بادشاهانو دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25


څپرکی 14

اپه اسراییلو کې د یهواخاز د زوی یهوآش د پاچاهۍ په دویم کال، د یوآش زوی امصیا د یهودا پاچا شو.
2 امصیا د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې نهه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یهوعدان نومېدله چې د اورشلیم څخه وه.
3 امصیا د څښتن اطاعت او ښه کارونه کول، مګر هغه د خپل نیکه داود په شان وفادار نه ؤ. د دې په ځای یې د خپل پلار یوآش لاره غوره کړه.
4 امصیا سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه کړل او خلکو لا هم هلته قرباني کولو ته او خوشبویي سوځولو ته دوام ورکړ.
5 څنګه چې امصیا د یهودا واک تر لاسه کړ، نو هغه درباریان چې پاچا یعنې د ده پلار یې په قتل رسولی ؤ، ویې وژل.
6 مګر د هغو قاتلانو اولادونه یې ونه وژل. دا ځکه چې هغه په دې ډول د موسیٰ د شریعت پیروي وکړه، لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو: <پلرونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی پلرونو کړي وي. هرڅوک دې یواځې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.>
7 امصیا د خپلې پاچاهۍ په وخت کې لس زره ادومي عسکر د مالګې په دره کې ووژل. هغه په جګړه کې د سالع ښارګوټی ونیوه او د هغه ځای نوم یې په یقتییل بدل کړ چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.
8 یوه ورځ امصیا د اسراییلو پاچا د ییهو لمسي او د یهواخاز زوی یهوآش ته داسې پیغام ورولېږه: <راوځه او په جګړه کې زما سره مخامخ شه!>
9 مګر یهوآش بېرته دا ځواب ورولېږه: <یوځل په لبنان کې د اغزیو یو بوټي د سبر یوې ونې ته پیغام ورولېږه: ستا لور باید زما د زوی سره واده وکړي. مګر یو وحشي ځناور راغی او هغه بوټی یې تر پښو لاندې کړ.
10 امصیا! په دې خاطر چې ادومیانو ته دې ماتې ورکړې ده، ډېر مغرور یې. مګر دغه شهرت دې بس دی، اوس په کور کې کښېنه. که کومه ستونځه دې رامنځته کړه، ته او ستا د یهودا پاچاهي به له منځه لاړه شي.>
11 مګر امصیا ورته غوږ ونه نیوه. نو یهوآش او د هغه لښکرو بیت شمس ته چې په یهودا کې ؤ، مارش وکړ. هلته هغه او امصیا یو د بل سره جګړه وکړه.
12 د یهودا لښکرو ماتې وخوړله. د یهودا ټول عسکر بېرته خپلو کورونو ته وتښتېدل
13 او یهوآش، د یوآش زوی او د اخزیا لمسی امصیا، ونیوه. بیا یهوآش اورشلیم ته روان شو او د ښار دېوال یې د افرایم د دروازې څخه نیولې د کنج تر دروازې پورې وران کړ. دا د دېوال برخه نژدې ۲۰۰ متره اوږده وه.
14 هغه ټول سره او سپین زر یوړل او د څښتن په کور او د پاچا په خزانه کې چې هر قیمتي شی ؤ هغه یې هم له ځانه سره یووړ. ځینې خلک یې یرغمل ونیول او بیا سامرې ته راستون شو.
15 د یهوآش د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې، د هغه د زورورتوب کارونه او دا چې څنګه یې د امصیا په ضد جګړه وکړه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
16 یهوآش مړ شو او د سامرې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.
17 د یهوآش د مړینې څخه وروسته امصیا پنځلس کاله ژوند وکړ.
18 د امصیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
19 په اورشلیم کې د امصیا د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوه، نو هغه د لاکیش ښار ته وتښتېده. مګر دښمنانو یې د امصیا پسې نور خلک ورولېږل او هغه یې هلته وواژه.
20 د هغه مړی په آس باندې بېرته اورشلیم ته یوړل شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو.
21 وروسته د یهودا خلکو شاهي تاج د هغه د شپاړس کلن زوی عزیا په سر کېښود.
22 عزیا د خپل پلار تر مړینې وروسته د ایلت ښارګوټی د یهودا دپاره بېرته ونیوه او بیا یې ودان کړ.
23 په یهودا کې د امصیا د پاچاهۍ په پنځلسم کال د یهوآش زوی دویم یروبعام د اسراییلو پاچا شو. هغه په سامره کې یوڅلوېښت کاله پاچاهي وکړه.
24 هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام له ناوړو کارونو څخه یې پیروي وکړه کوم چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
25 یروبعام د اسراییلو سیمه د حمات څخه چې په شمال کې ؤ د مالګې تر بحیرې پورې چې په جنوب کې ؤ وغزوله، لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار د امتای زوی یونس سره وعده کړې وه. نوموړی نبي ؤ او د جت حافر څخه ؤ.
26 په دې کار کې څښتن د یروبعام سره مرسته وکړه ځکه چې هغه لیدلي وو چې اسراییلیان بې له دې چې هغوی آزاد وو یا غلامان، څومره په تکلیف کې وو او هېڅوک نه ؤ چې د هغوی سره مرسته وکړي.
27 څنګه چې څښتن وعده کړې وه پرې به نژدې چې اسراییل بېخي له منځه لاړ شي، نو په دې خاطر څښتن د یروبعام په وسیله هغوی وژغورل.
28 د یروبعام د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه کارونه، قدرت، جګړې او دا چې څنګه هغه دمشق او حمات یې چې په یهودا پورې اړه درلوده بېرته ونیول، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
29 یروبعام مړ شو او په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی زکریا د هغه په ځای پاچا شو.