دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 15

یو څه موده وروسته ابشالوم د خپل ځان دپاره جنګي ګاډۍ، اسونه او پنځوس سړي چې هغه یې بدرګه کاوه تیار کړل.
2 هغه به سهار وختي پاڅېده او د هغې لارې په څنګ کې به ودرېده چې د ښار دروازې ته تللې وه. هرکله چې به څوک د خپل شکایت د فیصله کولو دپاره پادشاه ته ورته نو ابشالوم به په هغه باندې غږ کاوه: <ته د کوم ځای یې؟> هغه نفر به ځواب ورکاوه چې د کومې قبیلې څخه دی.
3 نو ابشالوم به ورته ویل: <ګوره، ستا دعوه قانوني او صحیح ده، مګر دلته د پادشاه کوم نماینده نشته چې ستا عرض واوري.>
4 ابشالوم به زیاته کړه: <کاشکې خلک ما د دې هېواد قاضي وټاکي، نو هرچا چې کوم شکایت یا دعوه درلودله ماته به راشي او زه به د هغه سره انصاف وکړم.>
5 همدارنګه هرکله چې کوم څوک به هغه ته ورنژدې شو چې د درناوي دپاره ورته خپل سر ټیټ کړي، ابشالوم به خپل لاس ور اوږد کړ، هغه به یې ونیوه او ښکل به یې کړ.
6 ابشالوم به د هغو ټولو اسراییلیانو سره چې د پادشاه څخه به د انصاف غوښتلو دپاره راتلل دغه شان رویه کوله. نو په دې ډول یې د اسراییلیانو زړونه په لاس راوړل.
7 وروسته له څلورو کالو ابشالوم پادشاه ته وویل: <اجازه راکړئ چې حبرون ته لاړ شم او هغه نذر چې د څښتن دپاره مې منلی ؤ ورکړم.
8 کله چې زه د ارام په جشور کې اوسېدم دا نذر مې منلی ؤ، چې که چېرې څښتن ما بېرته اورشلیم ته راولي نو په حبرون کې به د څښتن عبادت وکړم.>
9 پادشاه هغه ته وویل: <په خیر لاړ شه>، نو هغه حبرون ته لاړ.
10 مګر ابشالوم د اسراییلو ټولو قبیلو ته په پټه توګه پیغام وړونکي واستول چې هغوی ته داسې ووایي: <کله چې تاسو د سرني اواز واورئ نو چیغې ووهئ چې ابشالوم په حبرون کې پادشاه شوی دی!>
11 دوه سوه نفرو د اورشلیم څخه ابشالوم بدرګه کاوه چې د مېلمنو په توګه رابلل شوي وو. هغوی د زړه له اخلاصه لاړل او د موضوع څخه خبر نه وو.
12 د قربانۍ کولو په وخت کې ابشالوم اخیتوفل د داود مشاور هم راوغوښت چې د خپل وطن جیلوه څخه راشي. نو د پادشاه په مقابل کې دسیسه قوي شوه او د ابشالوم پیروان زیاتېدل.
13 یو استازي داود ته خبر راوړ چې د اسراییلو خلکو خپله وفاداري بدله کړې ده او د ابشالوم پلوي کوي.
14 نو داود خپلو ټولو درباریانو ته چې په اورشلیم کې ورسره وو وویل: <راشئ! مونږ باید وتښتو، که نه، نو مونږ به یو هم د ابشالوم څخه خلاص نه شو. باید بیړه وکړو او لاړ شو، هسې نه چې هغه سمدستي راورسیږي او مونږ او همدارنګه په ښار کې هر یو تن ووژني.>
15 درباریانو ځواب ورکړ: <ښه ده اعلیحضرته! هرڅه چې ستاسو خوښه وي مونږ تیار یو.>
16 نو پادشاه روان شو او د خپلې ټولې کورنۍ او درباریانو له خوا بدرګه کېده. مګر هغه لس وینځې د ماڼۍ د ساتلو دپاره پرېښودلې.
17 نو پادشاه د هغو ټولو خلکو سره چې د ده پسې وو روان شو او هغوی د ښار په یوه غاړه کې د آخرني کور په څنګ کې وځنډېدل.
18 ټول درباریان او د هغه ساتونکي ګارډ یعنې کریتیان او فلیتیان د داود په مخ کې تېر شول. همدارنګه شپږسوه عسکر چې له جت څخه د ده پسې وو هغوی هم تېر شول.
