دوهم سموئيل
څپرکی 13
د وخت په تېرېدو سره د داود زوی امنون په تامار باندې چې د داود د بل زوی ابشالوم خور وه او ډېره ښکلې وه مین شو.
2 د امنون زړه د خپلې ناسکه خور تامار په سبب داسې پریشانه شو چې هغه ناروغ شو. ځکه چې تامار پېغله وه او د امنون دپاره دا ناشونی کار ؤ چې د هغې سره اړیکې ولري.
3 د امنون یو ملګری ؤ چې یوناداب نومېده او د داود د ورور شمعي زوی ؤ. یوناداب ډېر مکرجن سړی ؤ.
4 هغه د امنون څخه پوښتنه وکړه: <ای د پادشاه زویه! ولې ورځ په ورځ ډنګرېږې؟ څه خبره ده؟>امنون ځواب ورکړ: <زه د خپل ورور ابشالوم په خور تامار باندې مین شوی یم.>
5 یوناداب وویل: <په خپله بستره کې څمله او دا بهانه وکړه چې ناروغ یې. کله چې پلار دې پوښتنې ته راغی هغه ته ووایه: مهرباني وکړه زما خور تامار پرېږده چې راشي او ماته یو څه راکړي چې ویې خورم. هغه دې زما په مخ کې ډوډۍ تیاره کړي چې زه هغه ولیدلی شم او بیا یې ماته په خپل لاس راکړي.>
6 نو امنون بهانه وکړه چې ناروغ دی او هغه څملاست. کله چې پادشاه د هغه پوښتنې ته راغی، امنون ورته وویل: <مهرباني وکړئ تامار ته اجازه ورکړئ چې راشي، دلته زما په مخ کې یو څه خاصه ډوډۍ پخه کړي او هغه دې ماته په خپل لاس راکړي.>
7 داود تامار ته چې په ماڼۍ کې وه خبر ورولېږه: <د خپل ورور امنون کور ته ورشه او د هغه دپاره یو څه خواړه تیار کړه.>
8 نو تامار هلته لاړه او ویې لیدل چې امنون په بستره کې پروت دی. هغې یو څه خمیره کړي اوړه راواخیستل، د هغه په مخ کې یې ډوډۍ جوړه کړه او هغه یې پخه کړه.
9 بیا یې تبۍ راواخیسته او امنون ته یې ډوډۍ کېښوده، مګر هغه د خوړلو څخه انکار وکړ. امنون وویل: <تاسو ټول له دې ځایه بیرون ووځئ!> نو ټول ووتل.
10 له هغې وروسته امنون تامار ته وویل: <دلته زما د خوب کوټې ته ډوډۍ راوړه چې ستا د لاس څخه یې وخورم.> هغې ډوډۍ راواخیستله او د هغه د خوب کوټې ته ورغله.
11 مګر هغه وخت چې تامار ډوډۍ وروړه چې ویې خوري، امنون هغې ته لاس ورواچاوه او ورته ویې ویل: <ای زما خورې، راشه او راسره څمله.>
12 تامار هغه ته وویل: <ای زما وروره! دا کار مه کوه، ما مه مجبوروه! داسې کار په اسراییلو کې یو جنایت دی. داسې احمقانه کار مه کوه!
13 زه به بیا په خلکو کې سر څنګه اوچتوم؟ او ته به په اسراییلو کې د بدکارو احمقانو په شان بې عزته شې. مهرباني وکړه د پادشاه سره خبرې وکړه، هغه به تا زما سره د واده کولو څخه منع نه کړي.>
14 مګر امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه او څرنګه چې هغه د تامار څخه ډېر قوي ؤ نو هغه یې په زوره بې عزته کړه.
15 بیا امنون د هغې څخه ډېره سخته کرکه وکړه. د هغه کرکه د هغې مینې څخه چې مخکې یې د هغې سره کوله ډېره زیاته وه. امنون هغې ته وویل چې <پاڅه او ورکه شه!>
16 هغې ورته وویل: <نه! زما شړل به د هغه کار څخه هم لوی جرم وي چې مخکې دې زما سره وکړ.>مګر امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه.
17 هغه خپل شخصي خدمتګار راوغوښت او ورته ویې ویل: <دغه ښځه له دې ځایه څخه بیرون وباسه او دروازه ورپسې وتړه.>
18 نو د هغه خدمتګار هغه بیرون وویستله او دروازه یې ورپسې وتړله.تامار د اوږدو لستوڼو چپنه اغوستله، ځکه چې دا د پېغلو شهزادګیو رواجي لباس ؤ.
19 تامار په خپل سر باندې ایرې واچولې او خپله چپنه یې وشلوله. لاسونه یې په سر باندې کېښودل، په چیغو چیغو یې ژړل او روانه شوه.
