بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 12

په اسراییلو کې د ییهو د پاچاهۍ په اووم کال، یوآش د یهودا پاچا شو او په اورشلیم کې یې څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیه د بئرشبع د ښار څخه وه.
2 په خپل ټول عمر کې یې هغه څه وکړل چې څښتن پرې خوشحالېده، ځکه چې یهویاداع کاهن ورته لارښودنه کوله.
3 که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول او خلکو هلته د قربانۍ کولو او د خوشبویۍ سوځولو ته ادامه ورکړه.
4 یوآش کاهنانو ته وویل: <ټولې هغه پیسې راغونډې کړئ چې د سپېڅلو نذرانو په ډول د څښتن کور ته راوړل کیږي، یعنې هغه پیسې چې په سر شمېرنه کې راټولیږي، هغه چې د شخصي نذرونو څخه تر لاسه کیږي او هغه پیسې چې په داوطلبانه توګه راوړل کیږي.
5 هر یو کاهن به پیسې اخلي او د اړتیا له مخې به یې د څښتن د کور په بیاجوړونې کې کاروي.>
6 د یوآش د پاچاهۍ درویشتم کال ورسېد خو کاهنانو لا هم د څښتن د کور ترمیم نه ؤ ترسره کړی.
7 نو یوآش، یهویاداع او نور کاهنان راوغوښتل او ورته ویې ویل: <تاسو ولې په دې پیسو باندې د څښتن د کور د بیاجوړونې کار نه کوئ؟ نورې پیسې مه اخلئ. له هغو څخه باید یواځې په بیاجوړونې کې کار واخیتسل شي.>
8 کاهنانو دا خبره ومنله چې نه به نور د خلکو څخه پیسې راټولوي او نه به هم د څښتن د کور د بیاجوړونې مسؤولیت په غاړه اخلي.
9 یهویاداع د لرګي یو صندوق راپیدا کړ، د هغه سر یې سوری کړ او د قربانۍ د ځای ښي خواته یې کېښود چېرته چې خلک د څښتن کور ته ننوتل. کله چې چا به د څښتن د کور دپاره پیسې ورکولې، هغو کاهنانو چې د دروازې ساتنه کوله پیسې به یې په دې صندوق کې اچولې.
10 چې کله به صندوق د پیسو څخه ډک شو، د پاچا منشي او مشر کاهن به دا پیسې شمېرلې او په کڅوړو کې به یې تړلې.
11 بیا به یې هغو خلکو ته ورکولې، چې د څښتن د کور د بیاجوړونې د کار څارنه یې کوله. ځینې پیسې به معمارانو ته ورکول کېدې، ځینې به ترکاڼانو ته ورکول کېدې،
12 ځینې به د تیږو پرېکوونکو ته ورکول کېدې او ځینې پیسې به خټګرانو ته ورکول کېدې. په ځینو پیسو باندې به لرګي او تیږې اخیستل کېدل او ځینې به د څښتن د کور د بیاجوړونې په نورو لګښتونو باندې لګېدلې.
13 هغه پیسې چې د څښتن د کور دپاره ورکړل شوې وې هغه د سپینو زرو د کاسو په جوړولو، د پلتو په پاکوونکو، د شیندلو په کاسو، په سرنیو یا د سرو یا د سپینو زرو په شیانو باندې نه مصرفېدلې.
14 هغه یواځې د بیاجوړونې په کار باندې مصرفېدې.
15 د کارونو مسؤولان صادق سړي وو، نو دې ته اړتیا نه وه چې د هغوی څخه د پیسو حساب وغوښتل شي.
16 کومې پیسې چې د تاوان او ګناه د نذرانو په نامه ورکول کېدې د څښتن د کور دپاره نه، بلکې دا پیسې یواځې د کاهنانو دپاره وې.
17 په هماغه وخت کې د سوریې پاچا حزاییل د جت په ښار باندې برید وکړ او هغه یې ونیو. بیا هغه پرېکړه وکړه چې په اورشلیم باندې برید وکړي.
18 نو یوآش، د خپلو ځانګړو سوغاتونو په شمول، هغه ټول شیان راټول کړل چې د هغه پلار او نیکونو، یعنې اخزیا، یهوشافاط او یهورام څښتن ته وقف کړي وو او پرته له دې هغه سپین او سره زر چې د څښتن د کور او د ماڼۍ په خزانو کې وو. هغه دا ټول حزاییل ته د سوغات په توګه ورولېږل او کله چې حزاییل دا تر لاسه کړل، خپل لښکرو ته یې حکم ورکړ چې اورشلیم پرېږدي.
19 د یوآش د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
20 د هغه د پاچاهۍ په پای کې د هغه ځینې درباریان د ده په مقابل کې یاغي شول. یوآش یې د اورشلیم په ختیځ کې هغې لارې ته نژدې چې سلې ته تللې وه د ملو په کور کې په قتل ورساوه.
21 د هغو قاتلانو نومونه دا دي: د شمعت زوی یوزاکار او د شومیر زوی یهوزاباد.یوآش د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی امصیا د هغه په ځای پاچا شو.