دوهم سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 11

د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې معمولاً پادشاهان جنګ ته ځي، داود ټولې د اسراییلو لښکرې د یوآب او د هغه د افسرانو د قوماندې لاندې جګړې ته ولېږلې. دوی عمونیان له منځه یوړل او د ربه ښار یې محاصره کړ، مګر داود په اورشلیم کې پاتې شو.
2 یوه ورځ د مازدیګر په وخت کې داود له بستر څخه راپاڅېده او د ماڼۍ په بام باندې ګرځېده. له بامه څخه یې یوه ښځه ولیدله چې غسل یې کاوه. هغه ډېره ښکلې وه.
3 نو داود یو نفر ولېږه چې دا معلومات وکړي چې هغه څوک ده. دا معلومه شوه چې هغه بتشبع د الیعام لور او د حیتي اوریا ښځه ده.
4 نو داود استازي ورولېږل چې هغه راولي، هغه یې راوستله او داود ورسره څملاست. (هغې ښځې د خپل میاشتیني عادت څخه د پاکوالي په خاطر غسل کاوه.) وروسته هغه بېرته کور ته لاړه.
5 د څو مودې نه وروسته هغه پوه شوه چې امیدواره ده او داود ته یې خبر ولېږه چې د دې خبرې نه خبر شي.
6 نو داود یوآب ته پیغام ولېږه: <حیتي اوریا ماته راولیږه.> نو یوآب اوریا هغه ته ورولېږه.
7 کله چې اوریا ورغی داود د هغه څخه د یوآب او د لښکرو د سلامتۍ او د جنګ د حال پوښتنه وکړه.
8 بیا هغه اوریا ته وویل: <خپل کور ته لاړ شه او یو څه ارام وکړه.> اوریا د ماڼۍ څخه لاړ او داود د هغه کور ته یو سوغات ورولېږه.
9 مګر اوریا خپل کور ته لاړ نه شو او د پادشاه د ګارډ سره د ماڼۍ په دروازه کې ویده شو.
10 کله چې داود واورېدل چې اوریا کور ته نه دی تللی، د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <تا ډېره لاره وهلې ده، ته ولې کور ته نه یې تللی؟>
11 اوریا ځواب ورکړ: <د اسراییلو او یهودا نفر په جونګړو کې اوسیږي او د لوظ صندوق د هغوی سره دی. زما قوماندان یوآب او د هغه عسکري منصبدارانو په صحرا کې خېمې درولې دي. زه څنګه خپل کور ته لاړ شم، وخورم، وڅښم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زه ستا په ژوند قسم خورم چې زه به هیڅکله داسې ونه کړم!>
12 نو داود هغه ته وویل: <یوه ورځ نور هم دلته پاتې شه او سبا به دې بېرته ولېږم.> نو اوریا هغه ورځ او راتلونکې ورځ هم په اورشلیم کې پاتې شو.
13 داود هغه د ماښام ډوډۍ ته راوغوښت او هغه یې نېشه کړ. مګر ماښام اوریا ووت او د پادشاه د ګارډ سره په خپلې بسترې باندې ویده شو او کور ته لاړ نه شو.
14 په راتلونکي سهار داود یوآب ته خط ولیکه او د اوریا په لاس یې ورولېږه.
15 هغه لیکلي وو: <اوریا په سخته جګړه کې په لومړۍ کرښه کې ځای په ځای کړه بیا د هغه څخه بېرته په شا شئ ترڅو هغه ووژل شي.>
16 نو کله چې یوآب ښار محاصره کاوه نو اوریا یې هغه ځای ته ولېږه چې هغه پوهېده هلته دښمن قوي دی.
17 د دښمن ځواکونه د ښار څخه راووتل او د یوآب د ځواکونو سره وجنګېدل. د داود څو تنه عسکري منصبداران د اوریا سره یوځای ووژل شول.
18 بیا یوآب داود ته د جنګ په باره کې پوره راپور ولېږه
19 او استازي ته یې داسې لارښوونه وکړه: <وروسته له دې چې ته پادشاه ته د جنګ په هکله هرڅه بیان کړې،
20 که دې ولیدل چې پادشاه په قهر شو او ستا څخه یې پوښتنه وکړه: تاسو ولې د هغوی سره د جنګ دپاره ښار ته دومره نژدې ورغلي وئ؟ آیا تاسو په دې نه پوهېدلئ چې هغوی به د دېوالونو څخه غشي ګوزار کړي؟
21 آیا ستاسو په یاد نه دي چې ابیملک د جدعون زوی څنګه ووژل شو؟ په تاباز کې یوې ښځې د دېوال څخه د ژرندې پاسنی پل راوغورزاوه او هغه یې وواژه، نو بیا تاسو ولې دېوال ته دومره نژدې ورتللئ؟ که پادشاه ستا څخه دا پوښتنه وکړه، نو هغه ته ووایه: ستاسو عسکري منصبدار اوریا هم وژل شوی دی.>
22 نو استازی داود ته ورغی او هرڅه چې یوآب ورته ویلي وو هغه یې خبر کړ.
23 هغه وویل: <زمونږ دښمنان زمونږ څخه ډېر زیات قوي وو او د ښار څخه راووتل چې زمونږ سره په صحرا کې جګړه وکړي، مګر مونږ هغوی بېرته د ښار دروازې ته په شا وتمبول.
24 بیا غشي ویشتونکو د دېوال څخه په مونږ باندې غشي وویشتل. اعلیحضرته! ستاسو د عسکري منصبدارانو څخه څو تنه ووژل شول او د هغوی سره اوریا هم ووژل شو.>
25 داود استازي ته وویل: <یوآب وهڅوه او هغه ته ووایه چې مه پریشانه کېږه ځکه چې ته هیڅکله دا نه شې ویلی چې څوک به په جګړه کې ووژل شي. هغه ته ووایه چې په ښار باندې قوي حمله پیل کړه او هغه له منځه یوسه.>
26 کله چې د اوریا ښځې واورېدل چې د هغې میړه مړ شوی دی، نو د هغه دپاره یې ویر وکړ.
27 کله چې د ویر مراسم پای ته ورسېدل، داود هغه ماڼۍ ته راوغښتله. هغه د داود ښځه شوه او هغه ته یې زوی وزېږاوه. مګر څښتن د دې ناوړه کار څخه چې داود کړی ؤ راضي نه ؤ.