دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 18

داود خپل ټول نفر سره راغونډ کړل، په زر کسیزه او سل کسیزه ټولیو باندې یې ووېشل او د هغوی دپاره یې قوماندانان وټاکل.
2 بیا یې هغوی په درې ګروپونو کې ولېږل، د اول ګروپ قوماندان یې یوآب، د دوهم ګروپ قوماندان یې د یوآب ورور ابیشای او د دریم ګروپ قوماندان یې جتي اتای وټاکه. پادشاه خپلو نفرو ته وویل: <زه خپله هم له تاسو سره ځم.>
3 خو هغوی ځواب ورکړ: <تاسو باید زمونږ سره لاړ نه شئ، ځکه که چېرې مونږ مجبور شو چې وتښتو یا که زمونږ له خلکو څخه نیمایي هم ووژل شي نو د دښمن دپاره به دا هیڅ فرق ونه کړي. مګر ستاسو ارزښت زمونږ د لس زرو نفرو څخه زیات دی. اوس به ستاسو دپاره دا ډېره ښه وي چې په ښار کې پاتې شئ او مونږ ته مرسته راولېږئ.>
4 پادشاه ځواب ورکړ: <هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري هغه به وکړم.> بیا پادشاه د دروازې تر څنګ ودرېد او د هغه نفر په زر کسیزه او سل کسیزه ټولیو کې د ښاره ووتل.
5 هغه یوآب، ابیشای او اتای ته حکم وکړ: <زما په خاطر ځوان ابشالوم ته زیان مه رسوئ.> ټولو لښکرو واورېدل چې داود خپل هر یو قوماندان ته دا حکم ورکړ.
6 د داود لښکر صحرا ته ووتل او د اسراییلیانو سره یې د افرایم په ځنګل کې جګړه وکړه.
7 اسراییلیانو د داود د نفرو له خوا ماتې وخوړه. دا ډېره لویه وژنه وه، په هغې ورځ شل زره نفر ووژل شول.
8 جګړه شاوخوا سیمې ته خپره شوه. د هغو نفرو شمېر چې د ځنګل له کبله مړه شول د هغو نفرو څخه زیات ؤ چې په جګړه کې وژل شوي وو.
9 ابشالوم ناڅاپه د داود د یو شمېر نفرو سره مخامخ شو، ابشالوم په قچر باندې سپور ؤ. قچر د څېړۍ د یوې لویې ونې لاندې روان ؤ چې د ابشالوم سر د ونې په شاخونو کې ونښت. قچر خپل تګ ته دوام ورکړ او ابشالوم په هوا کې ځوړند پاتې شو.
10 کله چې یو سړي هغه ولید، یوآب یې خبر کړ: <ما همدا اوس ابشالوم ولیده چې د څېړۍ په ونه کې ځوړند ؤ.>
11 یوآب ځواب ورکړ: <ابشالوم دې ولید؟ ولې دې په هغه ځای ونه واژه؟ ما به په خپل لاس تاته لس مثقاله سپین زر او کمربند درکړی وای.>
12 مګر هغه نفر ځواب ورکړ: <که ماته دې زر مثقاله سپین زر هم راکړي وای ما به د پادشاه د زوی په ضد خپل لاس پورته کړی نه وای. مونږ ټولو واورېدل چې پادشاه تاته، ابیشای ته او اتای ته حکم وکړ چې زما په خاطر ځوان ابشالوم ته زیان ونه رسوئ.
13 له بلې خوا، که چېرې ما خیانت کړی وای او هغه مې وژلی وای نو پادشاه به اورېدلي وای. هغه له هرڅه څخه خبریږي، نو تا به زما څخه دفاع نه وای کړې.>
14 یوآب وویل: <زه نه غواړم ستا سره نور وخت ضایع کړم.> هغه درې نېزې راواخیستلې او د ابشالوم په سینه کې یې چې تر هغه وخته لا ژوندی ؤ او د څېړۍ په ونه کې ځوړند ؤ ورومنډلې.
15 وروسته بیا د یوآب لس نفره چې د هغه وسلې به یې وړلې ابشالوم ته ورنژدې شول او د هغه وژنه یې پای ته ورسوله.
16 وروسته یوآب سرنی وواهه چې جګړه بس کړي. نو د هغه لښکرې د اسراییلیانو د تعقیبولو څخه بېرته راوګرځېدلې.
17 هغوی د ابشالوم مړی راواخیست، په ځنګل کې یې په یوه ژوره کنده کې وغورزاوه او هغه یې د تیږو د یوې لویې ډېرۍ لاندې پټ کړ. بیا ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته وتښتېدل.
