بادشاهانو دويم
څپرکی 18
اپه اسراییلو کې د ایله د زوی هوشع د پاچاهۍ په دولسم کال، د آحاز زوی حزقیا د یهودا پاچا شو.
2 حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا وه چې د زکریا لور وه.
3 هغه لکه د خپل نیکه داود پاچا په شان هغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو.
4 هغه سیمه یز د عبادت ځایونه له منځه یوړل، د تیږو ستنې یې ماتې کړې او د اشیره بتان یې راوغوزول. همدارنګه یې هغه برنجي مار چې موسیٰ جوړ کړی ؤ او د نحشتان په نوم یادېده هم ټوټې ټوټې کړ. تر هغه وخته پورې د اسراییلو خلکو هغه ته د درناوي دپاره خوشبویي سوځولې.
5 حزقیا د اسراییلو په څښتن خدای باندې باور درلود. د یهودا په ټولو پاچاهانو کې د هغه په شان نه د هغه څخه وروسته څوک ؤ او نه د هغه څخه مخکې.
6 هغه څښتن ته پوره وفادار ؤ او د هغو قوانینو اطاعت یې کاوه چې څښتن موسیٰ ته ورکړي وو.
7 نو څښتن د هغه سره ؤ او هغه په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ. هغه د آشور د پاچا په مقابل کې یاغي شو او هغه ته یې د تسلیمېدلو څخه انکار وکړ.
8 هغه فلسطینیانو ته د غزې او د هغې د شاوخوا سیمو پورې ماته ورکړه چې دا ماته د تر ټولو کوچني کلي څخه نیولې تر لوی دېوال لرونکي ښار پورې وه.
9 د حزقیا د پاچاهۍ په څلورم کال چې په اسراییلو باندې د هوشع د پاچاهۍ اووم کال ؤ، د آشور پاچا شلمناسر په اسراییلو برید وکړ او سامره یې محاصره کړه.
10 د محاصرې د درېم کال په آخر کې آشوریانو سامره ونیوله. نو د حزقیا د پاچاهۍ په شپږم کال چې د هوشع د پاچاهۍ نهم کال ؤ، دا پېښه وشوه.
11 د آشور پاچا، اسراییلیان د اسیرانو په توګه آشور ته بوتلل. د هغو څخه یې ځینې د حلح په ښار کې، ځینې یې د خابور سیند ته نژدې د جوزان په سیمه کې او ځینې یې د ماد په ښارونو کې ځای په ځای کړل.
12 سامرې ځکه سقوط وکړ چې اسراییلیانو د خپل څښتن خدای اطاعت نه کاوه، بلکې هغه لوظ یې مات کړ چې څښتن د هغوی سره کړی ؤ او د هغو ټولو قوانینو څخه یې سرغړونه وکړه چې د څښتن د خدمتګار موسیٰ په وسیله ورکړل شوي وو. هغوی نه هغه حکمونه منل او نه یې په هغو باندې عمل کاوه.
13 د حزقیا د پاچاهۍ په څوارلسم کال د آشور پاچا سنخاریب د یهودا په ټولو قوي شوي ښارونو باندې برید وکړ او هغه یې ونیول.
14 حزقیا دغه پیغام سنخاریب ته چې په لاکیش کې ؤ ورولېږه: <ما غلط کار کړی دی، خپل برید ودروئ او هرڅه چې تاسو غواړئ زه به یې درکړم.> د سنخاریب پاچا ځواب دا ؤ چې حزقیا باید لس ټنه سپین زر او یو ټن سره زر هغه ته ورولېږي.
15 حزقیا هغه ټول سپین زر چې د څښتن په کور کې او د ماڼۍ په خزانه کې وو هغه ته ورولېږل.
16 همدارنګه هغه د څښتن د کور د دروازو څخه سره زر او هم هغه سره زر چې په خپله یې د دروازو چوکاټونه ورباندې پوښ کړي وو راوویستل او هغه ټول یې سنخاریب ته ورولېږل.
17 د آشور پاچا یو لوی لښکر د خپلو درېو لوړ رتبه مامورانو سره د لاکیش څخه ولېږه چې په اورشلیم کې د حزقیا مخالفت وکړي. کله چې اورشلیم ته ورسېدل، هغوی د پاسني ډنډ د لښتي په غاړه چې د کالیو مینځونکو د پټي په لاره کې پرته ده، ودرېدل.
18 هغوی حزقیا پاچا راوغوښت مګر د هغه درې درباریان بیرون راووتل چې د هغوی سره لیدنه کتنه وکړي. هغه درې درباریان دا وو: د حلقیا زوی الیاقیم چې د ماڼۍ مسؤول ؤ، شبنا د دربار منشي او د آساف زوی یوآخ چې د پېښو د ثبتولو مسؤول ؤ.
