بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 11

څنګه چې عتلیا واورېدل چې د هغې زوی اخزیا پاچا وژل شوی دی، هغې پرېکړه وکړه چې د شاهي کورنۍ ټول غړي دې ووژل شي.
2 یواځې د اخزیا زوی یوآش ژوندی پاتې شو. نژدې ؤ چې هغه هم د نورو سره ووژل شي، مګر د یهورام پاچا د لور یهوشبع له خوا چې د اخزیا خور وه هغه وژغورل شو. هغې یوآش او د هغه دایي د عتلیا څخه د خدای د کور د خوب په کوټه کې پټ کړل، ځکه هغه ونه وژل شو.
3 یوآش د یهوشبع سره د څښتن په کور کې د شپږو کالو دپاره چې ملکې عتلیا په یهودا کې پاچاهي کوله، پټ پاتې شو.
4 د ملکې عتلیا د حکومت په اووم کال، یهویاداع کاهن د پاچا او د ماڼۍ د ساتونکو قوماندانان راوغوښتل. د هغوی سره یې د خدای په کور کې لیدنه کتنه وکړه او هغوی یې د قسم له ورکولو سره د خپل پلان دپاره رضا کړل. بیا یې یوآش د اخزیا زوی هغوی ته وروښود.
5 هغوی ته یې امر وکړ: <ستاسو د ساتونکو درې ټولي به د سبت په ورځ په خپله دنده کې وي. زه غواړم چې یو ټولی د ماڼۍ ساتنه وکړي.
6 بل ټولی به د سور دروازه ساتي او درېم ټولی به د ماڼۍ دروازه ساتي او د ماڼۍ د ساتونکو پهره به بدلوي.
7 د ساتونکو دوه نور ټولي به د سبت په ورځ رخصت وي. مګر زه غواړم چې دغه دوه ټولي دې دلته د خدای په کور کې د یوآش پاچا ساتنه وکړي.
8 خپلې تورې تیارې کړئ او هرچا چې هڅه کوله پاچا ته ورنژدې شي هغه ووژنئ. هر وخت او هر چېرې د پاچا سره واوسئ.>
9 قوماندانانو د یهویاداع د حکمونو څخه پیروي وکړه. هر یو خپل ساتونکي چې د سبت په ورځ دندې ته راتلل او یا د دندې څخه رخصتېدل یهویاداع ته یې راغونډ کړل.
10 یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود پاچا وو او د څښتن په کور کې ساتل شوي وو.
11 بیا د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره په وسلو سمبال ساتونکو موضع ونیولې.
12 یهویاداع یوآش بیرون راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ کولو د قانون یوه کاپي یې ورته ورکړه. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چکچکې وکړې او چیغې یې ووهلې: <ژوندی دې وي پاچا!>
13 ملکې عتلیا چې د ساتونکو او خلکو شور واورېد، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک پکې راغونډ شوي وو، ورغله.
14 هغې ولیدل چې یوآش د هغې ستنې په څنګ کې ولاړ ؤ چې معمولاً هغه ځای به د پاچا دپاره ؤ. قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو او خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول. عتلیا له ډېره قهره خپل کالي وشلول او چیغې یې ووهلې: <خیانت! خیانت!>
15 یهویاداع سمدستي د لښکرو قوماندانانو ته امر وکړ: <هغه ووژنئ! هغه د لښکرو د دوو صفو څخه بیرون وباسئ او هرڅوک چې د هغې سره دي هغه هم ووژنئ! مګر دا کار هېڅکله د خدای په کور کې ونه کړئ.>
16 نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې آسونه به پکې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.
17 بیا یهویاداع د څښتن او د یوآش پاچا او خلکو په منځ کې لوظ ترسره کړ چې دوی به د څښتن بنده ګان وي. هغه همدارنګه د پاچا او د خلکو ترمنځ یو تړون وکړ.
18 بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ هغه یې د قربانۍ ځای مخې ته وواژه.وروسته بیا یهویاداع د څښتن د کور دپاره ساتونکي ودرول.
19 بیا یهویاداع ټول قوماندانان، د پاچا او ماڼۍ ساتونکي او خلک یو ځای سره راوغوښتل. هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د ساتونکو د دروازې په لار باندې ماڼۍ ته یووړ. هغه په تخت باندې کښېناست او د یهودا پاچا شو.
20 نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا په ماڼۍ کې وژله شوې وه.
21 یوآش اووه کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو.