بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 19

کله چې حزقیا پاچا دا خبره واورېده، هغه له غمه خپل کالي وشلول، د ویر کالي یې واغوستل او د څښتن کور ته ورننوت.
2 هغه د ماڼۍ مسؤول الیاقیم، د دربار منشي شبنا او د کاهنانو مشران چې ټولو د ویر کالي اغوستي وو، د آموص زوی اشعیا نبي ته ورولېږل.
3 دوی هغه ته وویل: <حزقیا داسې وایي: نن ورځ د خپګان ورځ ده، مونږ ته سزا راکول کیږي او سپکاوی راته شوی دی. مونږ د هغې ښځې په شان یو چې د اولاد زېږولو ته تیاره وي، مګر د زېږولو قوت پکې نه وي.
4 د آشور پاچا خپل لوړپوړی مامور د دې دپاره رالېږلی دی چې د ژوندي خدای سپکاوی وکړي. ستا څښتن خدای دې دا د سپکاوۍ خبرې واوري او هغه چا چې دا خبرې کړې دي هغه ته دې سزا ورکړي. نو د هغو نفرو دپاره دعا وکړئ چې ژوندي پاتې دي.>
5 کله چې اشعیا د حزقیا پاچا پیغام تر لاسه کړ،
6 هغه بېرته دا ځواب ورولېږه: <څښتن تاته وایي چې آشوریان مه پرېږده ترڅو په دې سپکو خبرو سره تا ووېروي، چې څښتن تا نه شي ژغورلی.
7 څښتن به د آشور په پاچا ځینې ګونګوسې واوروي او هغه به مجبور کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي. هلته به یې په یو چا باندې ووژني.>
8 د آشور لوړ رتبه ملکي مامور پوه شو چې پاچا د لاکیش څخه تللی دی او د لبنه ښار په مقابل کې جنګیږي، نو هلته ورغی چې د هغه سره مشوره وکړي.
9 آشوریانو ته خبر ورورسېد چې د مصر لښکر د ایتوپیا پاچا، ترهاقه تر مشرۍ لاندې راروان دی چې برید وکړي. کله چې پاچا دا خبره واورېده، نو هغه د یهودا پاچا حزقیا ته د استازو په لاس لیک ورولېږه:
10 <په خپل خدای باور مه کوه او د هغه په هغې وعدې مه غولېږه چې زما په مقابل کې به د اورشلیم څخه دفاع وکړي.
11 تا اورېدلي دي چې د آشور پاچاهانو د ټولو هېوادونو سره څه وکړل، هغه یې په بشپړه توګه له منځه یوړل. آیا فکر کوې چې ته به وژغورل شې؟
12 زما نیکونو د جوزان، حاران او رصف ښارونه له منځه یوړل او د عدن هغه خلک چې په تلسار کې اوسېدل، ووژل او د هغوی د خدایانو څخه هېڅ یو هغوی ونه ژغورل.
13 د حمات، ارفاد، سفروایم، هینع او عوا د ښارونو پاچاهان چېرته دي؟>
14 حزقیا پاچا د استازو څخه لیک واخیست او هغه یې ولوست. بیا هغه د څښتن کور ته لاړ، هغه لیک یې د څښتن په حضور کې پرانیست
15 او داسې دعا یې وکړه: <ای د اسراییلو څښتن خدایه، چې د آسماني مخلوقاتو دپاسه په تخت ناست یې، تا اسمانونه او ځمکه پیدا کړي دي. ته یوازېنی خدای یې چې د نړۍ په ټولو پاچاهیو باندې پاچاهي کوې.
16 نو ای څښتنه، وګوره چې په مونږ باندې څه تېریږي. ای ژوندیه خدایه! د سنخاریب خبرې واوره، چې ستا سپکاوی کوي.
17 دا رښتیا ده، ای څښتنه، چې د آشور پاچاهانو ډېر قومونه له منځه وړي دي، د هغوی هېوادونه یې وران کړي دي
18 او د هغوی خدایان یې سوځولي دي. هغه خدایان نه وو، هغه یواځې د لرګیو او تیږو هغه بتان وو چې د انسان په لاسونو جوړ شوي وو.
19 نو زمونږ څښتن خدایه، مونږ د آشوریانو څخه وژغوره، ترڅو د نړۍ ټول قومونه په دې پوه شي چې، ای څښتنه، یواځې ته خدای یې.>
20 نو د آموص زوی اشعیا حزقیا پاچا ته دا پیغام ورولېږه: <د اسراییلو څښتن خدای داسې فرمايي: د آشور د پاچا سنخاریب په هکله مې ستا دعا قبوله کړه.