19 پادشاه د هغوی مشر اتای ته وویل: <ته ولې زمونږ سره ځې؟ بېرته لاړ شه او د نوي پادشاه سره پاتې شه. ځکه ته بېګانه او جلاوطن یې.
20 ډېر کم وخت کیږي چې ته دلته اوسېږې، نو زه ولې تا د خپل ځان سره دې خوا او هغې خواته سرګردان کړم؟ زه خپله هم نه پوهېږم چې چېرته روان یم. خپل ټول خلک دې د ځان سره واخله، بېرته لاړ شه او څښتن دې ستا سره مهربان او وفادار وي.>
21 مګر اتای ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! زه تاسو ته د ژوندي څښتن په نامه او ستاسو په نامه قسم خورم چې هر چېرې چې تاسو ځئ زه به همېشه درسره ځم. که دا زما د ژوند په بیه هم تمام شي فرق نه کوي.>
22 داود ځواب ورکړ: <ډېر ښه! ځه مخکې شه!> نو اتای د خپلو نفرو او د هغو کورنیو سره چې له دوی سره وې د داود په مخکې تېر شول.
23 څنګه چې د داود ټول نفر لاړل نو خلکو په لوړ اواز سره ژړل. پادشاه د خپلو نفرو سره د قدرون د خوړ څخه تېر شو او هغوی ټول د دښتې خواته روان شول.
24 ابیاتار او صادوق کاهنان هلته وو او د هغوی سره ټول لاویان هم وو چې د خدای د لوظ صندوق یې انتقالاوه. صندوق یې کېښود، ترڅو ټول خلک د ښاره بیرون شول.
25 وروسته بیا پادشاه صادوق ته وویل: <د لوظ صندوق بېرته ښار ته یوسه، که چېرې څښتن زما څخه خوشاله وي نو یوه ورځ به هغه ماته اجازه راکړي چې بېرته راشم او صندوق او هغه ځای چې صندوق په کې دی ووینم.
26 مګر که چېرې هغه زما څخه خوشاله نه وي نو زه حاضر یم هرڅه چې د هغه خوښه وي زما سره دې وکړي.>
27 هغه صادوق کاهن ته دا هم وویل: <ګورئ، ته او ابیاتار کولای شئ په خیر سره بېرته ښار ته ستانه شئ او خپل زوی اخیمعص او د ابیاتار زوی یوناتان هم درسره واخلئ.
28 زه به د هغه سیند په ګودر چې په دښته کې دی انتظار کوم ترڅو ستا پیغام راشي او ما خبر کړي.>
29 نو صادوق او ابیاتار د لوظ صندوق بېرته اورشلیم ته یووړ او هلته پاتې شول.
30 داود د زیتون غره ته پورته کېده او ژړل یې. هغه خپلې پښې لوڅې کړې وې او خپل سر یې د غم د علامې په توګه پټ کړی ؤ. هغو خلکو چې د ده سره وو هم خپل سرونه پټ کړي وو او په ژړا سره روان وو.
31 کله چې داود خبر شو چې اخیتوفل د ابشالوم سره په یاغیتوب کې یوځای شوی دی، هغه زاري وکړه: <ای څښتنه، د اخیتوفل مشوره احمقانه کړه!>
32 کله چې داود د غره سرته ورسېده چېرته چې د عبادت یو ځای ؤ، ارکي حوشای چې چپنه یې شلېدلې وه او په سر باندې یې خاورې پرتې وې د هغه لیدلو ته راغی.
33 داود هغه ته وویل: <که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې نو په ما باندې به بار شې.
34 مګر ته زما سره په دې ډول کومک کولی شې، اول دا چې ښار ته ستون شه او ابشالوم ته ووایه چې ته به اوس هماغسې په وفادارۍ سره د ده خدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغه د پلار خدمت کاوه. بیا به وکولای شې چې د اخیتوفل هره مشوره بې اثره کړې.
35 صادوق او ابیاتار کاهنان به هلته وي، هرڅه چې ته د پادشاه په ماڼۍ کې اورې هغوی ته یې وایه.
36 د هغوی زامن اخیمعص او یوناتان هلته د هغوی سره دي. هرڅه چې تاسو ټول واورئ د هغوی په لاس یې راولېږئ.>
37 څنګه چې ابشالوم ښار ته داخلېده نو د داود ملګری حوشای هم اورشلیم ته ورورسېده.