بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 3

اد یهودا د پاچا یهوشافاط د پاچاهۍ په اتلسم کال، یورام د اخاب زوی د اسراییلو پاچا شو. یورام په سامره کې دولس کاله پاچاهي وکړه.
2 هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه، مګر د خپل مور او پلار په شان ګناهکار نه ؤ. یورام هغه بت راوغورځاوه، چې د هغه پلار د بعل د عبادت دپاره جوړ کړی ؤ.
3 مګر هغه داسې د ګناه څخه ډک کارونه کول چې د نباط زوی یروبعام په اسراییلو باندې کړي وو. یورام دا بد کارونه پرېنښودل.
4 د موآب پاچا میشع پسونه ساتل، نو هغه به هر کال د باج په توګه د اسراییلو پاچا ته سل زره وري او د سلو زرو پسونو وړۍ ورکولې.
5 مګر کله چې اخاب مړ شو، میشع د اسراییلو په مقابل کې یاغي شو.
6 په دې خاطر یورام د سامرې څخه روان شو او د اسراییلو ټول لښکر یې سره راغونډ کړ.
7 هغه د یهودا پاچا یهوشافاط ته دا پیغام ورولېږه: <د موآب پاچا زما په ضد یاغي شوی دی. آیا زما سره به لاړ شې چې د هغه سره وجنګېږو؟>یهوشافاط په ځواب کې وویل: <هو، زه به درسره لاړ شم. زه ستا پلوي کوم او زما عسکر او آسونه ستا په خدمت کې دي.
8 مګر په کومه لاره به لاړ شو؟>یورام ځواب ورکړ: <د ادوم د دښتې په لار به لاړ شو.>
9 نو د اسراییلو، یهودا او ادوم پاچاهان د خپلو لښکرو سره روان شول. مګر وروسته له اوو ورځو د غیر مستقیمې لارې څخه د هغوی او د هغو د څارویو دپاره د څښلو اوبه پاتې نه شوې.
10 یورام پاچا پوښتنه وکړه: <اوس څه وکړو؟ څښتن مونږ درې پاچاهان د دې دپاره دلته راوستو چې د موآب لښکرو ته مو په لاس ورکړي.>
11 یهوشافاط پوښتنه وکړه: <آیا د څښتن کوم نبي دلته شته چې مونږ د هغه په وسیله د څښتن څخه مشوره وغواړو؟>د یورام د منصبدارانو څخه یو تن ځواب ورکړ: <د شافاط زوی الیشع دلته دی. هغه د ایلیا مرستیال ؤ.>
12 یهوشافاط ځواب ورکړ: <هغه د څښتن رښتینی نبي دی.>درې واړه پاچاهان الیشع ته ورغلل.
13 الیشع د اسراییلو له پاچا یورام څخه پوښتنه وکړه: <ماته ولې راغلې؟ ورشه او د خپل پلار او مور د نبیانو سره مشوره وکړه.>یورام ځواب ورکړ: <نه، دا څښتن ؤ چې مونږ درې پاچاهان یې دلته راوستلو چې د موآب لښکرو ته مو په لاس ورکړي.>
14 الیشع هغه ته وویل: <زه د هغه ژوندي څښتن په نوم چې زه یې خدمت کوم قسم خورم که یهوشافاط پاچا، چې زه د هغه درناوی کوم، درسره نه وای نو تاته به مې کتلي هم نه وای.>
15 بیا الیشع وویل: <داسې یو څوک راوغواړه چې رڅپرکی غږولی شي.>رڅپرکی غږوونکي په رڅپرکی غږولو باندې پیل وکړ. د څښتن قدرت په الیشع باندې نازل شو
16 او هغه وویل: <څښتن فرمایي چې د دې وچ خوړ په هرځای کې لښتي وباسئ.
17 که څه هم تاسو به نه باد ووینئ او نه باران، مګر دا وچ خوړ به د اوبو څخه ډک شي او ستاسو او ستاسو د څارویو دپاره به دلته اوبه پرېمانه وي.
18 د څښتن دپاره دا یو ساده کار دی، هغه به ستاسو سره دا مرسته هم وکړي چې د موآب لښکرو ته ماتې ورکړئ.
19 تاسو به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه او مهم ښارګوټي ونیسئ. تاسو به د هغوی ښې ونې ووهئ او د اوبو ټولې چینې به یې بندې کړئ، د هغوی حاصلخېزې ځمکې به له تیږو څخه ډکې کړئ او هغه به له حاصله وغورځوئ.>
20 په بله ورځ د سهارنۍ قربانۍ د وړاندې کولو په وخت کې، یوناڅاپه د ادوم له خوا څخه اوبه راوبهیدلې او ځمکه د اوبو څخه ډکه شوه.
21 د موآب خلکو واورېدل چې درې پاچاهان د هغوی خواته راروان دي چې په دوی باندې برید وکړي. نو هغوی خپل ټول هغه کسان چې جګړه کولای شي د ځوانه څخه نیولې تر زاړه پورې سره راغونډ کړل او د هغوی لښکرې د هېواد په پوله کې د جګړې دپاره تیارې شوې.
22 کله چې موآبیان سهار راپاڅېدل په اوبو باندې لمر لګېده او اوبه ورته لکه د وینو په شان سرې ښکاره کېدلې.
23 هغوی وویل: <هغو وینو ته وګورئ! د هغو درې پاچاهانو لښکرې په خپل منځ کې سره جنګېدلې دي او یو او بل یې سره وژلي دي. راځئ چې ورشو او د هغوی کمپ لوټ کړو.>
24 مګر کله چې هغوی د اسراییلو کمپ ته ورسېدل، اسراییلي عسکر راووتل او په هغوی باندې یې تر هغه وخته پورې برید وکړ ترڅو چې هغوی په شا شول او وتښتېدل. د اسراییلو لښکرو هغوی بېرته تر موآبه پورې تعقیب کړل او په تللو تللو کې یې له منځه یوړل.
25 اسراییلیانو د موآبیانو ښارونه وران کړل. کله چې هر اسراییلی د حاصلخېزه پټي څخه تېرېده په هغه باندې به یې تیږه غورځوله ترڅو ټول پټي په تیږو باندې پټ شول. همدارنګه یې ښې ونې ووهلې او د اوبو چینې یې بندې کړې.په پای کې یواځې د هغوی پایتخت د قیر حارست ښار جوړ پاتې شو، مګر هغو عسکرو چې مچنوغزې ورسره وې نوموړی ښار کلابند کړ او برید یې ورباندې وکړ.
26 کله چې د موآب پاچا میشع ولیدل چې ماتې خوري، نو اووه سوه عسکر یې چې تورې ورسره وې د ځانه سره یوړل او هڅه یې وکړه چې د جګړې هغه کرښه ماته کړي چې ادومي لښکرې پکې ځای په ځای شوې وې، مګر هغه ناکام شو.
27 نو هغه خپل مشر زوی چې د هغه څخه وروسته باید پاچا شوی وای ونیوه او هغه یې د ښار په دېوال باندې د نذرانې په توګه قرباني کړ. د اسراییلي لښکرو زړونه د دې کار په لیدلو سره دومره د نفرت څخه ډک شول چې ښار یې پرېښود او بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.