20 کله چې د هغې ورور ابشالوم هغه ولیدله، پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا امنون تاته لاس دراچولی دی؟ خورې، په دې باندې دومره ډېره مه خفه کېږه. هغه ستا ورور دی، په دې باره کې هیچا ته څه ونه وایې.> نو تامار د خپل ورور ابشالوم په کور کې پریشانه او یوازې اوسېدله.
21 کله چې داود پادشاه واورېدل چې څه پېښ شوي دي، هغه ډېر په قهر شو.
22 ابشالوم د امنون سره هیڅ یوه ښه یا بده خبره نه کوله. خو ابشالوم د هغه سره کینه درلودله ځکه چې د هغه خور تامار یې په زوره بې عزته کړې وه.
23 پوره دوه کاله وروسته ابشالوم افرایم ته نژدې په بعل حاصور کې خپل پسونه سکولودل او هغه د پادشاه ټول زامن هلته راوغوښتل.
24 هغه داود پادشاه ته ورغی او ویې ویل: <ای اعلیحضرته! زه خپل پسونه سکولم. آیا تاسو او ستاسو درباریان به راشئ او په جشن کې به برخه واخلئ؟>
25 خو پادشاه ځواب ورکړ: <نه، ای زویه، مونږ ټول به لاړ نه شو، ځکه چې په تا باندې به بار شو.> که څه هم ابشالوم په هغه باندې ډېر ټینګار وکړ خو هغه نه غوښتل چې ورسره لاړ شي، مګر د هغه دپاره یې برکت وغوښت.
26 بیا ابشالوم وویل: <که تاسو نه شئ کولای لاړ شئ، لږ تر لږه پرېږدئ چې زما ورور امنون زمونږ سره لاړ شي.>پادشاه د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ولې هغه درسره لاړ شي؟>
27 مګر ابشالوم دومره ټینګار وکړ ترڅو چې داود امنون او د هغه نورو ټولو زامنو ته اجازه ورکړه چې د ابشالوم سره لاړ شي.
28 ابشالوم خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: <وګورئ! کله چې امنون د شرابو په څښلو لږ نېشه شو او زه تاسو ته ووایم چې هغه ووژنئ، نو مه وېرېږئ، زه به دا مسئولیت په خپله غاړه واخلم. زړور اوسئ او زړه نا زړه کېږئ مه.>
29 نو د ابشالوم خدمتګارانو د هغه د حکم څخه پیروي وکړه او امنون یې وواژه. د داود نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سپاره شول او وتښتېدل.
30 هغوی لا په هغه وخت کې کور ته په لارې وو چې داود ته خبر ورسېده: <ابشالوم ستاسو ټول زامن ووژل او یو هم ورڅخه ژوندی پاتې نه دی!>
31 نو پادشاه پاڅېد، خپل کالي یې له غمه وشلول او په ځمکه باندې یې ځان وغورزاوه. د هغه ټول خدمتګاران د شلېدلو کالیو سره د هغه تر څنګ ولاړ وو.
32 مګر یوناداب د داود وراره یعنې د شمعي زوی وویل: <اعلیحضرته! هغوی ستاسو ټول زامن نه دي وژلي، یوازې امنون وژل شوی دی. له هغې ورځې راهیسې چې امنون د هغه خور تامار بې عزته کړې وه دا د ابشالوم ښکاره اراده وه.
33 نو په دې خبرو باندې باور مه کوئ چې ستاسو ټول زامن وژل شوي دي، یوازې امنون وژل شوی دی.>
34 په دې ترڅ کې ابشالوم وتښتېده. نو بیا هغه نفر چې پهره داري یې کوله ویې لیدل چې زیات خلک د حورونایم په لاره کې د غره تر څنګه راروان دي. پهره دار پادشاه ته ورغی او څه چې هغه لیدلي وو ورته ویې ویل.
35 یوناداب داود پادشاه ته وویل: <هغه دي ستاسو زامن راروان دي لکه څنګه چې مې ویلي وو هغوی راغلل.>
36 څنګه چې هغه خپلې خبرې پای ته ورسولې، د داود زامن راننوتل او په لوړ اواز یې په ژړا شروع وکړه. پادشاه هم وژړل او د هغه ټولو خدمتګارانو ډېر سخت وژړل.
37 -
38 ابشالوم وتښتېده او د عمیهود زوی تلمای ته چې د جشور پادشاه ؤ ورغی او درې کاله هلته پاتې شو. داود د خپل زوی امنون دپاره ډېره موده ویر کاوه.
39 مګر کله چې هغه د امنون د مړینې څخه وروسته تسلي وموندله، د خپل زوی ابشالوم دپاره یې په زړه کې هیله پیدا شوه.