بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 10

د اخاب اویا زامن په سامره کې اوسېدل. نو ییهو د هغه ښار مهمو مامورانو، مشرانو او د اخاب د زامنو ساتونکو ته لیک ورولېږه. په لیک کې هغه داسې لیکلي وو:
2 <ستاسو ښار قوي دی او د جنګي ګاډیو، آسونه او وسلو سره ستاسو څخه دفاع کیږي. او زه پوهېږم چې د اخاب پاچا زامن ستاسو سره اوسیږي. نو څنګه چې تاسو دغه لیک ولوست،
3 تاسو د اخاب د زامنو څخه چې تر ټولو ښه وي د پاچا په توګه وټاکئ او بیا د هغه د دفاع دپاره وجنګېږئ.>
4 هغوی دا لیک ولوست او ډېر ووېرېدل. هغوی یو او بل ته وویل: <نه یورام پاچا او نه اخزیا پاچا د هغه په مقابل کې مقاومت کړی دی، نو مونږ به یې څنګه وکړو؟>
5 د ماڼۍ آمر، د ښار ښاروال، نورو مشرانو او د اخاب د زامنو ساتونکو دغه ځواب ییهو ته ورولېږه: <ای اعلیحضرته! مونږ ستاسو خدمتګاران یو او څه چې مونږ ته وایئ مونږ به هماغسې کوو. مګر دا زمونږ کار نه دی چې څوک د پاچا په توګه وټاکو. هرڅه چې ستاسو په نظر کې ښه ښکاري هماغسې وکړئ.>
6 بیا ییهو یو بل لیک واستاوه چې په هغه کې ویل شوي وو: <که تاسو زما پلوي او اطاعت کوئ، نو هغه ثابت کړئ. د اخاب د زامنو سرونه ماته راوړئ! او سبا په همدې وخت باید دلته په یزرعیل کې حاضر شئ.>د اخاب پاچا زامن اویا تنه وو چې د ښار د ځینو مهمو خلکو سره اوسېدل او د هغوی ښوونه او روزنه یې کوله.
7 کله چې د ییهو دویم لیک راورسېد، هغو مهمو خلکو د اخاب ټول زامن ووژل. بیا یې د هغو سرونه په ټوکریو کې کېښودل او هغه یې ییهو ته چې په یزرعیل کې ؤ ولېږل.
8 کله چې یو استازي ییهو ته خبر ورکړ چې د اخاب د زامنو سرونه یې راوړي دي، هغه وویل: <دا سرونه د ښار په دروازه کې دوه ځایه ډېرۍ کړئ او تر سهاره پورې یې هلته پرېږدئ.>
9 په سهار کې، ییهو بیرون ووت. هغه د ټولو خلکو په مخ کې ودرېد او ویې ویل: <ای خلکو، تاسو هېڅ جرم نه دی کړی. ما د خپل بادار یورام په ضد دسیسه جوړه کړه او هغه مې وواژه. مګر دا ټول نفر چا ووژل؟
10 تاسو باید پوه شئ هرڅه چې څښتن د اخاب د اولادې په اړه ویلي وو، هغه سرته رسیږي. څښتن هغه کار وکړ چې وعده یې د خپل نبي ایلیا په وسیله کړې وه.>
11 بیا ییهو د اخاب نور خپلوان چې په یزرعیل کې اوسېدل، د هغه لوړ رتبه درباریان، د هغه کاهنان او د هغه ډېر نژدې دوستان ووژل. په یزرعیل کې د اخاب د کورنۍ څخه هېڅوک ژوندی پاتې نه شو.
12 ییهو سامرې ته روان شو او په لاره کې په هغه ځای کې چې شپانه به پکې راټولېدل
13 د یهودا د پاچا اخزیا د خپلوانو سره مخامخ شو. هغه پوښتنه وکړه: <تاسو څوک یئ؟>هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د اخزیا خپلوان یو. مونږ د شازادګانو او د ملکه ایزابل د کورنۍ د لیدلو دپاره روان یو.>
14 ییهو خپلو سړیو ته وویل: <هغوی ژوندي ونیسئ!> نو هغوی یې ونیول او د شپنو د راغونډېدلو ځای ته نژدې د کندې غاړې ته یې بوتلل او هغه ټول دوه څلوېښت نفره یې ووژل.
15 څنګه چې ییهو روان شو، د رکاب زوی یهوناداب یې ولید چې د ده د لیدلو دپاره راروان ؤ. ییهو هغه ته ښه راغلاست ووایه، بیا یې زیاته کړه: <ای یهونادابه، زه ستا پلوي کوم. آیا ته هم زما پلوي کوې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو، زه یې کوم.>ییهو ځواب ورکړ: <نو خپل لاس دې ماته راکړه> او ییهو ورسره مرسته وکړه او په ګاډۍ کې یې سپور کړ.
16 او ییهو وویل: <زما سره راشه او وګوره چې زه څښتن ته څومره وفادار یم.>هغوی دواړه د ییهو په ګاډۍ کې سپاره شول.