18 ابشالوم لا ژوندی ؤ چې یو څلی یې د پادشاه په دره کې جوړ کړ او هغه یې د خپل ځان په نامه یاد کړ. دا کار یې ځکه وکړ چې هغه زوی نه درلود چې د ده نوم ژوندی وساتي. تر نن ورځې پورې هغه د ابشالوم د څلي په نوم یادیږي.
19 بیا د صادوق زوی اخیمعص یوآب ته وویل: <پرېږده چې پادشاه ته ورمنډه کړم او زېری ورباندې وکړم چې څښتن هغه د خپلو دښمنانو څخه ژغورلی دی.>
20 یوآب وویل: <نه، نن ورځ به زېری نه وړې. کومه بله ورځ به دا کار وکړې، مګر نن ورځ نه. ځکه چې د پادشاه زوی مړ شوی دی.>
21 وروسته بیا یوآب د پادشاه ایتوپیایي خدمتګار ته وویل: <لاړ شه او څه چې دې لیدلي دي پادشاه ته یې ووایه.> ایتوپیایي یوآب ته د درناوي په خاطر سر ټیټ کړ او منډه یې کړه.
22 اخیمعص یو ځل بیا یوآب ته وویل: <هرڅه چې کیږي پروا نه کوي. اجازه راکړئ چې زه هم پادشاه ته خبر یوسم. ایتوپیایی خو لا پخوا تللی دی.>مګر یوآب ځواب ورکړ: <ای زویه، ته ولې غواړې چې لاړ شې؟ ته به د دې خبر څخه کوم انعام تر لاسه نه کړې.>
23 اخیمعص بیا وویل: <هرڅه چې کیږي ودې شي. زه به لاړ شم.>یوآب وویل: <ښه، بیا لاړ شه!> نو اخیمعص د اردن د درې له لارې منډه کړه او خپل ځان یې د ایتوپیایي نه مخکې هلته ورساوه.
24 داود ښار ته د ننوتلو او بهر ته د وتلو د دروازو ترمنځ ناست ؤ. پهره دار د دېوال سرته وخوت او د دروازې په بام باندې ودرېد. هغه خپلې سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې یو سړی یوازې رامنډې وهي.
25 پهره دار غږ وکړ او پادشاه ته یې خبر ورکړ. پادشاه ورته وویل: <که چېرې یوازې وي نو هغه به کوم خبر راوړی وي.> هغه سړی رانژدې کېده.
26 وروسته بیا پهره دار یو بل سړی ولید چې یوازې رامنډې وهي او هغه لاندیني پهره دار ته ورغږ کړ: <ګوره! یو بل سړی هم یوازې رامنډې وهي!>پادشاه ځواب ورکړ: <دا سړی هم کوم خبر راوړي.>
27 پهره دار وویل: <ماته ښکاري چې د اولني سړي منډه د اخیمعص په شان ده.>پادشاه وویل: <هغه ښه سړی دی. هغه د ښه زېري سره راځي.>
28 اخیمعص پادشاه ته غږ وکړ: <هرڅه صحیح دي!> هغه د پادشاه په مخ کې په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: <ثناه دې وي ستاسو څښتن خدای ته! هغه تاسو ته په هغو خلکو باندې بری درکړی دی چې ستاسو اعلیحضرت په وړاندې یې سرغړونه کړې وه!>
29 پادشاه پوښتنه وکړه: <آیا ځوان ابشالوم روغ دی؟>اخیمعص ځواب ورکړ: <کله چې یوآب زه او د پادشاه خدمتګار رالېږلو ما د خلکو یوه لویه هنګامه ولیدله، مګر زه پوه نشوم چې هغه څه وو.>
30 پادشاه وویل: <یوې خواته ودرېږه.> نو هغه همداسې وکړل.
31 وروسته بیا ایتوپیایی راورسېد او پادشاه ته یې وویل: <ستاسو اعلیحضرت دپاره یو زېری لرم! څښتن نن ورځ تاسو ته په ټولو هغو خلکو باندې بری درکړی دی چې ستاسو په وړاندې یې سرغړونه کړې ده!>
32 پادشاه پوښتنه وکړه: <آیا ځوان ابشالوم روغ دی؟>ایتوپیایي ځواب ورکړ: <کاشکې هغه څه چې په هغه باندې وشول ستاسو اعلیحضرت په ټولو دښمنانو او په ټولو هغو نفرو باندې وشي چې ستاسو په وړاندې سرغړونه کوي.>
33 پادشاه ډېر خفه شو. هغې کوټې ته وخوت چې د دروازې په سر باندې وه او په ژړا شو. د تګ په حال کې یې چیغې وهلې: <ای زما زویه ابشالومه! زما زویه، زما زویه ابشالومه! کاشکې زه ستا په ځای مړ وای، ای ابشالومه، زما زویه، زما زویه!>