بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 9

په دې دوران کې الیشع د نبیانو د ډلې څخه یو نبي راوغوښت او ورته ویې ویل: <په جلعاد کې د راموت ښار ته د تګ دپاره تیار شه. دا د زیتونو د تېلو بوتل له ځانه سره واخله او هلته لاړ شه.
2 کله چې هلته ورسېدلې، د یهوشافاط زوی او د نمشي لمسی ییهو راپیدا کړه. هغه یو داسې کوټې ته بوځه چې د خپلو ملګرو څخه جلا وي،
3 بیا د هغه په سر باندې د زیتونو تېل واچوه. هغه ته داسې ووایه: څښتن فرمایي چې ته مې د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کړی یې. کله چې دا کار سرته ورسېد، پرته له ځنده دروازه خلاصه کړه او د هغه ځای څخه وتښته!>
4 بیا هغه نبي راموت ته لاړ.
5 کله چې هغه هلته ورسېد، د لښکرو منصبدارانو غونډه درلودله. هغه وویل: <ای ښاغلیه، زه ستا دپاره یو پیغام لرم.>ییهو پوښتنه وکړه: <زمونږ څخه د کوم یو دپاره؟>نبي ځواب ورکړ: <ای ښاغلیه، ستاسو دپاره.>
6 نو ییهو راپاڅېده او دننه لاړ. نبي د ییهو په سر باندې د زیتونو تېل واچول او هغه ته یې وویل: <د اسراییلو څښتن خدای اعلانوي چې زه تا د خپل قوم اسراییلو د پاچا په توګه غوره کوم.
7 څښتن زیاتوي: زه غواړم چې ته د خپل بادار یعنې د اخاب کورنۍ له منځه یوسې، نو ایزابل ته به د نبیانو او زما د نورو خدمتګارانو د وژلو په خاطر سزا ورکړل شي.
8 د اخاب ټوله کورنۍ او اولاده به مړه شي، زه به د هغه په کورنۍ کې هر یو نارینه له منځه یوسم که هغه غلام وي او که آزاد.
9 زه به د اخاب کورنۍ د اسراییلو د پاچاهانو د نباط زوی یروبعام او د اخیا زوی بعشا د کورنۍ په برخلیک اخته کړم.
10 د ایزابل د جسد غوښې به د یزرعیل په سیمه کې سپي وخوري او څوک به هغه ښخه نه کړي.> نبي دا وویل، دروازه یې خلاصه کړه او وتښتېد.
11 ییهو بېرته خپلو منصبدارانو ته ورغی او هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: <خیریت دی؟ هغه لېوني نبي ستا څخه څه غوښتل؟>ییهو په ځواب کې وویل: <تاسو داسې سړی پېژنئ او پوهېږئ چې هغه څرنګه خبرې کوي.>
12 هغوی پوښتنه وکړه: <نه، مونږ نه پوهېږو. هغه څه وویل؟>ییهو ځواب ورکړ: <نبي وویل: د اسراییلو څښتن خدای اعلانوي چې زه تا د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کوم.>
13 هغوی په چالاکۍ سره خپلې چپنې راواخیستلې او په هغو پوړو باندې یې وغوړولې چېرته چې ییهو ولاړ ؤ. یو نفر سرنی وواهه او هر یو دا چیغې وهلې: <ییهو پاچا دی!>
14 ‏-
15 نو ییهو د یورام پاچا په مقابل کې چې په یزرعیل کې ؤ یوه دسیسه جوړه کړه. یورام هلته د دې دپاره تللی و چې د هغو ټپونو څخه روغ شي چې په راموت کې د سوریې د پاچا حزاییل سره په جګړه کې ورته پیدا شوي وو. نو ییهو خپلو ملګرو منصبدارانو ته وویل: <که تاسو غواړئ چې زه پاچا شم نو هېڅوک مه پرېږدئ چې د دې ښار څخه ووزي. کېدای شي چې هغه یزرعیل ته لاړ شي او یورام خبر کړي.>
16 نو ییهو خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور او یزرعیل ته روان شو. یورام لا روغ شوی نه ؤ او په همدې وخت کې د یهودا پاچا اخزیا د هغه د لیدلو دپاره راغلی ؤ.
17 کله چې د یزرعیل د څارنې د برج پهره دار ولیدل چې ییهو او د هغه نفر راروان دي، هغه پاچا ته غږ وکړ: <زه وینم چې یوه ډله خلک دې خواته راروان دي.>یورام حکم وکړ: <یو سپور استازی ولېږه او دا څرګنده کړه چې هغوی د سولې د پاره راځي یا د جګړې د پاره.>
18 یو په آس باندې سپور استازی ورووت او ییهو ته یې وویل: <یورام پاچا غواړي په دې پوه شي چې آیا ته د سولې د پاره راځې؟>ییهو ځواب ورکړ: <دا تا پورې اړه نه لري، زما پسې راځه!> په همدې وخت کې د څارنې د برج ساتونکي وویل: <ای اعلیحضرته، استازی ورورسېده، مګر بېرته راستون نه شو.>
19 نو یورام یو بل سپور استازی ولېږه، هغه ییهو ته ورغی او ویې ویل: <یورام پاچا غوښتل چې په دې پوه شي آیا ته د سولې دپاره راځې؟>ییهو ځواب ورکړ: <دا تا پورې اړه نه لري، زما پسې راځه!>
20 د څارنې د برج ساتونکي وویل: <ای اعلیحضرته، استازی هلته ورسېده، هغه هم بېرته راستون نه شو. دا سړی لکه د یو لېوني په شان ګاډۍ چلوي. هغه به خاماخا ییهو وي!>
21 یورام حکم وکړ: <زما ګاډۍ تیاره کړئ> او ګاډۍ تیاره شوه. بیا هغه او اخزیا په خپلو ګاډیو کې سپاره شول او د ییهو د لیدلو دپاره ورووتل. هغوی د نابوت یزرعیلي په ځمکه کې د هغه سره لیدنه وکړه.
