دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 4

کله چې د شائول زوی ایشبوشت واورېدل چې ابنیر په حبرون کې وژل شوی دی، هغه خپل همت له لاسه ورکړ او د اسراییلو ټول خلک ووېرېدل.
2 ایشبوشت دوه چریکي قوماندانان درلودل چې د یو نوم بعنه او د بل نوم ریکاب ؤ. هغوی د بیروتي رمون زامن وو او د بنیامین د قبیلې څخه وو. (بیروت د بنیامین یوه برخه ګڼل کیږي.
3 د هغه اصلي اوسېدونکي جتایم ته تښتېدلي وو، چې تر نن ورځې پورې هلته د بېګانه خلکو په شان اوسیږي.)
4 د شائول زوی یوناتان یو زوی درلود چې په دواړو پښو شل ؤ. هغه پنځه کلن ؤ چې د یزرعیل څخه د شائول او یوناتان د مړینې خبر راغی. د هغه دایي هغه واخیست او وتښتېدله، مګر هغه داسې په بیړه تلله چې هلک ولوېد او شل شو. د هغه نوم مفیبوشت ؤ.
5 نو بیا ریکاب او بعنه د ایشبوشت کور ته روان شول، هغوی د غرمې د ګرمۍ په مهال هلته ورسېدل. په دې وخت کې ایشبوشت د غرمې په خوب ویده ؤ.
6 د کور د دروازې ساتونکې ښځې غنم پاکول. د څو شېبو نه وروسته، هغه ستړې شوه او خوب وېوړه. نو ریکاب او بعنه پټ دننه لاړل.
7 دوی هغه وخت کور ته ورننوتل چې ایشبوشت د خپل خوب په کوټه کې په کټ کې پروت ؤ. هغه یې وواژه او د هغه سر یې پرې کړ. بیا د هغه سر یې د ځان سره واخیست او ټوله شپه یې د اردن په دره کې سفر وکړ.
8 اهغوی د ایشبوشت سر په حبرون کې داود ته راوړ او هغه ته یې وویل: <اعلیحضرته! دا ستاسو د دښمن شائول د زوی ایشبوشت سر دی، هغه شائول چې ستاسو د وژلو هڅه یې کوله. نن څښتن ستاسو بدله د شائول او د هغه د اولادې څخه واخیستله.>
9 مګر داود هغوی ته ځواب ورکړ: <د هغه ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې زه یې د ټولو مصیبتونو څخه خلاص کړی یم.
10 هغه څوک چې ماته صقلغ ته راغی او د شائول د مړینې خبر یې راوړ، دا ګمان یې کاوه چې ښه خبر یې راوړی دی. نو هغه مې ونیوه او ومې واژه. دا هغه انعام ؤ چې هغه ته مې د هغه د ښه خبر دپاره ورکړ!
11 دا نوره هم بده ده چې تاسو بدکاره سړیو یو بې ګناه سړی چې په خپل کور کې ویده ؤ قتل کړی دی! زه به اوس د هغه د قتل بدل ستاسو څخه واخلم او د ځمکې له مخ څخه به مو ورک کړم!>
12 نو داود خپلو نفرو ته حکم وکړ چې ریکاب او بعنه ووژني او هغوی دا کار وکړ. بیا یې د هغوی لاسونه او پښې پرې کړل او د هغوی مړي یې په حبرون کې د ډنډ په غاړه ځوړند کړل. مګر هغوی د ایشبوشت سر واخیست او په حبرون کې یې د ابنیر په هدیره کې ښخ کړ.