول.
21 د هغوی د تګ څخه وروسته اخیمعص او یوناتان د کوهي څخه راووتل، لاړل او داود پادشاه یې خبر کړ. اخیتوفل چې کوم پلان د هغه او د هغه د نفرو په ضد جوړ کړی ؤ هغه یې ورڅخه خبر کړ او ویې ویل: <ژر شئ او د سیند څخه پورې وزئ.>
22 نو داود د خپلو نفرو سره د اردن د سیند څخه په تېرېدو پیل وکړ او د لمرخاته پورې هغوی ټول د سیند بلې خواته پورې وتل.
23 کله چې اخیتوفل ولیدل چې د ده په مشورې باندې عمل ونه شو، په خپل خره باندې یې کته واچوله او بېرته خپل ښار ته ستون شو. وروسته له دې چې خپل کارونه یې سمبال کړل خپل ځان یې په دار باندې ځوړند کړ او مړ شو. هغه په خپله پلارنۍ هدیره کې ښخ شو.
24 داود د محنایم ښار ته ورسېد او ابشالوم د اسراییلو د لښکر سره د اردن د سیند څخه تېر شو.
25 (ابشالوم عماسا د یوآب په ځای د لښکرو مشر ټاکلی ؤ. عماسا د اسراییلي یتر زوی ؤ، د هغه مور ابیجایل، د ناحاش لور وه او د یوآب د مور زرویه خور وه.)
26 ابشالوم او هغو اسراییلیانو چې د هغه سره وو د جلعاد په خاوره کې خېمې ودرولې.
27 کله چې داود محنایم ته ورسېد، هغه د ناحاش د زوی شوبي سره چې په عمون کې د ربه د ښار څخه ؤ، د عمیئیل د زوی ماخیر سره چې د لودبار څخه ؤ او د برزلای جلعادي سره چې د روجلیم څخه ؤ مخامخ شو.
28 هغوی بسترې، کاسې او خاورین لوښي راوړل. همدارنګه هغوی غنم، اوربشې، اوړه، وریتې شوې غلې دانې، دال، لوبیا،
29 شات، مستې، د غواګانو د شیدو پنیر او پسونه هم د داود او د هغه د خلکو دپاره راوړل چې ویې خوري. ځکه چې هغوی ویل: <خلک به په دښته کې وږي، تږي او ستړي شوي وي.>