بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 8

الیشع هغې ښځې ته چې د هغې زوی یې بېرته راژوندی کړی ؤ وویل: <د خپلې کورنۍ سره کوم بل ځای ته لاړه شه او هلته د یو څه مودې دپاره واوسېږه، ځکه چې څښتن په دې هېواد باندې قحطي راولي او هغه به تر اوو کالو پورې دوام وکړي.>
2 لکه څنګه چې د خدای نبي الیشع ویلي وو هغې ښځې کټ مټ هماغسې وکړل او هغه لاړه چې د فلسطینیانو په هېواد کې واوسیږي. هغه د خپلې کورنۍ سره اووه کاله په هغه ځای کې واوسېدله.
3 د اوو کالو په پای کې، هغه اسراییلو ته راستنه شوه، پاچا ته لاړه او ورته زارۍ یې وکړې چې کور او جایداد یې بېرته ورکړل شي.
4 په دې وخت کې، پاچا د الیشع د خدمتګار جیحزي سره خبرې کولې. د هغه څخه یې وغوښتل چې د الیشع د ټولو حیرانوونکو کارونو په هکله معلومات ورکړي.
5 په داسې حال کې چې جیحزي هغه ته د هغه مړ هلک په هکله چې الیشع بېرته راژوندی کړی ؤ خبرې کولې، هغه ښځه د خپل زوی سره راورسېدله چې پاچا ته عرض وکړي. جیحزي وویل: <ای اعلیحضرته! هغه ښځه دا ده او دا د هغه زوی دی چې الیشع راژوندی کړی دی.>
6 پاچا هغې ښځې ته وویل چې خپله کیسه بیان کړي او هرڅه چې پېښ شوي وو هغې ورته بیان کړل. بیا پاچا د خپلو درباریانو څخه یو تن ته وویل: <ټول جایداد هغې ته بېرته ورکړه، برسېره پردې د ځمکې عایدات د هغې ورځې نه چې هغه له دې ځای نه تللې وه تر اوسه پورې هم ورکړه.>
7 الیشع هغه وخت دمشق ته لاړ چې د سوریې پاچا بنهدد ناروغ ؤ. کله چې پاچا ته یې خبر ورکړ چې الیشع دلته راغلی دی،
8 هغه حزاییل ته وویل: <د خدای د نبي الیشع دپاره د ځان سره یو سوغات واخله، لاړ شه، د هغه سره وګوره او ورته ووایه چې د څښتن څخه پوښتنه وکړي چې زه به روغ شم که نه.>
9 بیا حزاییل د څلوېښتو اوښانو سره چې د دمشق ډېر ښه تولیدات ورباندې بار وو روان شو او الیشع ته یې د سوغات په توګه یوړل. هغه نبي راپیدا کړ او ورته ویې ویل: <ستاسو خدمتګار بنهدد پاچا زه ستاسو حضور ته رالېږلی یم ترڅو په دې پوه شم چې هغه به روغ شي که نه.>
10 الیشع حزاییل ته وویل: <هغه ته ووایه چې ته به روغ شې، مګر څښتن ماته مخکې فرمایلي وو چې په حقیقت کې به بنهدد خامخا مړ شي.>
11 الیشع حزاییل ته داسې په ځیر کتل تر هغې چې هغه وشرمېده، بیا الیشع وژړل.
12 حزاییل پوښتنه وکړه: <ای ښاغلیه، ولې ژاړئ؟>الیشع ځواب ورکړ: <ځکه زه پوهېږم چې ته به د اسراییلو قوم ته ډېر زیان ورسوې. ته به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه وسوځوې او د هغوی ځوانان به ووژنې. د هغوی اولادونه به ټوټې ټوټې کړې او د هغوی د امیدوارو ښځو ګېډې به هم څیرې کړې.>
13 حزاییل ځواب ورکړ: <زما په شان یو معمولي انسان دومره غټ کار څنګه کولی شي؟>الیشع ورته وویل: <ای حزاییله، څښتن ماته ښودلي دي چې ته به د سوریې پاچا شې.>
14 حزاییل بېرته بنهدد ته ورغی. بنهدد ورڅخه پوښتنه وکړه: <الیشع څه وویل؟>حزاییل ځواب ورکړ: <هغه وویل چې ته به هرومرو روغ شې.>
15 مګر په راتلونکې ورځ، حزاییل یوه کمپله راواخیسته، په اوبو کې یې خیشته کړه او د پاچا په مخ باندې یې کېښوده تر هغې پورې چې د هغه ساه بنده شوه او هغه مړ شو. بیا حزاییل د هغه په ځای پاچا شو.
16 په اسراییلو کې د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په پنځم کال، د یهوشافاط زوی یهورام د یهودا پاچا شو.
17 یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.
18 یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه،
19 مګر څښتن نه غوښتل چې یهودا له منځه یوسي، ځکه چې هغه د خپل خدمتګار داود سره ژمنه کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.
20 د یهورام په پاچاهۍ کې، د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه.
21 نو یهورام د خپلو ټولو جنګي ګاډیو سره صعیر ته روان شو، چې هلته ادومي لښکر هغوی کلابند کړل. د شپې هغه او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانانو کلابندي ماته کړه او د یهورام عسکر خپلو کورونو ته وتښتېدل.
22 یهودا هېڅکله ونه شو کولی چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول.
23 د یهورام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
24 یهورام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پاچا شو.
25 په اسراییلو کې د یورام د پاچاهۍ په دولسم کال، د یهورام زوی اخزیا د یهودا پاچا شو.
26 اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور عتلیا وه چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه.
27 څرنګه چې اخزیا د اخاب د کورنۍ سره د خېښۍ اړیکې درلودلې، نو هغه هم د هغوی په شان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه.
28 اخزیا د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې برید وکړي. په دې جګړه کې سوریایانو یورام ټپي کړ.
29 نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې ټپ یې روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.