بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 25

نو د صدقیا د پاچاهۍ د نهم کال د لسمې میاشتې په لسمه ورځ نبوکدنصر د خپل ټول لښکر سره اورشلیم ته راغی. هغوی د ښار څخه بیرون خپلې خېمې ودرولې او د هغه ګردچاپېره یې د خاورو څخه جوړ شوي دېوال ته د ختلو لاره جوړه کړه.
2 اورشلیم یې د صدقیا د پاچاهۍ تر یوولسم کاله پورې تر محاصرې لاندې ونیو.
3 د هماغه کال د څلورمې میاشتې په نهمه ورځ دومره سخته قحطي شوه چې خلکو ته د خوراک دپاره هېڅ شی پاتې نه شو
4 او څپرکیلیانو د ښار دېوالونه سوري کړل. که څه هم ښار د هغوی له خوا کلابند ؤ د شپې له خوا پاچا او ټول عسکر وتښتېدل. هغوی د شاهي باغ د هغې دروازې له لارې لاړل چې د دوو دېوالونو په منځ کې وه او د اردن د درې خواته روان شول.
5 مګر د څپرکیلیانو لښکر پاچا تعقیب کړ او د اریحا ډاګ ته نژدې هغه پسې ورورسېدل. نو د هغه ټولو عسکرو هغه پرېښود او هرې خواته خپاره شول.
6 صدقیا ونیول شو او نبوکدنصر پاچا ته چې په ریبله کې ؤ یوړل شو. په هغه ځای کې نبوکدنصر، صدقیا محاکمه کړ او هغه په سزا محکوم شو.
7 د صدقیا زامن یې د هغه په مخ کې ووژل. د صدقیا سترګې یې راوویستلې، په زنځیرونو یې وتاړه او څپرکیل ته یې یووړ.
8 د څپرکیل د پاچا نبوکدنصر د پاچاهۍ د نولسم کال د پنځمې میاشتې په اوومه ورځ، نبوزرادان د پاچا سلاکار او د هغه د ساتونکو قوماندان اورشلیم ته ورننوت.
9 هغه د څښتن کور، شاهي ماڼۍ او په اورشلیم کې ټولې مهمې ودانۍ وسوځولې
10 او د هغه ټولو عسکرو چې د هغه سره وو د ښار دېوالونه راوغورځول.
11 بیا نبوزرادان هغه خلک چې په ښار کې پاتې وو، د هغو نفرو په شمول چې څپرکیلیانو ته تسلیم شوي وو، څپرکیل ته بوتلل.
12 مګر هغه په یهودا کې ځینې غریب خلک پرېښودل چې د انګورو په باغونو او پټیو کې کار وکړي.
13 څپرکیلیانو هغه برنجي ستنې او ګاډۍ ګانې چې د څښتن په کور کې وې د لویې برنجي ټانکۍ سره یوځای ټوټې ټوټې کړلې او ټول برنج یې څپرکیل ته یوړل.
14 همدارنګه هغوی بېلچې، د قربانۍ د ځای څخه د ایرو د لیرې کولو لوښي، د څراغونو د پلتو پاکوونکي، د قربانیو د وینو کاسې، د خوشبویۍ د سوځولو کاسې او نور ټول هغه برنجي سامان چې د خدای په کور کې د خدمت دپاره ورڅخه کار اخیستل کېده، یوړل.
15 هغوی هغه ټول شیان هم یوړل چې د سرو یا سپینو زرو څخه جوړ شوي وو چې په هغو کې د وینو د شیندلو کاسې او د اور لوښي شامل وو.
16 دوه برنجي ستنې، برنجي ګاډۍ ګانې او لویه برنجی ټانکۍ، چې سلیمان د څښتن د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره درانده وو چې نه وزن کېدل.
17 دواړه ستنې یو شان وې. د هرې ستنې لوړوالی اته متره ؤ چې د هغه په سر باندې برنجي تاج ؤ چې یو متر او دېرش سانتي لوړوالی یې درلود. د هر تاج ګردچاپېره یو برنجي جال ؤ چې په برنجي انارو باندې ښکلی کړای شوی ؤ.
18 برسېره پردې، نبوزرادان قوماندان، مشر کاهن سرایا، دویم کاهن سفنیا او د خدای د کور درې مهم ماموران د اسیرانو په توګه ونیول.
19 نبوزرادان د هغه ښار څخه د لښکرو قوماندان، د پاچا هغه پنځه شخصي سلاکاران چې په ښار کې پاتې وو، د قوماندان مرستیال چې د جګړې دپاره د عسکرو د راغونډولو مسؤول ؤ او نور شپېته تنه ونیول.
20 نبوزرادان هغوی د څپرکیل پاچا ته چې د حمات په خاوره کې د ریبله په ښار کې ؤ، بوتلل.
21 نو پاچا هغوی هلته اعدام کړل.
22 د څپرکیل پاچا نبوکدنصر د اخیقام زوی جدلیا چې د شافان لمسی ؤ، هغه یې د هغو ټولو نفرو چې څپرکیل ته نه وو وړل شوي او په یهودا کې پاتې وو د والي په توګه وټاکه.
23 کله چې د یهودا عسکري منصبدارانو او عسکرو چې تسلیم شوي نه وو، واورېدل چې د څپرکیل پاچا، جدلیا د والي په توګه ټاکلی دی، هغوی په مصفه کې د جدلیا سره وکتل. هغه منصبداران دا وو: اسماعیل د نتنیا زوی، یوحانان د قریح زوی، سرایا د تنحومت زوی چې د نطوفې د ښارګوټي اوسېدونکی ؤ او یازنیا چې د معکې څخه ؤ.
24 جدلیا د هغوی سره قسم وخوړ: <تاسو باید ډاډه اوسئ.> زیاته یې کړه: <د څپرکیل د پاچا د مامورانو څخه مه وېرېږئ. په دې خاوره کې واوسېږئ او د پاچا خدمت وکړئ، نو ستاسو ټول کارونه به ښه په مخ روان وي.>
25 مګر د هماغه کال په اوومه میاشت اسماعیل چې د نتنیا زوی، د الیشمع لمسی او د شاهي کورنۍ غړی ؤ، د لسو نفرو سره مصفې ته لاړ، په جدلیا باندې یې برید وکړ او هغه یې وواژه. همدارنګه هغه یهودیان او څپرکیلیان یې هم ووژل چې د هغه سره په هغه ځای کې وو.
26 بیا ټول خلک که غریبان وو یا شتمن د عسکري منصبدارانو سره یوځای مصر ته وتښتېدل، ځکه چې هغوی د څپرکیلیانو څخه وېرېدل.
27 د یهودا د پاچا یهویاکین د جلاوطنۍ د اووه دېرشم کال د دولسمې میاشتې په اووه ویشتمه ورځ، اویل مرودک د څپرکیل پاچا شو. هغه یهویاکین د زندان څخه آزاد کړ.
28 اویل مرودک د هغه سره په مهربانۍ چلند وکړ او هغه ته یې د هغو پاچاهانو په پرتله چې د هغه سره په څپرکیل کې اوسېدل ډېر لوړ مقام ورکړ.
29 نو یهویاکین نور د زندان کالي وانغوستل، او د ژوند تر پایه پورې یې د پاچا په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله.
30 ترڅو پورې چې یهویاکین ژوندی ؤ د پاچا له خوا هغه ته به هره ورځ د هغه د اړتیاوو مصرف ورکول کېده.