21 نو زه د هغه په ځواب کې داسې وایم: اورشلیم د یوې نجلۍ په شان دی چې ستا څخه کرکه کوي او په تا باندې ملنډې وهي. کله چې ته تښتې، نو هغوی په تا پورې خندا کوي.
22 ای سنخاریبه! تا ماته، د اسراییلو سپېڅلي خدای ته کفر ویلی، خپل آواز دې اوچت کړی او ملنډې دې وهلې دي.
23 تا په خپلو استازو باندې زه، څښتن سپک کړم او د خپل ځان په اړه دې داسې لاپې وهلې دي: ما خپلې جنګي ګاډۍ د لبنان ډېرو لوړو ځایونو ته خېژولې دي، د هغه ځنګل تر ټولو دننني ځای ته ورننوتی یم او د سبر او سروې ډېرې ښې ونې مې پرې کړې دي.
24 ما په مصر کې په خپلو پښو باندې هر سیند وچ کړ او په پردیو هېوادونو کې مې د هغو کوهیانو اوبه وڅښلې چې ما کیندلي وو.
25 آیا تا دا نه دي اورېدلي چې دا هرڅه مې پخوا پلان کړي وو او حتی په دې نه پوهېږې چې دا یواځې زه وم چې دا پرېکړه مې وکړه چې ته به دا کار کوې؟ ته مې پرېښودلې چې هغه ځواکمن ښارونه وران کړې.
26 د هغو ځایونو خلک کمزوري او ډېر سخت وارخطا شول. هغوی د پټیو د بوټو یا د هغو تنکیو وښو په شان وو چې د کوټو په سر باندې شنه کیږي او د پخېدلو څخه مخکې سوځیږي.
27 مګر زه خبر یم چې ته چېرته اوسېږې او څه وخت ځې او راځې. دغه راز زه پوهېږم چې څومره ماته په قهر یې.
28 ستا غرور مې لیدلی دی او هم هغه سخته کرکه مې لیدلې ده چې ته یې زما څخه لرې. نو زه به ستا په پوزه کې چنګک او ستا په خوله کې قیضه واچوم. بیا به دې هغه ځای ته بېرته بوځم له کومه ځایه چې راغلی وې.>
29 بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل: <دا به د هغه څه نښه وي چې پېښ به شي. سږکال او راتلونکی کال به ته هغه غلې دانې وخورې چې په خپله شنې کیږي، مګر په درېم کال به ته وکولای شې چې خپلې غلې دانې وکرې او حاصل به یې واخلې او د انګورو تاکونه به وکرې او انګور به یې وخورې.
30 هغوی چې په یهودا کې ژوندي پاتې دي د نباتاتو په شان به په ځمکه کې ژورې ریښې وکړي او مېوه به ونیسي.
31 په اورشلیم او د صیهون په غره کې به یو شمېر خلک ژوندي پاتې شي، ځکه چې څښتن ټینګه پرېکړه کړې ده چې داسې به وشي.>
32 څښتن د آشور د پاچا په هکله داسې وایي: <هغه به دې ښار ته داخل نه شي او یو غشی به هم په هغه باندې ګوزار نه کړي. هېڅ عسکر به د خپلو سپرونو سره هغه ښار ته ورنژدې نه شي او د هغه شاوخوا به د خاورو ډېرۍ جوړې نه کړي.
33 څښتن داسې وایي: په هغې لارې چې هغه راغلی دی بېرته به په هماغه لار لاړ شي او ښار ته به داخل نه شي.
34 زه به د دې ښار څخه د خپل ځان په اړه او د خپلې هغې ژمنې په اړه چې د خپل خدمتګار داود سره مې کړې وه، دفاع وکړم او هغه به وساتم.>
35 په هماغه شپه د څښتن فرښته د آشوریانو کمپ ته ورغله او ۱۸۵۰۰۰ عسکر یې ووژل. کله چې سهار وختي پاتې خلک راپاڅېدل نو ویې لیدل چې په هغه ځای کې مړي پراته دي.
36 نو سنخاریب پاچا بېرته آشور ته ستون شو او د نینوا په ښار کې اوسېده.
37 یوه ورځ چې هغه د خپل خدای نسروک د عبادت په ځای کې عبادت کاوه، د هغه دوو زامنو ادرملک او شرازر په خپلو تورو باندې هغه وواژه او بیا هغوی د ارارات خاورې ته وتښتېدل. د هغه بل زوی چې اسرحدون نومېده د هغه په ځای پاچا شو.