19 د آشور د منصبدارانو څخه یو تن هغوی ته وویل: <لوی پاچا غواړي په دې پوه شي چې حزقیا پاچا ولې دومره ډاډه دی؟
20 پاچا ته ووایئ: آیا ته فکر کوې چې یواځې خبرې کولی شي چې د عسکري پوهې او قدرت ځای ونیسي؟ ته په چا باندې تکیه کوې چې زما په مقابل کې یاغي شوی یې؟
21 ګوره، ته په دې طمع یې چې مصر به درسره مرسته وکړي، مګر هغه به د هغې کړکي په شان وي چې د امسا په توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي. هغه به مات شي، ستا په لاس کې به ننوځي او تا به ټپي کړي. نو هرڅوک چې د مصر په پاچا باندې تکیه وکړي هغه به همداسې شي.>
22 لوی پاچا تاسو درباریانو ته دا هم وایي: <کېدای شي ماته ووایئ چې مونږ په خپل څښتن خدای باندې تکیه کوو. آیا دا هغه څوک نه دی چې حزقیا د هغه د عبادت او د قربانۍ ځایونه له منځه یوړل او د یهودا او اورشلیم خلکو ته یې وویل چې تاسو د اورشلیم د قربانۍ د ځای په وړاندې عبادت کوئ؟
23 زه به تاسو سره د خپل بادار، یعنې د اشور د پاچا په استازیتوب یو شرط کېږدم. زه به تاسو ته دوه زره آسونه درکړم خو که چېرې تاسو وکولای شئ چې هم دومره نفر پیدا کړئ چې په هغو باندې سپاره شي.
24 تاسو د جنګي ګاډیو او سپرو عسکرو په خاطر په مصر باندې تکیه کوئ! نو څنګه کولی شئ چې تاسو زما د بادار د خدمتګارانو څخه یو ډېر کمزوری منصبدار په شا وتمبوئ؟
25 آیا تاسو فکر کوئ چې ما د څښتن له مرستې څخه پرته ستاسو په وطن باندې برید کړی دی چې هغه وران کړم؟ څښتن په خپله ماته وویل چې په هغه باندې برید وکړم او هغه له منځه یوسم.>
26 په دې وخت کې الیاقیم، شبنا او یوآخ هغه لوړ رتبه مامور ته وویل: <مهرباني وکړئ، زمونږ سره د ارامۍ په ژبه خبرې وکړئ، ځکه چې مونږ په هغې باندې پوهېږو. د یهودا په ژبه خبرې مه کوئ، ځکه هغه ټول خلک چې په دېوال باندې ناست دي ستاسو خبرو ته یې غوږ ایښی دی.>
27 هغه ځواب ورکړ: <آیا تاسو فکر کوئ چې پاچا زه د دې دپاره رالېږلی یم چې دا ټولې خبرې یواځې تاسو او پاچا ته وکړم؟ نه، زه د هغو خلکو سره هم خبرې کوم چې په دېوال باندې ناست دي. هغوی او تاسو به هم خپل غایطه مواد وخوري او خپلې متیازې به وڅښي، په دې خاطر چې نور به د خوړلو او څښلو دپاره څه شی نه وي.>
28 بیا هغه ملکی مامور ودرېد او په لوړ آواز یې د یهودا په ژبه وویل: <د آشوریانو لوی پاچا پیغام واورئ!
29 پاچا داسې وایي: حزقیا مه پرېږدئ چې تاسو وغولوي. هغه نه شي کولی چې تاسو زما د لاس څخه وژغوري.
30 باور مه کوئ که هغه تاسو ته ووایي: په څښتن باندې باور ولرئ، هغه به تاسې وژغوري او دا ښار به د آشور د پاچا په لاس ورنه کړل شي.
31 د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ. ځکه د آشور پاچا داسې وایي: زما سره روغه جوړه وکړئ. راووځئ او ماته تسلیم شئ. نو تاسو هر یو به د خپلو تاکونو انګور وخورئ، د خپلو ونو څخه به انځر وخورئ او د خپلو ذخیرو څخه به اوبه وڅښئ.
32 وروسته زه راځم او تاسو به هغه هېواد ته بوځم چې ستاسو د وطن په شان دی، په هغه هېواد کې چې ډېر زیات غلې دانې، ډوډۍ، د انګورو شراب، د انګورو باغونه، د زیتونو ونې او شات دي. که چېرې تاسو هغه کار وکړئ چې زه یې درته حکم کوم، تاسو به مړه نه شئ، بلکې ژوندي به پاتې شئ. د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ، هغه تاسو بې لارې کوي او وایي: څښتن به مونږ وژغوري.
33 آیا کله د کوم قوم خدایانو خپل وطن د آشور پاچا له لاسه ژغورلی دی؟
34 چېرته دي د حمات او ارفاد خدایان؟ چېرته دي د سفروایم، هینع او عوا خدایان؟ آیا هغوی سامره زما د لاسونو څخه وژغورله؟
35 د دې ټولو هېوادونو د خدایانو څخه کوم یو دا توان درلود چې خپل هېواد زما څخه وژغوري؟ نو څښتن به څنګه وکولای شي چې اورشلیم زما د لاسونو څخه خلاص کړي؟>
36 مګر خلک غلي پاتې شول او په ځواب کې یې ورته هېڅ ونه ویل، ځکه چې حزقیا پاچا هغوی ته دا امر کړی ؤ چې ځواب ورنه کړي.
37 نو الیاقیم، شبنا او یوآخ له غمه خپل کالي وشلول، حزقیا ته ورغلل او څه چې ورته هغه ملکی مامور ویلي وو، هغه یې حزقیا ته بیان کړل.