دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 5

د اسراییلو د ټولو قبیلو مشران داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغلل او هغه ته یې وویل: <مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو.
2 مخکې چې کله شائول زمونږ پادشاه ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او څښتن تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.>
3 کله چې د اسراییلو ټول مشران داود پادشاه ته ورغلي وو، داود د څښتن په مخ کې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پادشاه په توګه غوره کړ.
4 داود دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او څلوېښت کاله یې پادشاهي وکړه.
5 په حبرون کې هغه په یهودا باندې اووه کاله او شپږ میاشتې پادشاهي وکړه او په اورشلیم کې یې په ټولو اسراییلو او یهودا باندې دري دېرش کاله پادشاهي وکړه.
6 هغه وخت راورسېد چې داود پادشاه او د هغه عسکر په اورشلیم باندې د حملې کولو دپاره روان شول. یبوسیان چې په هغه سیمه کې اوسېدل هغوی خیال کاوه چې داود به دا ښار فتح نه کړي، نو هغوی داود ته وویل: <ته به هیڅ کله دې ښار ته دننه نه شې، ځکه ړانده او شلان هم کولی شي ستا د ننوتو مخه ونیسي.>
7 (مګر داود د صهیون د غره طبعي کلا ونیوله او هغه د داود د ښار په نوم مشهوره شوه.)
8 په هغه ورځ داود خپلو نفرو ته وویل: <هرڅوک چې غواړي په یبوسیانو باندې حمله وکړي هغه دې د کارېز له لارې هغو ړاندو او شلانو ته چې د داود ډېر سخت دښمنان دي ځانونه ورسوي.> هغوی ځکه داسې وایي: <هیڅ ړوند او شل ماڼۍ ته ننوتلی نه شي.>
9 نو داود په کلا کې ځای په ځای شو او په هغې باندې یې د داود ښار نوم کېښود. د هغه شاوخوا ته یې ښار جوړ کړ، په هغه ځای کې یې کار شروع کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا څخه نوې راډکه شوې وه.
10 د داود قوت ورځ په ورځ زیاتېده ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای ورسره ؤ.
11 نو بیا د صور پادشاه حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل. د هغوی سره ترکاڼان او خټګران هم وو. هغوی د صبر د ونو ډډونه راوړل او داود ته یې ماڼۍ جوړه کړه.
12 نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پادشاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پادشاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کوي.
13 وروسته له هغې چې داود د حبرون څخه اورشلیم ته کډه وکړه هغه نورې ښځې او وینځې وکړې او نور زامن او لورګانې یې پیدا شول.
14 دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوڅپرکی، ناتان، سلیمان،
15 ایبحار، الیشوع، نفج، یافیع،
16 الیشمع، الیاداع او الیفلط.
17 کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو پادشاه شوی دی، هغوی په پوره ځواک سره ووتل چې داود ونیسي. مګر داود د دې څخه خبر شو او محفوظ ځای ته لاړ.
18 نو فلسطینیان راغلل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې.
19 داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ آیا ماته به بری راکړې؟>څښتن ځواب ورکړ: <هو، ورباندې حمله وکړه! زه به په یقین سره تاته بری درکړم!>
20 نو داود بعل فراصیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماتې ورکړه. هغه وویل: <څښتن زما دښمنان د سیلاب په شان له منځه یوړل.> نو هغه ځای د بعل فراصیم په نوم یاد شو.
21 فلسطینیانو خپل بتان هلته پرېښودل، وروسته داود او د هغه نفرو هغه د ځان سره یوړل.
22 فلسطینیان یو ځل بیا لاړل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې.
23 داود یو ځل بیا د څښتن سره مشوره وکړه، څښتن ځواب ورکړ: <له دې ځای څخه حمله مه کوه، بلکه د شا له خوا ورباندې راتاو شه او د بلسام ونو ته مخامخ په هغوی باندې حمله وکړه.
24 کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېد نو بیا په بیړه حمله وکړه، ځکه چې دا به دا معنیٰ ولري چې زه ستا په مخ کې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.>
25 نو څنګه چې څښتن داود ته حکم کړی ؤ هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبع څخه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.