17 لکه څنګه چې څښتن د ایلیا سره وعده کړې وه، کله چې هغوی سامرې ته ورسېدل، ییهو د اخاب ټول خپلوان ووژل، حتی یو یې هم ژوندی پرېنښود.
18 ییهو د سامرې ټول خلک سره راغونډ کړل او ورته ویې ویل: <اخاب پاچا د بعل لږ خدمت کاوه، خو زه به د هغه زیات خدمت وکړم.
19 زه غواړم چې هغه ته یوه لویه قرباني وړاندې کړم. نو د هغه ټول نبیان، کاهنان او عبادت کوونکي دلته راغونډ کړئ. هرڅوک چې رانغی هغه به ووژل شي.> مګر دا یو چل ؤ، ییهو په رښتیا سره دا پلان درلود چې د بعل عبادت کوونکي ووژني.
20 هغه وویل: <د بعل دپاره د عبادت ورځ اعلان کړئ!> وروسته له دې چې هغه ورځ اعلان شوه،
21 ییهو د اسراییلو ټول هېواد ته دا خبر ولېږه. د بعل ټول عبادت کوونکي راغلل، یو هم پاتې نه شو او د عبادت ځای له یو سر څخه تر بله سره پورې ډک شو.
22 ییهو د سپېڅلو چپنو مسؤول ته امر وکړ: <چپنې راوړه او هغه عبادت کوونکو ته ورکړه.>
23 وروسته ییهو او یهوناداب د عبادت ځای ته ننوتل او ییهو خلکو ته وویل: <شا او خواته وګورئ او متوجې اوسئ چې دلته باید یواځې د بعل عبادت کوونکي وي. هغه چاته چې د څښتن عبادت کوي د ننوتلو اجازه مه ورکوئ.>
24 بیا هغوی بعل ته د قربانۍ په وړاندې کولو باندې پیل وکړ.له مخکې څخه ییهو اتیا سړي له دې خبرداري سره بیرون ودرول: <دا ټول عبادت کوونکي ووژنئ! که چېرته ستاسو څخه چا حتی یو نفر هم پرېښود چې وتښتي نو هغه به د هغه په ځای وژل کیږي!>
25 څنګه چې ییهو د قربانۍ وړاندې کول پای ته ورسول، هغه ساتونکو او منصبدارانو ته وویل: <راننوځي او هغوی ووژنئ! یو هم مه پرېږدئ چې وتښتي.> هغوی د خپلو تورو سره ورننوتل، ټول یې ووژل او د هغوی مړي یې بیرون وغورځول. بیا هغوی د عبادت د ځای دنننۍ کوټې ته ننوتل،
26 د بعل بت یې وویست او هغه یې وسوځاوه.
27 بیا یې هغه ټوټې ټوټې کړ او هغوی د بعل د عبادت ځای بېخي له منځه یووړ. د عبادت ځای یې په تشناب باندې بدل کړ، چې تر نن ورځې پورې پاتې دی.
28 په دې ډول ییهو په اسراییلو کې د بعل عبادت له منځه یووړ.
29 خو هغه ګناه یې بنده نه کړه چې یروبعام پاچا کړې وه، څوک چې د اسراییلیانو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ. هغوی د سرو زرو سخوندرانو د مجسمو عبادت کاوه، هغه چې یروبعام په بیت ییل او دان کې ایښې وې.
30 وروسته څښتن وویل: <ای ییهو، تا زما پلان چې د اخاب د کورنۍ په هکله مې درلود عملي کړ او دا ښه کار دې سرته ورساوه. نو زه ستا سره وعده کوم چې د اسراییلو راتلونکي څلور پاچاهان به ستا د خپلې کورنۍ څخه وي.>
31 مګر ییهو د اسراییلو د څښتن خدای د حکمونو څخه د زړه له کومي اطاعت ونه کړ. د هغه په ځای هغه داسې د ګناه څخه ډک کارونه وکړل چې یروبعام کړي وو او د اسراییلیانو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
32 په هغو ورځو کې څښتن د اسراییلو د هېواد په کوچني کولو پیل وکړ. حزاییل د سوریې پاچا اسراییلو ته ماتې ورکړه.
33 حزاییل د اردن د سیند ختیځې سیمې یعنې د جلعاد او باشان سیمې او د ارنون سیند ته نژدې د عروعیر د ښارګوټي په شمال کې سیمه تر واک لاندې راوستلې. دا هغه سیمې وې چې د جاد، روبین او منسي قبیلې پکې اوسېدلې.
34 نور هغه ټول کارونه چې ییهو کړي دي چې په هغو کې د هغه د زړورتوب کارونه هم شامل دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
35 ییهو مړ او په سامره کې ښخ شو او د هغه زوی یهواخاز د هغه په ځای پاچا شو.
36 ییهو په سامره کې په اسراییلو باندې اته ویشت کاله پاچاهي کړې وه.