22 یورام پوښتنه وکړه: <ایا د سولې دپاره راځې؟>ییهو ځواب ورکړ: <تر هغه وخته پورې چې ستا د مور بت پرستۍ او کوډګرۍ دوام ولري زما او ستا په منځ کې سوله شونې نه ده.>
23 یورام غږ وکړ: <ای اخزیا، دا خیانت دی!> د دې له ویلو سره یورام خپله ګاډۍ راوګرځوله او وتښتېد.
24 ییهو په خپل ټول قوت سره لینده راکش کړه او یو غشی یې ګوزار کړ. غشی د یورام د اوږو په منځ کې ولګېده او بیا د هغه په زړه کې ورننوت. هغه په خپلې ګاډۍ کې راولوېد او مړ شو.
25 ییهو خپل مرستیال بیدکار ته وویل: <د هغه مړی واخله او په هغه ځمکه کې یې وغورځوه چې د نابوت پورې یې اړه درلودله. یاد لره چې کله ما او تا یوځای د یورام پاچا د پلار اخاب پسې ګاډۍ ځغلوله، څښتن د اخاب په ضد داسې وویل:
26 ما د نابوت او د هغه د زامنو قتل پرون ولیده. نو ځکه زه ژمنه کوم چې تاته به هم په همدې ځمکه کې سزا درکړم.> بیا ییهو خپل مرستیال ته امر وکړ: <د یورام مړی واخله او په هغه ځمکه کې یې وغورځوه چې په نابوت پورې یې اړه درلودله، چې د څښتن ژمنه پوره شي.>
27 اخزیا پاچا دا پېښه ولیدله او هڅه یې وکړه چې د بیت هګان ښارګوټي ته وتښتي، مګر ییهو ورورسېد او امر یې وکړ: <هغه هم ووژنئ!> نو څه وخت چې اخزیا یبلعام ته نژدې د جور کلي ته چې په لوړه کې ؤ روان ؤ، د ییهو لښکرو هغه په غشي باندې وویشت. هغه تر مجدو پورې لاړ او هلته مړ شو.
28 د اخزیا منصبدارانو د هغه مړی په جنګي ګاډۍ کې واچاوه، بېرته یې اورشلیم ته یووړ او هغه یې د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ کړ.
29 اخزیا د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په یوولسم کال د یهودا پاچا شوی ؤ.
30 ییهو د یزرعیل خواته روان شو او کله چې ایزابل واورېدل چې ییهو راروان دی، رانجه یې په سترګو باندې ووهل او خپل ویښتان یې ږمنځ کړل. بیا په کړکۍ کې ودرېدله او بیرون یې کتل.
31 څنګه چې ییهو د ښار د دروازې څخه تېر شو، هغې ورته نارې کړې: <ای زیمریه! ته قاتل یې! تا پاچا وواژه. ته دلته د سولې دپاره راغلې یې؟>
32 هغه پورته کړکۍ ته وکتل او پوښتنه یې وکړه: <آیا دلته زما د پلویانو څخه څوک شته؟> د ماڼۍ دوه درې خصي شويو سړیو خپل سرونه له کړکۍ څخه راوویستل
33 او ییهو هغوی ته وویل: <هغه د کړکۍ څخه لاندې راوغورځوئ!> درباریانو ایزابل لاندې راوغورځوله او د هغې وینه په دېوال او آسونو باندې وشیندل شوه. بیا آسونو د هغې مړی تر پښو لاندې کړ.
34 ییهو دننه ماڼۍ ته ننوت چې یو څه وخوري او وڅښي. بیا هغه وویل: <که څه هم هغه یوه لعنتي ښځه وه، خو هغه د پاچا لور وه، نو هغه دې په ښې طریقې سره ښخه کړای شي.>
35 مګر کله چې هغوی د هغې د مړي د ښخولو دپاره ووتل، هغوی یواځې د هغې کوپړۍ، لاسونه او پښې راپیدا کړې.
36 کله چې هغوی ییهو ته خبر ورکړ هغه وویل: <دا هغه څه پېښ شوي دي چې څښتن د خپل خدمتګارد تشبي ایلیا په وسیله ویلي وو: سپي به د ایزابل مړی په یزرعیل کې وخوري.
37 د هغې مړی به لکه خوشایي داسې خورې ورې شي چې هېڅوک یې ونه شي پېژندلی.>